تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.
د یونیسف د افغانستان د څانګې استازي تاجالدین اویوالې وویل، له دوی "یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي؛ دا د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه ده".
هغه چې له کابله یې د جنیوا خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "که درملنه ونه شي او موږ ژر اقدام ونه کړو، دغه یو میلیون ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي."
افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د کورنیو جګړو او نورو بحرانونو له امله څو ځله له سختو لوږو سره مخ شوی دی. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو بېرته واک ته رسېدو، اقتصادي سقوط هم رامنځته کړ.
اویوالې وویل: "خوارځواکي د ډېر کم عمره ماشومانو د مړینې د مخ په زیاتېدو شمېر کې مهم رول لري."
د هغه په وینا، نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکۍ او طبي عوارضو له امله روغتونونو ته بستر کېږي، تر شپږو میاشتو کم عمره ماشومان دي.
په همدې حال کې، د دوو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان کې د شدیدې حادې خوارځواکۍ له پېښو له ۸۰ سلنې ډېر جوړوي.
هغه په ټول هېواد کې د "مخ په خرابېدو د تغذیې بحران" انځور وړاندې کړ او ویې ویل چې د روان کال تر اوسه له نیم میلیون ډېر ماشومان د شدیدې او د لوړ خطر لرونکې منځنۍ کچې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته بستر شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې شاوخوا ۶،۰۰۰ د شدیدې حادې خوارځواکۍ پېښې روغتونونو کې ثبت شوې وې؛ خو د سږکال په جولای کې دا شمېر له ۸،۰۰۰ واوښت، چې نژدې یو پر درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.
هغه خبرداری ورکړ: "د افغانستان په جنوبي برخو کې ځینې روغتونونه اوس د هر موجود بستر پر سر درې یا څلور شدیداً خوارځواکي ماشومان لري."
"شیطاني کړۍ"
اویوالې وویل، د وضعیت "مخ په زیاتېدو اندېښمنوونکی انځور" رامنځته شوی، ځکه کورنۍ د مغذي خوړو مصرف کموي او د خوړو وعدې هم کوچنۍ شوې دي.
هغه وویل، ماشومان د مور له شیدو وروسته ښايي د لومړي خوراک په توګه یوازې له چای سره لږه ډوډۍ یا اوبهګډ مستې وخوري" او د یوه وده کوونکي ماشوم لپاره دا په هېڅ ډول کافي نه دي."
د هغه په وینا، ماشومان په یوه "شیطاني کړۍ" کې بندېدای شي: لومړی کمزوري تغذیه کېږي، بیا په شدیدې نسناستې یا تنفسي ناروغیو اخته کېږي او له هغې وروسته لا نور خوارځواکي کېږي.
دا ستونزې د افغانستان د نورو کړکېچونو له امله هم لا پسې سختې شوې دي، لکه پرلهپسې وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونه، سیمهییزه بېثباتي او د سرحدونو له لارې د سوداګرۍ ګډوډېدل.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې له بهره د شپږ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدل ــ چې له نیمایي ډېر یې ماشومان دي ــ هم پر محدودو سرچینو فشار زیاتوي.
اویوالې وویل، که څه هم د خوارځواکۍ درملنه د ماشومانو ژوند ژغورلی شي، خو که روغ شوي ماشومان بېرته هماغه پخوانیو شرایطو ته ستانه شي، "موږ ډېر ځله وینو چې دغه ماشومان بېرته خوارځواکي کېږي او بیا راستانه کېږي."
هغه وویل، په داسې حال کې چې اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي، د نړیوالې مرستې د کمېدو له امله د ماشومانو لپاره روغتیايي او تغذیهیي خدمتونه هم کمېږي.
د هغه په وینا، له ۲۰۲۵ کال راهیسې له ۱۰۰ ډېر مرکزونه چې د شدیدې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو درملنه یې کوله، تړل شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې پروګرام لپاره سږکال شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ډالره اټکل شوې اړتیا ده، خو تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه بودجه برابره شوې ده.
اویوالې وویل: "موږ باید تر هغه انتظار ونه باسو چې یو ماشوم خطرناک حد پورې ډنګر شوی وي او د روغتون پر بستر پروت وي، بیا اقدام وکړو."