د شکرې ناروغي څومره پېژنئ؟
د شکرې ناروغي څومره پېژنئ؟
شکره د بدن د میتابولېزم یا اصطقلاب یوه اوږدمهاله ناروغي ده. په دې ناروغۍ کې د وینې د شکرې کچه لوړېږي چې د وخت له تېرېدو سره د زړه، رګونو، سترګو، پوښتورګو او عصبي رګونو په ګډون د بدن بېلابېلو غړو ته جدي زیان پېښوي.
د شکرې ناروغي بېلابېل ډولونه لري، تر ټولو عام یې د شکرې دویم ډول دی چې پکې انسولین د انسان پر حجراتو اغېز له لاسه ورکوي او په پایله کې یې د انسولین جوړېدل هم کمېږي.



