د سوېلي کوریا نابینا زدکوونکي ۱۳ ساعته د پوهنتون کانکور ازموینه ورکوي

د عکس سرچینه، BBC/Hosu Lee
- Author, هیوجونګ کیم
- دنده, بيبيسي کوریايي
هر کال په نومبر میاشت کې سوېلي کوریا کې د پوهنتون د داخلې د بدنامې مشهورې ازموینې له کبله فعالیتونه په ټپه درېدلي ښکاري.
هټۍ تړل کېږي، الوتنې د شور او زوږ کمولو لپاره ځنډول کېږي او د سهار د تګ راتګ چټک حرکت هم ورو کېږي، چې زدکوونکي په ارامه فضا کې ازموینه ورکړي.
له غرمنۍ له وروسته، ډېری زدکوونکي د ښوونځي له دروازو راوځي، د ارامۍ سا اخلي او له خپلو هغو کورنیو سره غاړه غړۍ کېږي چې په تمه ورته ولاړې وي.
خو په دې ټاکل شوي وخت کې هرڅوک ازموینه پای ته نه شي رسولی.
ان تر هغه وروسته چې شپه رابره او تیاره خپره شي، ځینې زدکوونکي لا هم د ازموینې په خونه کې ناست وي - تر شاوخوا لسو بجو پورې د ځوابونو لیکلو ته دوام ورکوي.
دا ړانده زدکوونکي وي، چې اکثره وخت له ۱۲ ساعتونو ډېر ورکړل شوی وخت د Suneung په ازموینه بوخت وي.
د پنجشنبې په ورځ به د هېواد له ګوټ ګوټه له ۵۵۰ زرو ډېر زدکوونکي د Suneung ازموینه ورکړي - دا د تېرو اوو کلونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
دا ازموینه نه یوازې دا ټاکي چې څوک پوهنتون ته داخلېږي که نه، بلکې د هغوی د دندې، عاید، د اوسېدو ځای او ان د راتلونکو اړیکو په راتلونکې هم اغېز لري.
د مضامینو د انتخاب له مخې، زدکوونکي شاوخوا ۲۰۰ پوښتنو ته ځواب وايي - د کوریايي ژبې، ریاضیاتو، انګلیسي، ټولنیزو یا طبیعي علومو، یوې اضافي بهرنۍ ژبې او د "هانجا" (په کوریايي کې کارېدونکي زاړه چینايي توري) په برخه کې.
د ډېرو زدکوونکو لپاره دا ازموینه د اتو ساعتونو یو اوږد یون وي، چې د سهار پر ۸:۴۰ پیلېږي او د ماښام شاوخوا ۵:۴۰ پای ته رسېږي.
خو نابینا زدکوونکي چې د لیدو جدي ستونزه لري، د عادي ازموینې د وخت ۱،۷ برابره زیات وخت ترلاسه کوي.
په دې معنا چې که هغوی د اضافي بهرنۍ ژبې برخه هم حل کړي، نو ازموینه یې ممکن د شپې تر ۹:۴۸ پورې وغځېږي - یعنې له پیلېدو نژدې ۱۳ ساعته وروسته.
د ډوډۍ لپاره هېڅ وقفه نه ورکول کېږي؛ ازموینه پرلهپسې روانه وي.
د بریل (Braille) د ازموینې پاڼو فزیکي ضخامت هم د وخت د اوږدوالي سبب ګرځي.
کله چې هره جمله، نښه او انځور په بریل لیکلو بدلېږي، د ازموینې هره کتابچه د عادي ازموینې له پاڼې شپږ تر نهو برابره غټېږي.

د عکس سرچینه، BBC/Hosu Lee
په سیول ښار کې د نابینا زدکوونکو د "هانبیت" په ښوونځي کې، ۱۸ کلن هان دونګهیون د هغو زدکوونکو له ډلې دی چې سږ کال به د Suneung ازموینې تر ټولو اوږده بڼه ورکړي.
د ښوونې وزارت او د کوریا د نصاب او ارزونې د انستیتیوت د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټوله کوریا کې ۱۱۱ ړانده زدکوونکي ازموینې ته حاضر شوي وو - ۹۹ تنه د کم لید ستونزې لرونکي او ۱۲ تنه د دونګهیون په څېر بشپړ نابینا کسان وو.
دونګهیون له زېږون راهیسې په بشپړ ډول ړوند دی او د رڼا توپیر نه شي کولای.
کله چې بي بي سي د نومبر پر اومه له هغه سره په ښوونځي کې وکتل، د ده ګوتې په چټکۍ د تېرو کلونو د ازموینو د بریل تمرین پر پاڼو تېرېدې.
ازموینې ته یوازې یوه اونۍ پاتې وه او هغه هڅه کوله چې خپل زغم او فزیکي حالت وساتي. دونګهیون به ازموینه د بریل لیکل شوو پاڼو او سکرین لوستونکي کمپیوټر په مرسته ورکړي.
هغه وویل: "ازموینه ډېره ستړې کوونکې ده، ځکه ډېره اوږده ده. خو کومه ځانګړې طریقه نه شته. زه یوازې د خپلې مطالعې مهالوېش تعقیبوم او هڅه کوم چې خپل حالت وساتم - دا یوازینی لاره ده."
دونګهیون وایي د کوریايي ژبې برخه د ده لپاره تر ټولو سخته ده.
د دې برخې عادي ازموینه شاوخوا ۱۶ پاڼې لري، خو د بریل بڼه یې نژدې ۱۰۰ پاڼې وي.
حتی د سکرین لوستونکي سافټویر په مرسته هم، هغه معلومات چې لوستل کېږي سملاسي له منځه ځي، برعکس له متن سره چې لیدل او بیا لوستل کېدای شي. له همدې امله، دونګهیون باید ټول جزییات په ذهن کې وساتي چې ازموینه پرمخ یوسي.
د ریاضیاتو برخه هم ورته سخته ده.
هغه باید پېچلي جدولونه او ګرافونه چې په بریل بدل شوي وي، یوازې د خپلو ګوتو په مرسته تشریح کړي.
خو دی وايي اوسنی وضعیت له پخوا ډېر ښه شوی دی. پخوا زدکوونکي اړ وو چې نژدې ټول حسابونه په ذهن کې وکړي. خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې، ړندو زدکوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې د Hansone په نوم د بریل نوټټېکر یا د یاداښت وسیله وکاروي.
هغه وویل: "لکه څنګه چې بینا زدکوونکي خپل حسابونه په پنسل لیکي، موږ هم دا محاسبې د Hansone په بریل کې داخلوو چې دا ګامونه تعقیب کړو."

د عکس سرچینه، BBC/Hosu Lee
د ړندو زدکوونکو په "هانبیت" ښوونځي کې بل ۱۸ کلن زدکوونکی او جونګوون چې سږکال به هم د Suneung ازموینه ورکړي وايي د ورځې د مازیګر ناوخته برخه تر ټولو سخته وي.
"تر غرمې پورې هر څه د زغملو وړ وي، خو شاوخوا د مازیګر پر ۴ یا ۵ بجو، د انګلیسي له برخې وروسته او د کوریا د تاریخ له پیل مخکې، ازموینه رښتیا هم ډېره ګرانېږي."
هغه زیاتوي: "موږ د ماښامنۍ لپاره هېڅ وقفه نه لرو. هماغه وخت چې نور خلک ډوډۍ خوري، موږ لاهم د پوښتنو د حل په منځ کې یو. له همدې امله دا نور هم ستړی کوونکې وي. خو زه دوام ورکوم، ځکه پوهېږم چې په پای کې به د بریا احساس راځي."
د جونګوون لپاره ستړیا یوازې د اوږدې ازموینې له امله نه ده، بلکې د دې له امله هم ده چې باید په یوه وخت کې په خپلو لاسونو او اورېدلو دواړو تمرکز وکړي.
هغه وايي: "کله چې زه د بریل لیکل د خپلو ګوتو په مرسته لولم او په عین وخت کې له اډیو څخه معلومات اخلم، نو دا د بینا زدکوونکو پرتله ډېر ستړی کوونکی وي."
خو د زدکوونکو په وینا، د ازموینې اوږدوالی او د مطالعې زیات ساعتونه د دوی لپاره تر ټولو سخته برخه نه ده. تر ټولو لویه ستونزه د درسي موادو ته د لاسرسي نشتوالی دی.
هغه درسي کتابونه او انلاین درسونه چې د بینا زدکوونکو لپاره په اسانۍ موندل کېږي، د ړندو زدکوونکو لپاره اکثراً نه موندل کېږي.
د بریل په بڼه درسي کتابونه ډېر لږ دي او مواد اډیو ته اړول متني فایلونو ته اړتیا لري - چې ترلاسه کول یې سخت وي. په ډېرو مواردو کې یو څوک باید د ټول کتاب منځپانګه په لاسي ډول ټایپ کړي چې د استفادې وړ شي.
انلاین درسونه هم ستونزې لري، ځکه ډېری ښوونکي مفاهیم د بصري یادښتونو، انځورونو او ګرافونو له لارې تشریح کوي، چې یوازې د اډیو له لارې نه شي تعقیبېدای.

د عکس سرچینه، BBC/Hosu Lee
خو له ټولو لویو خنډونو یو ستر خنډ دا دی چې د دولت لهخوا چمتو شوي EBS د ازموینې د چمتووالي کتابونه چې د ملي ازموینې له موادو سره نژدې تړاو لري، د بریل بڼو په ترلاسه کولو کې ډېر ځنډ لري.
د همدې ځنډ له امله، ړانده زدکوونکي دا مواد د نورو زدکوونکو پرتله میاشتې وروسته ترلاسه کوي.
جونګوون وايي: "بینا زدکوونکي د جنورۍ او مارچ ترمنځ خپل EBS کتابونه ترلاسه کوي او ټول کال یې لولي، خو موږ د بریل فایلونه یوازې د اګست یا سپټمبر په شاوخوا کې تر لاسه کوو - یعنې هغه وخت چې ازموینه یوازې څو میاشتې لرې وي."
دونګهیون هم له همدې ستونزې شکایت لري.
هغه وايي: "د بریل مواد تر هغه وخته بشپړ نه شول چې ازموینې ته لږ تر لږه ۹۰ ورځې پاتې وې. زه تل دا هیله لرم چې د خپرولو بهیر چټک شي."
بي بي سي د کوریا د ښوونې له چارواکو د دې ځنډ لامل پوښتلی دی.

د عکس سرچینه، BBC/Hosu Lee
د دغو زدکوونکو لپاره، Suneung یوازې د پوهنتون د داخلې ازموینه نه ده - بلکې دا د هغو کلونو د زغم او مبارزې یو ثبوت دی چې دوی دې پړاو ته د رسېدو لپاره تېر کړی دی.
جونګوون ازموینه د "زغم" په توګه تشریح کوي.
هغه وايي: "په ژوند کې نژدې هېڅ داسې کار نه شته چې پرته له زغم ترسره شي. زه فکر کوم دا وخت د ارادې د روزنې یوه مرحله ده."
د دوی ښوونکی، کانګ سوکجو، هر کال د زدکوونکو د ازموینو بهیر څاري او وايي چې د ړندو زدکوونکو زغم "واقعاً د ستاینې وړ" دی.
هغه وايي: "د بریل لوستل دا مانا لري چې انسان باید د خپلو ګوتو په سرونو راپورته شوې نقطې تعقیب کړي. دا دوامداره تماس د هغوی د لاسونو پوستکی ډېر ستړی او دردناک کوي، خو دوی بیا هم څو ساعته دې کار ته دوام ورکوي."
ښاغلي کانګ خپلو زدکوونکو ته دا سپارښتنه وکړه چې باید د پای ته رسېدو ارزښت درک کړي، نه دا چې د تېروتنو په پښېمانۍ ځان وخوري.
هغه وویل: "دا ازموینه هغه ځای دی چې ته د لومړي ټولګي له وخت راهیسې زدکړي شیان هر څه په یوه ورځ کې راټولوي. ډېری زدکوونکي وروسته ناهیلي کېږي، خو زه یوازې دا غواړم چې هغوی پوه شي خپله هڅه یې کړې ده."
او ده په پای کې ټینګار وکړ:
"ازموینه هرڅه نه دي."











