د فرانسې ټولټاکنو کې د ښي‌اړخو توندلارو برلاسي

د ویډیو تشریح، د فرانسې ټولټاکنو کې د ښي‌اړخو توندلارو برلاسي
د فرانسې ټولټاکنو کې د ښي‌اړخو توندلارو برلاسي

د فرانسې ښي اړخه توندلارو د پارلماني ټاکنو له لومړي پړاو وروسته، د دغه هېواد پر سياست ولکه غوړولې ده.

مارين لوپېن د دغه بري د لمانځنې پر مهال وويل، د ولسمشر مکرونېست ټلواله بشپړه له منځه تللې ده.

د راسېمبلېمان ناسيونال يا ملي ټولېدنې ګوند، د ټاکنو پايلو سر کې رغلی، چې له ۱/۳ ډېرې رایې یې ګټلې دي، ورپسې د کيڼ اړخو ملاتړ کې زياتوالی راغلی، ۲۸ سلنه رایې یې ګټلې دي. د ولسمشر مکرون په مشرۍ د ګوندونو مرکزي ښۍ اړخه ټلواله درېيم ځای ته لوېدلې ده.. د وروستۍ پايلې به يوه بله اوونۍ هم ناراووځي، ځکه د ټاکنو دوهم پړاو یې راتلونکې يکشنبه/اتاور کېږي. له پاريسه پرې د بي بي سي خبريال انډرو هارډېنګ دا راپور رالېږلی دی..