تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سراوان پوله کې افغان کډوال په "ډزو او د ماین چاودنه" کې وژل شوي او ژوبلېدلي
سرچینو بيبيسي ته ویلي چې د پاکستان او ایران تر منځ له سرحدي سیمو یو شمېر افغانان د ماین په چاودنه او ډزو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، د "لسګونو افغانانو د وژل کېدو خبر" حقیقت نه لري.
هغه په X (ټوېټر) لیکلي: "تر دې شېبې د باوري سرچینو له لارې د مستقیم تعقیب په پایله کې، دا څرګنده شوه چې د سراوان په پوله کې د لسګونو غیرقانوني اتباعو د مړینې خبرونه ریښتیا نه دي."
د طالبانو حکومتي سرچینو بيبيسي ته ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او پایله به یې اعلان شي.