ولې د کولمو روغتیا مهمه ده او څنګه ښه کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اونیور ایرم
- دنده, بي بي سي
څېړنه ښيي، چې د کولمو روغتیايي وضعیت په وینه کې د غوړو یا کولیسټرول له کچې نیولې بیا تر ذهني مسایلو پورې د انسان پر روغتیا اغېز کوي.
د پولاریس بازار ارزونې ادارې معلومات ښيي چې د پروبایوټیکس درملو بازار په ۲۰۲۱ کال کې ۶۰ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی و او تر ۲۰۳۰ کال پورې به هر کال تر اووه سلنې ډېر زیاتوالی پکې راځي.
خو د کولمو روغتیا ولې دومره مهمه ده او څنګه کولای شو، ښه یې کړو؟
د کولمو روغتیا څه ده؟
هغسې چې د پېچلي جوړښت له کبله د کولمو روغتیا معلومول د بدن نورو غړو د روغتیايي وضعیت پرتله اسانه نه ده او داسې هېڅ یوه ساده او اسانه اله هم نه شته، چې د کولمو روغتیا معلومولو لپاره ترې کار واخیستل شي.
د انسان کولمې له میکروبونو ډکې دي. دا میکروبونه دومره ډېر دي، چې که په یوه ځای راټول شي، وزن یې نژدې یو اعشاریه اته کیلوګرامو ته رسېږي. دغه راز د کولمو په محتویاتو کې د میکروبونو کچه دومره ډېره ده، چې په هر یوه ګرام کې یې شمېر ۱۰۰ میلیاردو ته رسېږي.
د اکسفورډ پوهنتون ډاکتره کاترینا جانسن چې د کولمو او ذهن تر منځ پر اړیکه کار کوي وايي، روغې کولمې باید د میکروبونو یوه متنوع ټولګه ولري. خو نوموړې زیاتوي د مایکرو بیومز ساینس لا هم په لومړیو پړاوونو کې دی او موږ په خورا تفصیل نه پوهېږو، چې روغې کولمې څه ډول وي؟
هغه زیاتوي: ''زموږ مایکرو بیومونه ډېر ځانګړي او متنوع دي، چې زرګونه ډولونه لري او د ډېری هغوی د فعالیت په هکله لا هم نه پوهېږو.''
د روغو کولمو درلودل ولې مهم دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنې ښيي چې د کولمو له مایکرو بیوم پرته د ذهن وده عادي نه ده او دا دواړه د یوه بل لپاره اړین دي. کولمې ځینې مهال د دویم ذهن په نامه هم یادېږي، ځکه باکتریا په کولمو کې د نژې سلو میلیونو رګونو له لارې د انسانانو پر رویې هم اغېز کوي.
عصبي رګونه هغه څه دي، چې د ژوڼکو په بڼه د انسانانو په ذهن او مرکزي عصبي نظام کې شته او بدن ته د فعالیت لارښوونه کوي. د انسان په ذهن کې د سیروتونین په څېر مادې له کبله د کولمو اغېز ان د انسان پر رویه هم کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کولمو تر ټولو عام رول له خوړو نه د غذايي موادو جذب بلل کېږي. په هند کې د معدې درملنې یو ماهر ډاکتر وینکټارامن کرشنا وايي: ''موږ باید په فاضله موادو کې اوبه او مینرالونه له لاسه ور نه کړو.''
په بریتانیا کې د کولمو روغتیا ماهره ډاکتره میګان روشي وايي، په کولمو کې د میکروبونو تر منځ د تعادل نشتوالی له نژدې ۷۰ سختو ناروغیو سره اړوند بلل کېږي، چې د زړه له ناروغیو نیولې بیا تر تنفسي ناروغیو او د بدن مدافعتي نظام تر ستونزو پورې بېلابېلې ناروغۍ پکې شاملې دي.
ډاکتره روشي وايي: ''زموږ د مدافعتي نظام نژدې ۷۰ سلنه ژوڼکې یا سیلونه په کولمو کې دي او دا (په پرلپسې ډول د بدن له مدافعتي سسټم سره په اړیکه کې دي.''
دا وايي، له همدې کبله ''د هغو خلکو د بدن مدافعتي نظام د ویروسونو پر وړاندې زیاته مبارزه کوي، چې کولمې یې روغې وي.''
د کولمو د ښې روغتیا لپاره څه باید وشي؟
په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا کولمو پروژې په نامه له څېړنې وروسته ماهرینو وړاندیز وکړ، چې د کولمو لا زیات متنوع مایکروبیوم لپاره باید هره اونۍ د ۳۰ بېلابېلو بوټو سابه او میوې وخوړل شي.
په دې کې نه یوازې میوې او سابه شامل دي، بلکې د تخمونو، دانو، مصالحه جاتو او مغزیاتو په څېر شیان هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکتره روشي وړاندیز کوي، چې د معمول له مېوې او سبزې ورهاخوا د نویو ډولونو لټون پکار دی، چې یو څه ورسره خواړه متنوع شي.
د بریتانیا عامې روغتیا خدماتو ادارې مسوولین وايي، د داسې خوړو انتخاب چې زیات فایبر ولري، د خوراک په ښه هاضمه کې مرسته کوي او د قبضیت مخه نیسي.
دا اداره وايي، هر بالغ انسان باید هره ورځ تر ۳۰ ګرامه پورې فایبر وخوري. دوی وايي، د سپینو یا میده اوړو پر ځای د سبوس یا دانو لرونکې ډوډۍ یا د غنمینې مکروني پر ځای د شډلو وریجو کارول په خوړو کې د فایبر کچه زیاتولای شي.
دغه راز هغه پټاټې چې له پوټکي سره په اوبو کې اېشول شوي وي یا د نخودو، مټرو او لوبیا په څېر دانې د فایبر نورې سرچینې بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پريبایوټیک خواړه (د فایبر او کاربوهایډریټس ځانګړي ډولونه) په کولمو کې د ګټورو بکټریاوو د ودې لپاره رامنځته شوي دي. ځینې ډولونه یې کیلې، پیاز، شنه پیاز، اوږه، ګندنه، وربشي، سمنډول، خوباڼۍ، د توتانو ډولونه او لیمو یا نارنج دي.
پاکستان کې د معدې درملنې ماهره ډاکتره هانیشا خیماني وايي، تر شل کلنۍ پورې عمر کې د داسې خوړو خوراک چې مناسب غذائیت ولري، د اوږدمهاله روغتیا لپاره اړینه چاره ده.
ډاکتره خیماني زیاتوي: ''په دې موده کې د خوړو انتخاب د عمر په راتلونکو لسیزو کې د سختو ناروغیو په مخنیوي، د ذهني روغتیا په برخه کې او په ټول کې د فزیکي روغتیايي وضعیت لپاره مهم رول لري.''
د لندن کینګ کالج پروفیسر ټیم سپیکټر په خپل کتاب سپون فیډ: ''ولې هغه نژدې ټولې خبرې ناسمې دي، چې موږ ته د خوړو په هکله ویل شوي وو؟'' کې لیکي، د خوړو تر منځ وقفه یا د بېلګې په توګه د سبا ناري او ماښامنۍ تر منځ د ۱۲ ساعتونو وقفه هم کېدای شي د کولمو میکروبونو ته ګټه ورسوي.
کوم خواړه د کولمو د روغتیا د ښې روغتیا لپاره ښه نه دي؟
ډاکتر کرشنا وايي، خورا ډېر پروسس شوي خواړه، الکول او د تمباکو کارول د کولمو روغتیا لپاره ښه نه دي.
ماهرین وايي، ډېر پروسس شوي خواړه داسې محتویات لري، چې یا خو ښه میکروبونه ځپي او یا د ناسمو میکروبونو د ډېروالي لامل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکتر کرشنا وايي، د اوسېدو چاپېریال ته په کتو سره باید د سړکونو غاړو ته د پلورل کېدونکې میوې او سابه له رانیولو ډډه وشي او دغه راز د خطرناکو جراثیمو مخنیوي لپاره میوې او سابه پاک ووینځل شي.
دغه راز ذهني فشار هم د کولمو پر روغتیا اغېز لري او د تیزابیت ډېرېدو او یا زخم لامل کېدای شي.
ډاکتره جانسن وايي، هغه خلک چې ډېر ذهني فشار لري، ښايي مایکروبیومز یې ډېر متنوع نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا د پروبایوتیک کارول ګټه لري؟
ماهرین وايي، پروبایوټیک په داسې صورت کې کار ورکوي، چې د یوه ځانګړي لامل له کبله وکارول شي. ډاکتره میګان روشي وايي: باید سم مقدار، د سم وضعیت لپاره او د مناسب وخت لپاره وکارول شي.
داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې هغه پروبایوټیک چې موږ یې په دکانونو یا درملتونونو کې وینو زموږ د کولمو روغتیا ته ګټور ثابت شي، دغه راز د هغه څه برعکس چې پر موږ د پلورلو په لړ کې ویل شوي، داسې هېڅ اړتیا نه شته، چې هره ورځ یې وکاروو.''
په ځینو هېوادونو کې د فاضله موادو معایناتو له لارې د کولمو د روغتیا وضعیت معلومولو لپاره معاینات هم کېږي. ډاکتره روشي وايي، دا معاینات هغسې ګټه نه کوي، چې شرکتونه یې ادعا کوي، خو د کولمو میکروبونو په هکله یو څه معلومات وړاندې کوي.
بریتانوی ډاکتر او د ټلویزیوني خپرونې کوربه ډاکتر شاند مني، چې له دې تولیداتو د هغه لګښت په انداز ګټه اخیستل چې پرې کېږي، اسانه چاره نه ده.
دی وايي: ''دوی به یوه عمومي مشوره درکړي، خو بنسټ یې پر شواهدو ولاړ نه وي. زه خو وایم، خپلې پیسې مو وسپموئ او که د کولمو کومه ستونزه لرئ، له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ.''











