اسرائیل د فلسطیني دولت د جوړېدو مخنیوي لپاره څه کوي؟

بېزلېل سموټرېچ

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو امنيتي کابينې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۱۹ نويو مېشت ځايونو پېژندل په داسې حال کې تصويب کړي چې حکومت د مېشتځايونو د پراخولو هڅو ته دوام ورکوي.

د اسرائيلو کابينه کې افراطي ښي اړخي د ماليې وزیر بېزاليل سموټرېچ چې د دفاع له وزير اسرائیل کاتز سره يو ځای دا وړانديز کړی ويلي چې دا پرېکړه د فلسطيني دولت د جوړېدو د مخنيوي لپاره شوې ده.

په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو مېشتځايونه د نړيوال قانون له مخې ناقانونه ګڼل کېږي.

سعودي عربستان دا ګام غندلی دی. د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش ويلي چې د اسرائيلو له خوا د مېشتځايونو "بې درېغه" پراختيا کړکېچونه زياتوي، د فلسطينیانو ځمکو ته لاسرسی محدودوي او د يوه خپلواک فلسطيني دولت شونتيا له ګواښ سره مخامخ کوي.

له هغه راهيسې چې د ۲۰۲۳ کال په اوکټوبر کې په غزه کې جګړه پيل شوې، په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې هم تاوتریخوالی زيات شوی دی او د مېشتځايونو له پراختيا سره دا وېره نوره هم زياته شوې چې ښايي دا د اسرائيلو اشغال لا ټينګ او د دوو دولتونو حل کمزوری کړي.

د دوو دولتونو حللارې مطلب دا دی چې په لوېديځه غاړه او د غزې په تړانګه کې به د هغو کرښو پر بنسټ چې د ۱۹۶۷ کال د عربو او اسرائيلو له جګړې مخکې وې، یو فلسطينی دولت جوړېږي چې پلازمېنه به یې ختيځ بيت المقدس وي.

په ۲۰۲۲ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د اسرائيلو اوسني حکومت د نويو مېشتځايونو د تصويب کچه په څرګنده توګه لوړه کړې او د ناقانونه پوستو د قانوني کولو بهير یې پيل کړی چې دوی یې د شته مېشځايونو د "ګاونډ" په توګه بولي.

د سموټرېچ په وینا، له وروستۍ پرېکړې سره په تېرو دريو کلونو کې د نويو مېشتځايونو شمېر ۶۹ ته رسېږي.

د اسرائیلو له خوا د نويو مېشتځايونو دا اعلان وروسته له هغه راځي چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو وويل چې د مېشځايونو پراختيا له ۲۰۱۷ کال راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په نويو مېشځايونو کې دوه هغه هم شامل دي چې نژدې شل کاله مخکې نړول شوي وو.

د روان کال په مې مياشت کې اسرائيلو په اشغال شوې لوېدیځه اړه کې ۲۲ نوي مېشتځايونه تصويب کړل چې دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو ستر پراخوالی بلل شوی و.

د اسرائيلو حکومت په اګست مياشت کې هم داسې پلانونه تصويب کړل چې د بيت المقدس او د معالی ادوميم د مېشتځای تر منځ د اي ۱ پروژې په چوکاټ کې تر دری زره ډېر کورونه جوړ کړي. دا پروژه د سخت نړيوال مخالفت له کبله وځنډول شوه.

سموټرېچ هغه مهال ويلي وو، چې دا پلان به د "فلسطيني دولت مفکوره تر خاورو لاندې کړي".

د اسرائیلو د مېشځايونو پر ضد د اوس سولې (پيس نو) ډلې په وینا، شاوخوا ۷۰۰ زره مېشت شوي اسرائیلي وګړي د لوېديځې غاړې او ختیځ بیت المقدس په نژدې ۱۶۰ مېشتځايونو کې ژوند کوي. همدا هغه ځمکه ده چې فلسطينیان یې د راتلونکي خپلواک دولت لپاره غواړي.

د مېشځايونو پراختيا عربي هېوادونه په غوسه کړي او تل یې ویلي چې دا کار د دوو دولتونو د حللارې شونتيا کمزورې کوي.

دې کار دا اندېښنې هم زياتې کړې چې ښايي اشغال شوې لوېديځه غاړه اسرائیل له ځانه سره يو ځای يا ضم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسرائیلو ته د داسې ګام په اړه خبرداری ورکړی او ټايم مجلې سره په خبرو کې یې ويلي وو چې که دا کار وشي، اسرائیل به د امریکا ټول ملاتړ له لاسه ورکړي.

په سپټمبر کې د بریتانيا، اسټراليا او کاناډا په ګډون يو شمېر هېوادونو فلسطينی دولت په رسمیت وپېژاند. که څه هم دا سمبولیک و خو د حکومتونو په تګلارو کې ورته د يوه مهم بدلون په سترګه کتل کېږي.

اسرائیلو د دې ګام مخالفت وکړ او د اسرائیلو لومړي وزير بنیامين نتنياهو وويل چې فلسطينی دولت به هېڅکله "جوړ نشي".