'سیونېنګ': د اسیا تر ټولو ګرانه او ۸ ساعته اوږده ازموینه

سونېنګ هغه ازموینه ده چې په سوېلي کوریا کې د ځوانانو ژوند بدلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سونېنګ هغه ازموینه ده چې په سوېلي کوریا کې د ځوانانو ژوند بدلوي.
    • Author, رچل لي
    • دنده, بي‌بي‌سي، سیول

اته ساعته، پنځه ازموینې، څلور وقفې، یوه ورځ، یو چانس.

سونېنګ هغه ازموینه ده چې په سوېلي کوریا کې د ځوانانو ژوند بدلوي.

دا ستاسو پوهنتون ټاکي او پر راتلونکې دندې، عاید او ان اړیکې اغېزه کولی شي.

دا د تېرېدو یو رسم دی او ټول هېواد د جمود لوري ته بیايي.

سونېنګ د سوېلي کوریا د بدنامې تحصیلي وړتیا ازموینه په کال کې یو ځل د نومبر په میاشت کې ترسره کېږي او سږکال دا ازموینه د نومبر پر ۱۴مه نېټه ده. دا د زدکوونکو لپاره د خپلې وړتیا ښودلو یوه موکه ده.

موږ د سوېلي کوریا له ځینې زدکوونکو سره خبرې وکړې چې د دې کال سونېنګ لپاره چمتووالی نیسي. دوی له ازموینې سره د مبارزې لپاره د خپلې بقا غوره لارښوونې او د دې لوبې پلانونه شریکوي.

'زما ورځنی کار د سونېنګ پر محور را څرخي'

هایون- من هوانګ
د عکس تشریح، هایون- من هوانګ وايي د هغه ډېری ملګري هره ورځ هغه ورته خواړه خوري چې دوی پلان لري د ازموینې په ورځ وخوري

د سونېنګ ازموینه اته ساعته دوام کوي، د هرې موضوع ترمنځ ۲۰ دقیقې وقفه او د غرمې ډوډۍ لپاره ۵۰ دقیقې وخت ورکول کېږي. هره موضوع له ۸۰ تر ۱۰۷ دقیقو دوام کوي، دا د سخت تمرکز کچې ته اړتیا لري.

۱۹ کلن هایون -من هوانګ وايي، د هغه ځینې ملګري هره ورځ هغه ورته خواړه خوري چې د سونېنګ ازموینې په ورځ یې د خوړلو پلان لري، هدف یې ځانونه ډاډمنول دي دوی دا خواړه هضمولی شي. دا په هغو کسانو کې چې ازموینه ورکوي یو معمول دي چې د غرمنۍ لپاره چمتو شوی "لنچ باکس" یا د ډوډۍ بسته له ځانه سره راوړي.

زده کوونکو ته مشوره ورکول کېږي چې له خامو خواړو، ترخو خوراکونو او له اوړو جوړو شويو خوړو یا مکروني یا اش نه ډډه وکړي. د انلاین ازموینې ټولنو کې میندې او پلرونه او زدکوونکي د دې په اړه لارښوونې له یو بل سره شریکوي چې څه باید وخوړل شي او له کومو شیانو خوړلو ډډه وشي.

د کېلې او مڼې په شان د مېوو خوړلو سپارښتنه کېږي، خو د هغو تیزابي مالټو له خوړلو د ډډې کولو توصیه ورته کېږي چې له معدې بېرته راپورته کېدای شي. پروټین هم مهم دي. د سونېنګ لپاره د بېلګې په توګه، په یوه ښه متوازن ډوډۍ بکس تر ډېره وريجې، پوخ شوی کب، د چرګانو سینه، سبزیجات او ګرم سوپ شامل دي.

هوانګ وايي: "زما ځینې ملګري له خوبه پاڅېږي او په ټاکلي وخت ویدېږي، چې د سونېنګ له معمول سره عادت شي." "ستاسو بدن د تمرکز لپاره ارام ته اړتیا لري."

او تاسو تشناب ته د اړتیا لرلو له کبله خپل پام نه شئ تیت او پرک کولی..

تشناب ته تلل واقعا اختیاري نه دي؛ ځکه چې د ازموینې خونې ته ژر بېرته ننوتل ګران دي. هوانګ وویل، له زښت ډېرو ازمویښتي امتحانونو اخیستو وروسته ، چې ۲۰ دقیقې وقفه ورسره وي، هغه زده کړل چې څنګه خپله مثانه کنټرول کړي.

۲۰ کلن کانګ جون-هي چې په دې ازموینه کې یې بیا برخه اخیستې ده، سږ کال یې ځان د سونېنګ چمتووالي ته وقف کړی دی. په دویم ځل هغه پر یو ډېر منظم ورځني معمول تمرکز کوي.

کانګ مي: "وروستی ځل چې ما ازموینه کې ګډون وکړ، ما هومره رغنده ژوند مې نه درلود لکه څنګه چې ما درلود."

هغه وايي هغه اوس د خپل سونېنګ ورځني معمول ته "بشپړ ژمن" دی چې پکې هر سهار په شپږ نیمو بجو له خوبه پاڅېدل او مستقیما په اصلي مضمونونو کې ازمېښتي امتحانونو ته ځي. دا د "د ریښتیني سونېنګ مهالویش په څېر" جوړ شوی.

دغه ۲۰ کلن له هغې پایلې خوښ نه و چې تېر کال یې ترلاسه کړه او له خپلو ملګرو یوازېنی کس دی چې بیا یې ازموینه کې ګډون کړی و. هغه وايي منزوي کېدل ستونزمنېدل وي؛ ځکه چې ملګري یې لا له وړاندې د پوهنتون له ژونده خوند اخلي. خو بیا هم دی هوډ لري چې خپل ځان ښه وځلوي.

دی زیاتوي: "د سونېنګ لپاره چمتوالی تاسو ته دا در زدکوي چې څنګه خپلو موخو ته ورسېږئ."

ازمېښتي امتحانونه له ازمویل کېدونکو سره مرسته کوي

کانګ
د عکس تشریح، کانګ چې په کور کې زدکړې کوي وايي ازموینه په سوېلي کوریا کې د یو چا ژوند بدلولی شي

ازمېښتي امتحانونه د سونېنګ ازموینو لپاره یو اساسي اصل دی. هر کال درې ملي ازمېښتي امتحانونه وي او زده کوونکي د خصوصي اکاډمیو لخوا وړاندیز شوې اضافي ازمېښتي ازموینې هم ورکولی شي‎.

یوو- جونګ کانګ وايي له دې لارې د سونېنګ له ورځني معمول سره ځان عیارول یوه لویه مرسته وه.

هغه وايي: "په لومړي سر کې، ما د اوږدې مودې لپاره تمرکز نه شو کولی، خو له څو ازمېښتي امتحانونو وروسته، ما زدکړل چې څنګه ښه تمرکز وکړم." هغې له ځانه سره دا خبره تکراروله 'راځئ چې ډېر عصباني نه شو' .

موږ له کانګ سره چې په کور کې درس وايي، د سیول ګنګنام په "کْرَم ښوونځي" کې وکتل. دا کْرَم ښوونځي' په سویلي کوریا کې مشهور دي او د ځوانانو سره سونېنګ ته په چمتووالي کې مرسته کوي.

شاوخوا چایخانې په خپلو کړکیو کې د نېکمرغۍ نښانونه لري او له هغو زدکوونکو ډکې شوې چې په وروستۍ شېبه کې پر خپلو پارچو تېرېږي.

په کوریا کې د ډېری نورو په څېر دا کورنۍ‌ښوونکې د سونېنګ لپاره چمتووالي ته بشپړه ژمنه ده، دا باوري ده چې "زدکړه ستاسو د راتلونکي خوندي کولو یوازېنۍ لار ده".

ستاسو پر پایلو ډېر اغېز لري. دوی ستاسو ټولنیز دریځ ټاکي او دا چې نور خلک تاسو څنګه درک کوي. دوی حتا په رومانتيکو اړیکو کې یو فکټور لوبوي او دا په ډاګه کوي چې ایا تاسو د ژوند یو مناسب شریک یاست که نه.

ځینې ​​زده کونکي د استقامت سېک، خوځښت او پر ځان د باور اړتیا مهمه ګڼي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې ​​زده کونکي د استقامت سېک، خوځښت او پر ځان د باور اړتیا مهمه ګڼي

په سونېنګ کې پنځه لازمي مضمونونه شامل دي: کوریايي ژبه، ریاضي، انګلیسي، د کوریا تاریخ او یا هم ټولنیز درسونه یا ساینس. بیا په فرانسوي، چینايي، جاپاني، روسي او عربي ژبو یوه اضافي اختیاري ازموینه ده.

سانګ-وون لي، چې سږکال د عالي لېسې د زلمي په توګه ازموینه ورکوي، د استقامت، حرکت او ځان باور ساتلو پر اهمیت ټینګار کوي.

هغه وايي: "وړاندیز مې دا دی چې سهار وختي د کوریا ازمېښتي امتحان ورکړم." په حقیقت کې دی "په هغه دقیق وخت کې پیلوي چې ازموینه پیلېږي" ځکه چې هغه فکر کوي ښه پیل خورا مهم دی.

دی وايي: "که تاسو فکر کوئ چې په لومړۍ ازموینه کې مو تېروتي یئ، نو ډېر امکان شته چې دا به ستاسو پر راتلونکو ازموینو اغېزه وکړي."

هغه له غرمنۍ وروسته د تمرکز ساتلو پر اړتیا هم ټینګار کوي.

"له غرمنۍ وروسته به تاسو د انګلیسي ازموینه ورکړئ، چې د "لېسنېنګ" یا اورېدلو برخه پکې شامله ده. نو باید ډاډمن شئ چې تاسو ډېر خوبخوړي نه یئ."

د ۱۹ کلنو ځوانانو لپاره ژوند بدلوونکې ورځ

د کْرَم ښوونځي ښوونکی روه وايي، زدکوونکي باید په دې لویه ورځ پر ځان او پر خپلو ځوابونو باورمن وي
د عکس تشریح، د کْرَم ښوونځي ښوونکی روه وايي، زدکوونکي باید په دې لویه ورځ پر ځان او پر خپلو ځوابونو باورمن وي

جونګ-هو روه، د کْرَم ښوونځي ښوونکی دی، چې د زدکوونکو له بېلابېلو ګروپونو سره کار کوي. له هغو زدکوونکو پیل چې بیا ازموینه ورکوي تر هغو زدکوونکو پورې چې د سیالۍ لوړ توان لري او نور هغه چې د سیول له کلیوالو سیمو درس ته لېږدېدلي دي.

روه زیاته کړه "هغه څه چې د ازموینې ورکوونکو لپاره خورا مهم دي ځان ته د دوی درناوی دی. دوی اړ دي چې په دې ورځ په ځان او د دوی په ځوابونو باور وکړي. کله چې دوی د ازموینې په خونه کې وي، هېڅوک له دوی سره مرسته نه شي کولی".

هغه هم د هغې "ورځني معمول کړنې چې ازموینې ته لار هواروي" پر تکرارولو ټینګار کوي او زده کوونکي هڅوي چې پر ۸:۴۰ بجو، کله چې ازموینه پیلېږي او دا د ورځې تر ټولو اغېزناک وخت دی، خپل ځانونه ورسوي.

ټول ملت د سونېنګ ورکوونکو په ملاتړ راوځي. پولیس افسران، اور وژونکي او امبولانسونه سهار وختي د ناوخته شویو زدکوونکو د بدرګه کولو لپاره ولاړ وي.

د ترافیک اسانولو لپاره، په کوریا کې ډېری شرکتونه کارمنانو ته مشوره ورکوي چې په دې ورځ ناوخته راشي، ان د ونډو بازار هم ناوخته پرانیستل کېږي.

الوتکې د انګلیسي 'لېسنېنګ' اورېدنې ازموینې په جریان کې د ۳۵ دقیقو لپاره پر ځمکه ناستې وي.

دا د ځوانو زدکوونکو لپاره معمول دی چې د سونېنګ په ورځ سهار وختي د ازموینې له مرکزونو بهر خپل مشران ملګري خوشحاله کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د ځوانو زدکوونکو لپاره معمول دی چې د سونېنګ په ورځ سهار وختي د ازموینې له مرکزونو بهر خپل مشران ملګري خوشحاله کړي

ځینې ښوونځي تړل کېږي او د ازموینې مرکزونو په توګه ګټه ترې اخیستل کېږي، حال دا چې ځوان زدکوونکي سهار وختي له ازموین‌ځایونو بهر انتظار کوي او د ډولونو په وهلو او تشویقوونکو شعارونو خپل مشران ملګري خوشحالوي.

روه د یو ښوونکي په توګه هغو زدکوونکو ته ځینې وروستنۍ مشورې ورکوي چې د اتو ګړیو اوږدې سیالۍ پرمهال د خپل سېک او انرژۍ ساتلو په اړه اندېښمن دي.

هغه وړاندیز کوي: "زه تل وایم، ځه او مخ پر وړاندې درومه."

"زدکوونکي انګېري دا مهمه ده چې تاسو پر خپله څوکۍ کښېنئ او پر هغه څه بیا تېر شئ چې تاسو له ازموینې وړاندې زده‌کړي دي. خو ځئلږ وګرځئ. خیر دی که د ازموینې مرکز د ننه وګرځئ دا به تاسو ویښ وساتي. "

"په ځانګړې توګه د انګلیسي ازموینې لپاره، د غرمې وقفه به تاسو خوبوړي کړي."