'هېڅکله مې دا اټکل نه کاوه چې خپله کلیسا ویجاړه ووینم'

د ویډیو تشریح، 'هېڅکله مې دا اټکل نه کاوه چې خپله کلیسا ویجاړه ووینم'
'هېڅکله مې دا اټکل نه کاوه چې خپله کلیسا ویجاړه ووینم'

سوداني عیسویان په تېر اپرېل کې د سودان د چټک ملاتړ ځواکونو او سوداني پوځ ترمنځ په جګړه کې ایسار پاتې شول.

داسې ادعاوې وې چې ګنې د جګړې په لومړیو ورځو کې عیسویان له توکمیز او مذهبي تعصب سره مخامخ شوي او کلیساوې یې لوټل شوې او ویجاړې شوې دي.

په سودان کې د کورنۍ جګړې له یو کال تېرېدو وروسته، د دوی ډېری کسان له هېواده په وتلو توانېدل، خو ګڼ یې لا هم له نسبتا امن پورټسودان څخه د وتلو په تمه دي.