مصر کې د ښکلا صنعت: ډاکتران يې د کنټرول لپاره واک غواړي

د ویډیو تشریح، مصر کې د ښکلا صنعت: ډاکتران يې د کنټرول لپاره واک غواړي

په ۲۰۲۰ کال کې د مصر روغتیا وزارت داسې یو کمپاین پیل کړ چې له مخې یې غوښتل دغه هېواد ته د هغو خلکو د ورتګ شمېر ډېر کړي چې طبي درملنې ته اړ دي هدف دا و چې له همدې لارې به مصر ته د پیسو لېږل هم ډېر شي.

یو صنعت چې په چټکۍ په مصر کې غوړېږي د ښکلا دی یعنې د طبابت له لارې ښکلا - پلاستيکي جراحي او نور. خو پوښتنه دا ده چې د بوټاکس، لایپوسکشن، او په لېزر د وېښتانو لرې کولو په څېر طبي پروسې څومره خوندي مخته وړل کېږي؟ب

ي بي سي همدا موضوع څېړلې ده. موږ د امنیتي دلایلو له امله د خبریال نوم نشو در ښودلی. پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې ښايي تاسې نا ارامه او خپه کړي.