بیت المقدس کې لسګونه زره کسانو د اسرائیلي دولت ضد مظاهره کړې

د ویډیو تشریح، بیت المقدس کې د اسرائیلي دولت ضد مظاهره

لسګونه زره اسرائیلیانو بیت المقدس کې دولت ضد مظاهره کړې چې وايي د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی دولت ضد احتجاج و.‌

دوی په اسرائیلو کې د تازه ټاکنو او له حماس ډلې سره د یرغملو اسرائیلیانو د خوشي ‌کولو لپاره د نورو هڅو غوښتنه کوله.

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي ټولې هڅې به وکړي چې یرغمل شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا مظاهره د اسرائیلو پر حکومت د نړیوالو فشارونو سربېره په کور د ننه لوی فشار او نیوکه ده.

لاریونیانو د بنیامین نتنیاهو له واګه ګوښه کېدل غوښتل.

لاریون کوونکو چې د پارلمان ودانۍ ته نژدې راټول شوي وو، شعارونه ورکول چې "ټاکنې همدا اوس".

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

دوی وايي، د اسرائيلو د پارلمان ودانۍ مخې ته به د څلورو ورځو لپاره پرلت کوي.

دوی خپل لومړی وزیر د خلکو خوندي ساتلو کې ناکام بولي.‌

د لاریونیانو له ډلې یوه یې نویټ رابنسن ده. دا وايي "زه دلته ددې لپاره راغلې یم چې غواړم حکومت بدل کړم، ځکه چې اوسنی دولت په بشپړه توګه او تمامه معنا ناکام دی.‌ دوی موږ داسې کندې ته غورځوي چې بیا هېڅکله موږ ترې نه شو راوتلی".

لاریون کوونکو د تل ابیب د ځینو عمومي واټونو د تړلو هڅې کړې او له پولیسو سره یې اخ و ډب هم کړی دی.

پولیسو لږ تر لږه ۱۶ اعتراض کوونکي نیولي دي.

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د جګړې په اوج کې د نویو ټاکنو ترسره کول به حکومت د میاشتو لپاره فلج کړي.

بل لوري ته غزه کې د الاقصی روغتون انګړ کې د اسرائیلو بمبارۍ څلور کسان وژلي او اوه خبریالان یې ټپیان کړي دي.

اسرائيلو ادعا کړې چې په دې برید کې یې د اسلامي جهاد نومې ډلې د قوماندې مرکز او د دوی یو قومندان په نښه کړی، خو په پېښه کې ټپي شویو خبریالانو ویلي د دوی شاوخوا هېڅ وسله وال نه و او دوی په خپلو کارونو بوخت وو چې ناڅاپي‌ پرې بمونه وغورځول شول.

د اې پي ‌اې په نوم خبري اژانس یو عکاس علي حماد چې په دې پېښه کې ټپي شوی وايي، "هغوی زموږ خېمه له کوم خبرداري پرته وویشتله، موږ د خبریالانو یوه ډله هلته راټول شوي وو.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خبریالان د هغو سلګونو کسانو په ډله کې وو چې د روغتون په انګړ کې په موقتي خیمو کې ځای پرځای شوي وو.

هېڅ وسله وال مو شاوخوا نه و. خپلې کمرې او وسایل مو چمتو کول چې ناڅاپه برید وشو او هرڅه تیاره شول، پر سر مو تیږې او خاورې ورېدې او لمبې مو تر سترګو کېدې".

په غزه کې د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي‌ چې د تېر کال د اکتوبر له اومې راهیسې د اسرائیلو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۲٫۷۰۰ کسانو اوښتی او څه باندې ۷۵ زره نور ټپیان شوي دي.

خو بل لوري ته امریکا اسرائیلو ته د دوه اعشاریه پنځه میلیاردو په ارزښت د نویو وسلو او جنګي الوتکو استولو هوکړه کړې ده.