له کندهاره تر مزارشریف: د افغانستان د روغتونونو ګډې ستونزې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په دوو لویو ښارونو کندهار او مزارشریف کې د حوزوي روغتونونو ډاکتران وايي، خپلو ناروغانو ته د لومړنیو روغتیايي چوپړونو وړاندي کولو کې د سرچینو له جدي کمښت سره مخ دي.
د درملو او طبي تجهیزاتو د کمښت یوه بېلګه د افغانستان په کندهار ولایت کې میرویس حوزوي روغتون دی، چې د هلمند یوه اوسېدونکي ملا افتخار خپل نوی زېږیدلی ماشوم، چې په زیړي اخته دی د درملني لپاره ورته راوستی.
افتخار دغه روغتون ته د رسېدو لپاره څو ساعته مزل کړی، چې د زوی د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هیلې ته ځان ورسوي، ځکه د هلمند بست روغتون کې روغتیاپالانو هغه ته ځواب ورکړی و:
" ډاکټرانو راته ویل که تر درې بجو پوري خپل زوی میرویس روغتون ته و نه رسوې له لاسه دي وځي، ځکه بست روغتون کې د درملني اړین طبی تجهیزات نشته "
ملا افتخار د خپل زوی ژوندي پاتې کېدو ته هیله من دی خو وایي په روغتون کې درمل نشته او هر څه باید له بازاره رانیسي:
" ډاکتر راته یو پیچکاري ولیکله چې ما په بازار کې په ۲۳۰۰ افغانیو واخیسته. بیا یې راته بل امپول ولیکه چې ما په ۷۰ افغانیو واخیست. وروسته یې راته وویل چې لږ شیدې راوړه، هغه هم ما واخیستې. "
ملا افتخار وايي، په روغتون کې ګڼ داسی کسان شته، چې د خپلو ناروغانو لپاره د درملو د پېرلو توان نه لري:
" هغه یو سړی زما تر څنګ ناست و، ویل یې د یوې پېچکارۍ د اخیستلو توان نه لرم، که زما زوی مري، هغه د خدای ورکړه ده او خدای به یې بېرته واخلي او هغه ماشوم بله ورځ ومړ."
په دغه روغتون کې یو شمېر روغتیاپالانو، چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، بي بي سي ته وویل، له هغه وروسته چې سره صلیب ددغه روغتون له ملاتړه لاس اخیستی نه یوازي دا چې روغتون د درملو او نورو طبی تجهیزاتو له پراخ کمښت سره مخ شوی، د روغتیایي کارکوونکو معاشونو کې هم د پاموړ لږوالی راغلی دی.
د شمېرو له مخې، هره ورځ د کندهار ښار او ولسوالیو ترڅنګ، د لسو نورو ولایتونو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي دغه روغتون ته د درملنې لپاره ورځي.
ګډې ستونزې

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ستونزه یوازي د کندهار میرویس حوزوي روغتون پوري را لنډه نه ده، د افغانستان په شمال مزارشریف کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون له ورته ننګونو سره مخ دی.
ددغه روغتون یو ډاکټر احمد فرید سراجي وايي، د نړیوالو نادولتي موسساتو د مرستو له بندېدو سره نه یوازي دا چې روغتون د درملو او نور طبی تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی، اصلي ستونزه د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ده، چې د پخوا پرتله د پام وړ لږوالی پکې راغلی او دده په ټکو دا بسنه نه کوي:
" روغتون د امبولانسونو لپاره تېل نه لري، ناروغانو ته په وخت، صحي او منظم خواړه چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ یو، د لابراتوار او ایکسرې برخه کې هم د طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو."
ښاغلی سراجي وايي د بودیجې کمښت پر ناروغانو دروند پیټی دی او نشتوالي یې روغتیایي چوپړونو ته لاسرسی ستونزمن کړی، ځکه نو نوموړی اندېښنه ښيي که ددغه روغتون د مالي، طبي تجهیزاتو او درملو له پلوه ملاتړ و نه شي، نو طبیعي ده چې د ناروغانو لوړ شمېر چې روغتون ته راځي له جدي ننګونې سره به مخ شي.
ایم ایس ایف یا د بې پولي ډاکټرانو ټولنه، چې د مزارشريف له حوزوي روغتون سره د ماشومانو په ځانګړې توګه نويو زېږیدلو ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته کوي، وايي دا یوازیني روغتون دی، چې ددغه ښار ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم ورته راځي.
په مزارشريف کې ددغې ادارې مشر ډاکټر فرانسيس ليو اوکان وايي، دغه روغتون د سرچینو له سخت کمښت سره مخ دی، په ځانګړې توګه نوموړی د ورځنیو عمومي لګښتونو او درملو یادونه کوي:
" روغتون د درملو له لوی کمښت سره مخ دی. په اوس وخت کې، د درملو د برابرولو لپاره هېڅ مرسته کوونکی نه شته. "
نوموړی وایي له ډېرو ناروغانو نه چې دغه روغتون ته د درملني لپاره راځي غوښتل کېږي چې د روغتون په شاوخوا کې له شته درملتونونو څخه درمل وپېري.
ښاغلی فرانسيس ليو اوکان وايي، موږ هره اوونۍ او هره میاشت د هغو ماشومانو د مړینې شاهدان یو، چې روغتون ته د رسېدو پر مهال مري، ځکه دده په ټکو له لېرې پرتو سیمو نه پر وخت روغتون ته نه رسېږي.
د طالبانو حکومت: پر بهرنیو مرستو متکي روغتیایي نظام په میراث راپاتې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په مزارشریف کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس مولوی رحمت الله وايي، د بلخ حوزوي روغتون د نژدې ۹ ولایتونو اوسېدونکو ته خدمات وړاندې کوي، چې دده په ټکو د خلکو غوښتني د شته امکاناتو پرتله زیاتې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د روغتیا یو داسي سکټور له تېر حکومت نه دوی ته په میراث کي پاته شوی، چې په تېرو دوو لسیزو کې پر بهرنیو مرستو ولاړ و.
ښاغلی زمان مني چې په ځینو سیمو کې د درملو او نورو اسانتیاوو ستونزي شته خو دده په خبره دا هر څه لنډ مهاله دي او ژر به حل شي:
" زموږ ځينې روغتونونه يا روغتيايي مرکزونه چې د نړيوالو او کورنيو موسسو له خوا تمويلېږي او بيا يې پروژه پای ته رسېږي او يا هم نوې پروژه پيلېږي د لنډ وخت لپاره هلته د درملو کمښت رامنځته کېږي."
ښاغلی زمان تمه ښيي، چې دغه ستونزي به د کورنۍ بودیجې او نړیوالو ملاتړ کوونکو ادارو په قانع کولو سره بېرته هوارې او خلکو ته به پر وخت او معیاري روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي.
د افغانستان په روغتیایي سکټور کې دغه ستونزې پر داسي مهال راڅرګندېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان یو میاشت وړاندي اندېښنه ښوولې وه چې دغه سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو لپاره د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د ۲۹۴ میلیونو ډالرو د بودیجې له کمښټ سره مخ دی.











