یوه پاکستانۍ په لومړي ځل د ښکلا نړیوالو سیالیو کې تر وروستي پړاوه رسېدلې

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

ایریکا رابن په پاکستان او نوره نړۍ کې د ښځو د مساوي حقونو او زدکړو ملاتړي ده او د دې لپاره وخت نا وخت غږ پورته کوي.

په دې برخه کې د مبارزې تر څنګ ۲۵ کلنه ایرکا رابن له سندرو او سفر سره هم مینه لري.

نوموړې د سږ کال مېس یونیورس د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې له ۹۰ نورو ښکلو ښځو سره په سیالۍ ده چې نن د نومبر په ۱۸مه یې وروستۍ پړاو دی.

نوموړې د ښکلا ملکې لقب ګټلو لپاره رنګا رنګ کالي او ډیزاینونه غوره کړي او له وروستي پړاوه مخکې سیالۍ کې ایریکا رابن په نقره يي سپینو کالیو کې د درېځ په مخ راښکاره شوې وه.

ایریکا رابن لومړۍ پاکستانۍ ده چې د امریکا په اېلسواډور کې د 'مېس یونیورسٰ په سیالیو کې د پاکستان استازولي کوي.

ښځې

د عکس سرچینه، ERICAROBIN_OFFICIAL

په دې سیالیو کې د ایریکا کالیو ته د "اول نمبر کالیو" نوم ورکړل شوی چې اوس یې ایریکا رابن خپله پيژندګلوي ګڼي.

نوموړې لیکلې “اول نمبر کالي زما په ژوند کې ‌ډېر اهمیت لري، زه د خپل هېواد له هغو لږکیو یم چې د پاکستان بیرغ کې یې سپین رنګ نمایندګي کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د ایریکا په وینا "زه لومړۍ مېس یونیورس پاکستانۍ یم چې دې ځای ته رسیدلې یم، د خپلې ټولنې استازولي زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی."

د ښکلا په سیالیو کې د پاکستان په استازولۍ ویاړم

ښځې

د عکس سرچینه، Puteri

ایریکا رابن په پاکستان کې د عیسوي مذهبه لږکیو له ټولنې ده او لومړۍ داسې پاکستانۍ مېرمن ده چې د مېس یونیورس په سیالیو کې ګډون کوي.

نوموړي وايي په دې ډېره خوشحاله ده او ویاړي چې د پاکستان د مېس یونیورس نه ورته ویل کېږي.

اغلي رابن د خپل انسټګرام په یوه پوسټ کې لیکلي 'کله چې زه کوچنۍ وم، تل به مې د مېس یونیورس پروګرام کاته او فکر به مې کاوه چې پاکستان له دومره ښکلا سره ولې په دې سیالیو کې استازي نه لري خو ما له زړه په دې باور درلود چې هیڅ کار نا ممکن نه دی.'

هغې وړاندې لیکلي "اوس چې زه د پاکستان مېس یونیورس یم، نو په دې باوري یم چې ځينې خوبونه په حقیقت کې رښتیا کیږي."

ایریکا رابن وايي 'په امریکا کې د روانو ۲۰۲۳م کال مېس یونیورس سیالیو کې له ګډونه ور ها خوا د پاکستان د فرهنګ او کلتور د وړاندې کولو بشپړه هڅه کوم."

مېس یونیورس په اړه څومره پوهېږئ؟

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

دا د امریکا او تایلنډ په مرسته د مېس یونیورس ادارې په مرسته چلېدونکې نړیوالې سیالۍ دي چې هر کال تر سره کېږي.

مېس یونیورس د نړۍ د ښکلا له څلورو مخکښو سیالیو بلل کېږي.

مېس ورلډ، مېس انټرنشنل، مېس اېرت او مېس یونیورس د نړۍ د ښکلا پېژندل شوې مشهورې سیالۍ دي چې هر کال په بېلابېل ډول تر سره کېږي.