افغان لوبډلې د پاکستان خلاف له بریا سره کوم ریکارډونه جوړ کړل؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغان لوبډلې د لوبو په ډګر کې د پاکستان خلاف له بریا سره د افغان مینه والو یو ارمان پوره کړ. یوازې ارمان نه بلکې په دغې بریا افغانانو پراخې خوښۍ وکړې، د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو ښارونو د اتڼونو، نمانځنو او خوښیو وېډيوګانې خپرېږي او که مبالغه ونه شي، ښايي کم افغانان به وي چې ټولنیزې رسنۍ کاروي او پر هغې یې خپله خوښي نه وي څرګنده کړې.

دا خوښۍ د اکتوبر په ۲۳مه د نړیوال جام په چوکاټ کې د افغان لوبډلې په لاس د اتو وېکټو په لوی توپیر د پاکستان له ماتولو وروسته څرګندیږي چې تر ډېره به یادیږي.

د پاکستان خلاف دا عادي بریا هم نه ده بلکې افغانستان په دې "یو طرفه" لوبه کې، پخپلې تاریخي بریا څو ریکارډونه هم پخپل نوم کړل.

  • لومړی دا چې افغانستان پخپل تاریخ کې په لومړي ځل پاکستان ته په یوه ورځنۍ کرېکت لوبه کې ماتې ورکړه، ماته ماته وي خو په نړیوال جام کې دا ماته بیا که له یوې خوا پاکستانیانو لوی شرم بللی او په خپله لوبډله یې غوصه څرګنده کړې، له بلې خوا یې سخته ستاینه روانه ده او افغانان یې سخت ویاړمن کړي.

له دې وړاندې دواړه لوبډلې ۷ ځلې په پنځوس اوریزه لوبو کې سره مخ شوې او ټولې لوبې پاکستان ګټلې وې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • دویم ريکارډ دا چې افغانستان په اول ځل د کومې لوبډلې خلاف د ۲۸۳ منډو ستر هدف پوره کړ، هغه لوبډله چې په توپ وهنه یې تل نیوکې کېدې چې ګویا ستر هدف نشي پوره کولی.

افغانستان له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې د متحده عربي امارتو د اتو وېکټو پر زیان ۲۷۴ منډو بدل کې ۲۷۶ منډې تر لاسه کړې وې، خو له نږدې یوې لسیزې وروسته یې ان ۲۸۳ منډې پوره کړې هغه هم د پاکستان خلاف.

  • د افغانستان لپاره به دا هم تل په ياد وي چې د یو ورځنیو سیالیو کوم نړیوال جام کې یې دویمه بریا تر لاسه کړه.

له دې وړاندې افغانستان د ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د سکاټلنډ خلاف یوه لوبه ګټلې وه، په ۲۰۱۹م کال کې تش لاس هېواد ته ستانه شوې وه او دا ځل یې له انګلنډ وروسته پاکستان هم مات کړ.

په دې مانا چې، دا په نړیوالو جامونو کې له شلو لوبو درې بریاوې او په یوه نړیوال جام کې دویمه بریا شوه.

د افغانستان توپ وهنه ښه شوې؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او پاکستان تر منځ په ترسره شوې لوبه کې افغان لوبډله له هره اړخه غښتلي وه خو فکر کېږي چې د بریا ویاړ یې د با مسولیته ښې توپ وهنې له کبله تر لاسه کړ چې ورسره یې ګڼ ریکارډونه پخپل نوم کړل.

  • د پاکستان خلاف دغې لوبه کې په لومړي ځل کوم نړیوال جام کې دریو افغانانو یوه بل پسې پنځسوسیزې وکړې، لومړۍ اوپنرانو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او ورپسې رحمت شاه دوی په ترتیب سره ۶۵، ۸۷ او ۷۷ منډې جوړې او افغان لوبډله یې په لوی توپیر دغې بریا ته ورسوله.
  • د پاکستان خلاف او نړیوالو جامونو کې دویم ځلې ډېرې منډې
  • افغانستان له دې وړاندې اګست میاشت کې د پاکستان خلاف ۳۰۰ منډې جوړې کړې وې خو لوبه یې نه وه ګټلې، له دې وروسته یې د دغه هېواد پر وړاندې په ټولو تر سره شویو اتو سیالیو کې د اکتوبر په ۲۳مه دغې لوبه کې دویم ځلې ډېرې منډې چې ۲۸۶ وې.
  • په درېو نړیوالو جامو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې د لسو وېکټو په زیان ۲۸۸ دي، خو پرون افغانستان دویمې ډېرې منډې ۲۸۶ وکړې.له دې وړاندې افغانستان ۲۰۱۹م نړیوال جام کې د وېسټ انډيز خلاف ۲۸۸ منډې جوړې کړې وې خو کومه بریا یې نه لرله.
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • د افغان اوپنرانو تر منځ د ۱۳۰ منډو شراکت هم د افغانستان لخوا د نړیوال جام په چوکاټ کې د ترسره شویو لوبو تر ټولو اوږده ملګرتیا ریکارډ شوه.
  • ابراهیم ځدراڼ د وېرات کولي او هاشم املا سره ځان برابر کړ.

د پاکستان خلاف دغې لوبه کې د افغانستان ابراهیم ځدراڼ د خپلو لوبغاړو له منځه لومړۍ او په نړیواله کچه دریم داسې لوبغاړي ویاړ هم خپل کړ چې چټکې زر منډې پوره کوي.

نوموړي په خپلو ۲۴ لوبو خپلې مجموعي منډې تر ۱۰۴۷ رسولي له دې مخکې د هند ویرات کولي او د سویلي افریقا هاشم املا په ۲۴ لوبو کې د چټکو زر منډو جوړولو ریکارډ درلود.

  • د اکتوبر په د۲۳مه له پاکستان سره لوبه کې افغانستان دویمه لوبډله شوه چې ۳۸ اورونه په ورو یا سپېن توپ اچونکو کوي. له دې وړاندې ۲۰۱۹ نړیوال جام کې هم افغانستان د پاکستان خلاف ۳۸ اورونه په ورو توپ اچونکو کړې وو خو تر ټولو ډېر ورو بالرانو د استعمال رېکارډ د زېمبابوې او اسټرالیا تر منځ لوبه کې دی.

په ۲۰۱۱ دغې لوبه کې چې په احمد اباد کې کېده ورو بالرانو ۳۹ اورونه کړې وو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • د افغانستان رحمت شاه د پاکستان خلاف ۷۷ منډو سره د خپلو منډو مجموعي شمېر ۳۴۱۹ ته ورساوه هغه لومړۍ افغان لوبغاړی دی چې دومره منډې لري.
  • نوموړی لومړۍ داسې افغان لوبغاړی هم شو چې د یو ورځنیو سیالیو په نړیوالو جامو کې له ۴۰۰ ډېرې منډې کوي.

ريکارډونه ماتیږي او تل بدلېږي را بدلېږي خو هغه څه چې مهم دي له ګڼو ماتو او اوږده انتظار وروسته د پاکستان پر وړاندې دومره سترو سیالیو کې د افغان لوبډلې بریا ده چې هر افغان یې خوشحاله کړی.

  • د نورو رېکارډونو تر څنګ افغانستان په لومړي ځل له کومو سیالیو تر ټولو ډېر مالي انعامونه تر لاسه کوي.
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې په نړیوال جام کې له هرې بریا سره کامیابه لوبډله ۴۰ زره ډالره انعام تر لاسه کوي، دې ته په کتو افغان لوبډلې له نړیوال جامه تر دې دمه د نورو شخصي انعامونو او فیسونو تر څنګ ۸۰ زره ډالره جایزې ګټلي.

لومړۍ څلوېښت زره د انګلنډ خلاف او بیا ورپسې د پاکستان خلاف له سترې بریا سره او ممکن مخکې څو نورې جایزې