هایټي کې د زندان ماتېدل؛ وسله‌والو جنایت‌کارانو څلور زره بندیان خوشي کړي

هایټي

د عکس سرچینه، REUTERS

لسګونو وسله والو جنایت‌کارانو د هایټي پلازمېنه پورټوپرېنس پر مرکزي زندان برید وکړ او زرګونه بندیان یې خوشي کړل.

ځايي خبريالانو بي بي سي ته وويل، د دې سترې تېښتې په ترڅ کې چې برايي ماښام (مارچ دویمه) پيل شوه، ښايي شاوخوا څلور زره بنديان په تېښته بريالي شوي وي. دا په داسې حال کې ده چې د هایټي په پلازمېنه کې له دغه مرکزي زندانه اکثره بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

په تښتېدلو بندیانو کې څو تنه مجرمین هم دي چې درې کاله وړاندې یې د هایټي د پخواني ولسمشر جوونل مویس په وژلو کې لاس درلود.

هایټي چې د شمېرو له مخې د نړۍ یو له خورا محرومو هېوادونو څخه دی او په امریکا کې ترټولو بې‌وزله هېواد دی، د ښاغلي مویس له وژنې وروسته وده ونه کړه او له هغه وخت راهیسې د جنایي سازمانونو د ډېرېدو په ګډون له ډېرو داخلي ستونزو سره مخ دی.

دا جنایتکاران چې اوس د پورټوپرېنس (پلازمېنې) شاوخوا ۸۰٪ برخې کنټرول لري په تېرو میاشتو کې د دې هېواد د لومړي وزیر ایریل هنري د ګوښه کولو په لټه کې دي.

هایټي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

وروستۍ ښاري ناکرارۍ او تاوتریخوالی د پنجشنبې په ورځ هغه مهال پیل شول کله چې راپور ورکړل شو لومړی وزیر ایریل هنري د کینیا پلازمېنې نیاروبي ته سفر کړی چې د کینیا د حکومت په مرسته په خپل هېواد کې د امنیت رامنځته کولو لپاره د څو مليته اردو ځواک رامنځته کړي.

د تنظیم شوي جرم مشر جیمي چاریزیر، چې د جیمي باربیکیو په نوم هم پېژندل کېږي، د پنجشنبې په ورځ د "عملیاتو او ګډوډۍ" جوړولو امر وکړ چې هدف یې د ایریل هنري حکومت نسکورول دي.

دی چې د پولیسو یو پخوانی لوړپوړی افسر و، وویل: "موږ ټول – پلازمېنه کې وسله والې ډلې او ښارونو کې وسله والې ډلې یو موټی یو."

جیمي باربیکیو په پورټوپرېنس کې د ډېری ډلوژونو مسؤل ګڼل کېږي.