چین: پاکستان دې د چینايي انجینرانو وژونکي په چټکۍ ولټوي

چین: پاکستان دې د چینايي انجینرانو وژونکي په چټکۍ ولټوي

د چین حکومت له پاکستان غوښتي چې د تېرې سې شنبې ورځې ځانمرګي برید عاملان په چټکۍ ولټوي او پاکستان کې د چینایانو د ژوند د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزناک ګامونه واخلي.

د سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې برید کې پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېن ژیان له پې‍ښې وروسته بیجېنګ کې خبریالانو ته وویل، دوی له اسلام اباده غواړي چې د چینايي‌ وګړو د خوندیتابه لپاره ګامونه واخلي.

پاکستاني چارواکو په ځواب کې ویلي د خپلو څېړنو وروستي پرمختګونه یې خپلو چینايي ملګرو سره شریک کړي او د بم د ډي اېن اې پاتې شونو معاینات به کوي.

افتخار خان پرې دا رپوټ چمتو کړی.