سوریه کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې نږدې ۴۰ کسان وژل شوي‌ دي

ایران

د عکس سرچینه، TASNIM

رپوټونه وايي د سوریې حلب ښار ته نږدې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي دي.‌

د سوریې دولتي خبري اژانس د پوځي سرچینو په حواله لیکلي چې اسرائیلو د پنجشنبې او جمعې ترمنځ د شپې پر ۱:۴۵ بجو څو ځایه هوايي ګوزارونه کړي‌ دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان (اېس ‌او‌ اېچ‌ ار) چې په بریتانیا کې مېشت دی وايي،‌ بریدونه د حلب نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ایران له ملاتړه د برخمنې لبنانۍ وسله والې ډلې 'حزب‌الله' د وسلو پر زېرمتونونه شوي دي.

دغه سازمان، چې سوریه کې پراخې اړیکې لري، زیاتوي چې لسګونه کسان ټپي‌ شوي هم دي.

د اسرائیل پوځ بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی د بهرنیو رسنیو پر رپوټونو تبصره نه کوي.

رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي‌ سرچینو په حواله یوه خپاره کړي رپوټ کې په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ښودلی دی.

رپوټ کې راغلي چې په وژل شویو کې ۵ د حزب‌الله غړي دي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د لبنان د حزب‌الله غورځنګ وسله وال

بلخوا د سوریې دفاع وزارت بیا ویلي، په بریدونو کې د دوی یو شمېر پوځيان او ملکي خلک وژل شوي دي.‌

اسرائیلو په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي.

په دغو بریدونو کې تر ډېره د ایران متحدې ډلې په نښه شوې.

سوریه کې د اسرائیلو هوايي‌ بریدونه تر هغې وروسته لا ډېر شوي،‌ چې د اکتوبر اوومه د فلسطین حماس غورځنګ پر اسرائیل برید وکړ او اسرائیلي‌ ځواکونو په غزه کې ځوابي عملیات پیل کړل.‌

حزب‌الله په بیا بیا د لبنان له سویله پر اسرائیل توغندي وروي.‌

د سوریې دفاع وزارت ویلي،‌ له دغو هوايي بریدونو سره هممهاله "ترهګرو ډلو" هم حلب کې ډرون بریدونه کړي‌ دي.

خو دغه وزارت د نورې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی.