ښځې ولې ډېرې جامې پېري؟

ښځو جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

تاسې به د ښځو له خوا دا شکایتونه ډېر اورېدلي وي، چې وايي "هېڅ څه نه لرم چې وا یې غوندم." په داسې حال کې چې د جامو المارۍ به يې ترې ډکه وي.

دا خبرې یې بیا هغه وخت لا پسې ډېرې شي، چې کومو ځانګړو مراسمو ته بلل شوې وي.

دوی مراسمو ته له تګ مخکې د جامو المارۍ خلاصوي، په دغه وخت کې یې ډېر کله له خولې دا خبره راووځي چې "څه شی واغوندم؟"

کورنۍ یې هڅه کوي چې قانع یې کړي، ورته وايي چې په جامو او بوټانو باید له اندازې ډېرې پیسې ور نه کړي.

ځینې ښځې د خپلې کورنۍ د مشرانو دا مشورې له پامه غورځوي او د جامو، بوټانو او دې ته ورته نورو توکو پېرلو ته دوام ورکوي.

ځینې داسې ښځې هم شته، چې له جامو ډکې المارۍ خالي کوي، خپلې اغوستل شوې جامې پلوري او پیسې پرې ګټي.

ښځې ولې خپلې اغوستل شوې جامې پلوري؟

د ښځو جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

Pre-loaded په انګریزۍ کې هغو جامو، بوټانو او توکو ته ویل کېږي، چې ستاسې خوښ شوې وي، پېرلي مو وي او کارولي مو وي.

تېرو څو کلونو راهیسې د کارول شویو جامو او بوټانو بېرته پېرلو دود زیات شوی. د خواله رسنیو د کارونې زیاتېدو دا کار و بار هم د ښځو لپاره اسانه کړی دی.

پوښتنه دا ده چې، که یو شی د چا خوښ وي او په ډېره مینه یې وپېري، بیا یې ولې بېرته پلوري؟

په دې اړه مو ځینې هغه ښځې پوښتلي چې خپلې جامې پلوري.

سمانه عباس د دغو جامو کاروبار کوي، او نورو هغو ښځو ته یې زمینه برابره کړې چې کارول شوې جامې پېري او پلوري.

نوموړې بي بي سي ته ویلي: "زه له پنځو کالو راهیسې دا کار کوم، زه په ډاډ سره ویلي شم چې له پخوا اوس ډېرې ښځې خوښوي چې دویم لاس جامې وپېري. ځکه دوی برنډ (مارک لرونکي) ګران بیه جامو د پېرلو وس نه لري."

د ښځو جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

سحر رضا د همداسې یوه شرکت مشره ده، چې دویم لاس جامې پلوري. هغه وايي: "زما شاوخوا ډېرې ښځې وې، چې له خپلو الماریو به یې جامې را ایستلې او لېري کولې به یې. دا د دوی لپاره په یوه ډیالوګ بدل شوی و چې ویل به یې د اغوستلو لپاره څه نه لرم."

هغه وايي: "زما هېڅ کله په دې سره نه خلاصېده چې سره له دې چې ښځې وايي څه نه لري خو المارۍ به یې له جامو ډکې وې، خو وروسته پوهه شوم چې ستونزه دا نه ده چې دوی کالي نه لري، بلکه دا ده چې دوی نه غواړي چې یو جوړه جامې څو ځله تکرار واغوندي."

سحر وايي، له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې داسې یو شرکت جوړ کړي، چې ښځې وکولی شي له دې لارې خپلې جامې وپلوري او له اضافي جامو ځان خلاص کړي او یو څه پیسې هم پرې وګټي.

او برعکس هغه ښځې چې ګران بیه او برانډ جامې نه شي پېرلی، په ارزانه بیه ښکلې او برانډ جامې وپېري.

"زه د واده لپاره ګران بیه جامې نه شم پېرلی"

د ښځو جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

عایشه چې دلته یې نوم مستعار یاد شوی وايي، د خپل واده کمیس پېرلو لپاره بازار ته لاړه. یو کمیس یې خوښ کړی و، خو چې کله یې بازار کې د هغه کمیس بیه ولیدله، ډېر ګران و.

هغه وايي، بېرته نهیلي کور ته راستنه شوې ده.

د نوموړي په خبره: "مونږ د منځنۍ کچې ژوند لرو نو زما کورنۍ ماته د دومره ګران بیه کالو د پېرلو وس نه لري."

هغه وايي پنځوس زره پاکستانۍ کلدارې یې ټولې کړې وې، چې په هغې پیسو په بازار کې د واده کمیس نه کېده.

پرته له دې چې خپلې کورنۍ ته څه ووايي، فسبوک کې يې په اړه ولیکل چې په دومره پیسو د واده کمیس غواړي، سم لاسي يې د څو کسانو له خوا مثبت ځوابونه ترلاسه کړل.

آغلې عایشه وايي، د کمیسونو عکسونه یې ورته راواستول او په هغو کې يې یو خوښ کړ چې مخکې کارول شوی و او دې ترې په ۵۰ زره کدارو واخیست.

"زه ترې ډېره ښه تجربه لرم، په هر صورت که تاسو هم غواړئ چې د خپل ژوند په خورا مهمه ورځ ښکلې جامې واغوندئ نو دویم لاس جامې واخلئ، د چا په نیکو او خیرو پسې مه ګرځئ."

ولې باید د بل چا کارول شوې جامې واغوندو؟

د ښځو جامې

د عکس سرچینه، Getty Images

دا هغه خبره ده چې آمینه حنین یې له خپلو شاوخوا کسانو ډېره اوري.

هغه مایکروبیولوجېسټه ده. نوموړې بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له دوه نیمو کلونو راهیسې کارېدلې بوټانو او جامې کاروي.

آغلې حنین وايي، کله یې چې په لومړي ځل د دویم لاس توکو کارول پیل کړل لومړی یې د کورنۍ غړو اعتراض وکړ چې ولې د بل چا کارول شوې جامې اغوندي.

نوموړې وايي: "ما دویم لاس کالو اغوستل پیل کړل، ځکه چې بازار ته تګ او د نویو جامو جوړول راته ستونزمن و، چې لومړی به رخت اخلم، بیا به یې د ډيزاین لپاره نور د اړتیا وړ توکي پېرم او بیا په یې خیاط ته ور وړم چې دې کار هم ډېر وخت غوښته اوهم ډېرې پیسې."

هغه وايي، کله چې کارېدلې جامې اغوندي نو خلکو ته به مونږ ډېر بې وزله ښکارو.

نوموړې وايي: "خور مې راته وايي چې آيا ته ډاډه یې چې دا جامې پاکې دي او هېڅ کوم خرابی نه لري؟ زه بیا ورته وضاحت ورکوم او ورته وايم چې نه شرکتونه یې له خلکو له پېرلو وروسته ګوري، پاکوي یې او جامو ته په کتو یې بیه ټاکي."

هغه زیاتوي: "زه د یوې مایکرو بیولوجېستې په توګه دا ویلی شم که جامې له کارولو مخکې ښې ووینځئ او بیا یې واغوندئ هر ډول ناپاکي یې له منځه ځي."

آمنه وايي، ټولنیزو رسینو خلک ډېر هوښیار کړي، د پیسو او جامو له ضایع کولو ډډه کوي.

اوس هغه کسان هم چې پخوا به يې هېڅکله دویم لاس توکو کارلو ته زړه نه ښه کاوه خو اوس یې ذهنیتونه بدل شوي او دویم لاس توکي پېري او کاروي یې.