پر افغانستان د مرستو کمښت اغېز: هرې ستنېدونکې کورنۍ ته مرستې اووه برابره کمې شوې

- Author, ابراهیم امیري
- دنده, کابل
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ استازی عرفات جمال له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویل چې دوی له ایران او پاکستانه ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې برخه کې له جدي ستونزو مخامخ دي او د پخوا پرتله یې خپلې مرستې اوه برابره کمې کړي دي.
د هغه په وینا، تېر کال له هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ سره یو این اېچ سي ار د ۲۰۰۰ ډالرو مرسته کوله، خو اوس هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته یوازې ۱۷۰ ډالر ورکوي.
ښاغلي جمال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تګلارو ته ګوته ونیوه او ویې ویل چې دا تګلارې له نړیوالې ټولنې نه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې لومړنی خنډ دی.
په ورته وخت کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ روانه ده او هره ورځ زرګونه افغانان بېرته هېواد ته ستنېږي چې ډېری یې د سرپنا له نشتوالي سر ټکوي.
په افغانستان کې د یو این اېچ سي ار استازي وویل، اوس مهال دوی یوازې تر ټولو زیانګالو بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د سرپنا مرسته کوي. د هغه په وینا په روان ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه تر یو میلیون افغان کډوال وار دمخه ستانه شوي او تمه یې دا ده چې د کال تر پایه دا شمېر ۳ میلیونو ته ورسېږي.
ښاغلي جمال خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د دومره شمېر کډوالو راتګ به افغانستان ته ټکان ورکړي ځکه چې په وینا یې وار دمخه د ځینو سروې ګانو له مخې ۷۰ سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د ښاغلي جمال په وینا د دوی بودیجه د بل هر وخت پرتله کمه شوې چې له امله یې دوی اړ شوي چې نه یوازې خپل فعالیتونه، د دفترونو شمېر او مامورینو په افغانستان کې کم کړي بلکې هغه پروګرامونه هم محدود کړي چې له مخې یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د قوانینو په رڼا کې له ښځو سره مرسته کېږي.
هغه وویل هیله یې دا ده چې نړیوال افغان کډوال او بېرته ستنېدونکي هېر نه کړي خو ظاهراً داسې ښکاري چې هېر کړي یې دي.

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ له جګړې مخکې یې له پاکستان او ایرانه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه یې له نړیوالې ټولنې نه ۱۶۲ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو اوس د کډوالو شمېر ته په کتو ښايي د لا زیات مالي ملاتړ غوښتنه وکړي.
ښاغلي په تېرو څلورو لسیزو کې د میلیونو افغانانو د کوربتوب له امله له ایران او پاکستانه مننه او غوښتنه وکړه چې افغانان په اجباري ډول له خپلې خاورې ونه باسي.
هغه وویل له ایران او پاکستانه د خپلو پولو د ساتنې حق نه اخلي خو غواړي د خبرو له لارې داسې یو ګډ مکانیزم جوړ کړي چې په وینا یې د ټولو اړخونو په ګټه وي.
ښاغلي عرفات زیاته کړه چې د درې اړخیزو خبرو لپاره یې ایران او پاکستان ته د خبرو بلنلیکونه استولي او هیله من دي چې مثبت ځواب به ترلاسه کړي.
هغه په اجباري ټول له ایران او پاکستانه د یو شمېر زیانمنونکو افغانانو چې د خواله رسنیو فعالان، د پخواني جمهوري رژیم مامورین، ښځې او نجونې یې په کې شاملې وبللې د اجباري شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هڅه کوي چې دغسې کسان پر پوله ومومي او خوندي یې کړي.
عرفات جمال پر نړیوالې ټولنې دا غږ هم وکړ چې د کډوالو منلو ته خپل زړونه او غېږ پرانیزي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف ویلي، په دې وروستیو کې افغانستان په ورځ کې په منځنۍ کچه شل زره افغان کډوال له ایرانه راستانه کړی شوي چې څلورمه برخه یې ماشومان دي او پنځه زره يې بېسرپرسته ماشومان دي چې یا یوازې دي او له خپلو کورنیو جلا کړی شوي.
دا داسې مهال دي چې شمېرې ښيي په تېره جون میاشت کې له ایرانه د راستنو شوو افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ ته ورسېده.











