غزه کې د اسرائیلو له هوايي برید وروسته له خاورو د یوې ماشومې را ایستلو شېبه

غزه کې د اسرائیلو له هوايي برید وروسته له خاورو د یوې ماشومې را ایستلو شېبه

د غزې په جنوبي ښار رفح کې ژغورونکو د اسرائیلو له هوايي برید وروسته یوه ماشومه ژوندۍ را ایستلې ده.

دغه ماشومه چې مريم ابو اکيل نومېږي، له خاورو ايستل شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.

ډاکترانو يې ټپونه پاک او درملنه کړې ده.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دې ماشومې له خپلې کورنۍ سره په يوه کور کې پناه اخيستې وه، کله چې بريد وشو مور او خور يې ووژل شول، پلار او ورور يې ژوندي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت وياند ويلي، په دې هوايي بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلو د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې تر ۲۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

اسرائيلو پر غزه وروسته له هغه بريد پیل کړ چې حماس د اکټوبر پر اوومه د اسرائیلو په سویل برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ يې یرغمل ونیول.