تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان فوجي غره ننداره ولې بنده شوه؟
فوجي غر، د جاپان يوه تر ټولو مشهوره نښه ده او تېرو څو کلونو کې یې پر ټولنيزو رسنيو انځورو اخيستو او خپراوي لا نور هم مشهور کړی دی، خو دې کار د فوجيکاوا ګوچيکو اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړې وې.
يو داسې ښارګوټی چې د غره په زړه پورې ننداره ترې کېږي او ميليونونه سيلانيان پرې ورمات وي. د دغه ښارګوټي اوسېدونکو اوس پتېيلې چې نور نو بس ده او د سېلفي انځورونو ګڼه ګوڼه دې بنده شي. دوی يو نادوده ګام ته مخه کړې، يوه لويه پرده یې راځړولې چې د غره نندارې مخه پرې ډب کړي. پر دې سر بېره چې د فوجي غره ننداره پرې بنده کړي، د دې پردې ځړولو موخه دا هم وه، چې لاره کې د خلکو ګرځېدو مخنيوی هم وکړي. د بي بي سي خبريالې شيما خليل پرې دا راپور رالېږلی دی.