کابل کې د کار ملي کنفرانس د "نږدې یو نیم میلیون کاري فرصتونو" رامنځته کولو له ژمنې سره پای ته ورسېد

وزارت کار

د عکس سرچینه، Ministry of Labor

کابل کې د طالبانو حکومت له لوري را بلل شوې د کار ملي کنفرانس په نوم دوه ورځنۍ غونډه نن (چارشنبه) په ۳۲ ماده ییزه پرېکړه لیک پای ته ورسېده.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا په خپاره شوې پرېکړه لیک کې راغلي چې د دغه کنفرانس پر مهال د ۱۵ حکومتي ادارو تر منځ د کاري فرصتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د طالبانو حکومت چې ادعا کېږي د واکمنۍ بیا پیل راهیسې یې بې وزلي او بیکاري ډېره شوې تازه د دغه کنفرانس پای غونډه کې اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کالو کې به (۱۴۲۳۵۸۴)نږدې یو نیم میلیون خلکو ته په مسقیم یا غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابروي.

همدا راز د دې ناستې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې تمه ده ډېر ژر به په هېواد کې د کار موندنې ملي تګلاره او د کار قانون توشېح او نافذ شي.

د طالبانو حکومت تمه لري چې له دې سره به یې له قانوني پلوه هم تشه ډکه کړې وي.

د شمېرو له مخې افغانستان کې هر کال له ۵۰۰ زرو ډېر کسان د کار مارکېټ ته زیاتېږي خو د لازمې او پر وخت پاملرنې او کمو کاري فرصتونو له کبله دا زیاتېدونکي شمېرې اوس پر یوه ملي ټولنیزه ستونزه بدلې شوې دي.

دا غونډه له تېرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې لوړ پوړو طالب چارواکو، بهرنیو میلمنو، د پوهنتون استادانو، د خصوصي سکتور او شرکتونو مسولینو پکې ګډون کړی وو.

ګډونوال: امکاناتو ته په کتو دې "د کار ملي کنفرانس هر کال جوړ شي."

کار

د عکس سرچینه، Ministry of Labor

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دغه کنفرانس به په هېواد کې د بې کارۍ کچې راټيټولو سره مرسته وکړي.

د وزارت لخوا د خپاره شوې پرېکړه لیک په یوه ماده کې راغلي د غونډې اغیزمنتیا ته په کتو ټینګار شوی چې کنفرانس کې شوې پرېکړې دې په شپږ میاشتني او کلني ډول تعقیب شي.

همدا راز غوښتنه شوې چې که داسې غونډه هر کال جوړه شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، "په کنفرانس کې د بې کارۍ په عواملو، ورته د حل لارو په پيدا کولو او پر هغو ستونزو چې د افغانستان د کار په بازار کې موجودې دي، بحثونه وشول."

د کار ملي کنفرانس ته د طالبانو حکومت لومړي وزیر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د کار رامنځته کول د خپل حکومت لومړیتوب بللی، خو ورته مهال یې پر نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور غږ کړی چې د کار ملي کنفرانس په بریالیتوب کې پوره ونډه واخلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه کنفرانس کې ځینو مواردو ته په اشاره وویل، نړیوالې ټولنې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.

نوموړي وويل، "مخدره مواد چې ضرر یې ټولې نړۍ ته رسېده، نن بند شوي دي، اوس معتادين علاج غواړي او بزګر بدیل معيشت غواړي، ژوند غواړي‌، روزګار غواړي. متاسفانه چې نړيوالو تراوسه په دې برخه کې مسوولیت نه دی ادا کړی. "

Afghanistan

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو مرستو له کمېدو، پر بانکي سیستم له محدودیتونو او اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو سره ګڼ شمېر کاروباریان او نور له بې روزګارۍ سره مخامخ دي.

لوستي او نالوستي ځوانان له بې روزګارۍ ځورېږي او تر څنګ یې په ښځو سختو تګلارو وضع کولو دا بهیر لا ټکنی او کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د بې روزګارۍ کچې راټیټولو لپاره د کار ملي کنفرانس جوړ کړی چې په ډېرو دولتي او نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، حکومت بايد په دغه کنفرانس کې ښځو ته د کاري موکو برابرولو په تړاو هم بحثونه وکړي.

له هغه راهيسې چې طالبانو په افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د پخواني حکومت يو شمېر کسان يې له دندو لرې کړي، يو شمېر نور بيا له دغه هېواده تښتېدلي او په پراخ ډول داسې ادعاوې دي، چې وايي طالبانو پر حکومتي دندو خپل کسان ګومارلي او دندې او کارونه يې د شخصي تماسونو له لارې خلکو ته سپارلي.

د افغانستان ګڼو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، دایمي بېکارۍ او د کاري فرصتونو نشتوالي یې د ژوند شرایط سخت کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي زیاته شوې چې اصلي لامل یې پر دغه هېواد حاکم "ناوړه" اقتصادي وضعیت دی.