ولې په هالنډ کې د فرهاد دریا کانسرټ لانجمن شو؟

د افغانستان نامتو سندرغاړی فرهاد دریا

د عکس سرچینه، Farhad Darya/Facebook

د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا په هالنډ کې د تېرې اونۍ د کانسټر پر مهال د خپلو یو مینه‌وال د ایستلو په غبرګون کې دا تور رد کړی چې ګواکې هغه د طالبانو د حکومت پر ضد د نیوکو مخه نیولې ده.

ښاغلي دریا د انسټګرام په یوه ژوندۍ خپرونه کې د دې موضوع په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل: "دا پېښه داسې روایت شوه لکه زه چې د یوې ترهګرې ډلې پلوی یم. دا [برداشت] ډېر ناسم، د نه منلو وړ او غیرمنطقي دی. ما هېڅکله، په هېڅ وخت او په هېڅ ډول له تاوتریخوالي او ترهګرۍ ملاتړ نه دی کړی".

دا موضوع هغه مهال راپورته شوه چې په یاد کانسرټ کې ویډیوبلاګر او د فرهاد دریا یو له مینه‌والو نصرت پارسا د ښاغلي دریا له خوا د یوې تحفې د ترلاسه کولو لپاره دریځ ته وبلل شو؛ هغه بلنه چې د همدې سندرغاړي په وینا، له مخکې همغږي شوې وه.

ښاغلي پارسا د فرهاد دریا د ستاینې تر څنګ، په داسې حال کې چې مایکروفون یې په لاس کې و، خلکو ته مخ واړاوه او ویې ویل: "هیله لرم راتلونکی کال دا کانسرټ په کابل کې او د طالبانو د امر بالمعروف په وزارت کې ترسره شي."

په خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دې خبرو پر مهال فرهاد دریا له پرله‌پسې غوښتنو او هڅو وروسته مایکروفون د خپل مینه‌وال له لاسه اخلي او په داسې حال کې چې د کنسرت امنیتي ساتونکي نصرت پارسا په زور له تالاره باسي، فرهاد دریا حاضرینو ته وایي چې هغه پېژني، ورسره مینه لري او څرګندوي چې هغه "بد نیت نه درلود".

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Instagram پای

د دې پروګرام د ویډیوګانو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې د موسیقۍ، سیاست او د یو هنرمند د ټولنیز مسوولیت تر منځ د پولې په اړه پراخ بحثونه راپارولي دي.

یو شمېر کاروونکو په دې کنسرت کې د نصرت پارسا پر چلن نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په داسې پروګرام کې چې د خوښۍ او خوشالۍ لپاره جوړ شوی و، باید ګډوډي نه وای رامنځته شوې. خو ځینو نورو بیا د ښاغلي پارسا د خبرو پر وړاندې د فرهاد دریا د غبرګون پر ډول نیوکې کړې دي.

موافقین او مخالفین څه وایي؟

زرمیـنه پریاني، چې په جرمني کې مېشته او د ښځو د حقونو فعاله ده، پر اېکس ولیکل په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر هنرمندان د موسیقۍ له سټېجونو د "ازادۍ د ملاتړ" لپاره کار اخلي، د فرهاد دریا په کانسرټ کې د هغې په وینا، حتا د "طالب" نوم اخیستل هم د زغملو وړ نه ګڼل کېږي.

خبریال یونس نګاه هم پر فېسبوک په یوه یادښت کې لیکلي: "ولې دا خبره د فرهاد دریا په کانسرټ کې تابو ده چې یوه ورځ د هغه کنسرت په داسې تالار کې ترسره شي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له هغه ځایه د ازادۍ او سندرو پر ضد امرونه صادرېږي؟… ایا سندره څه ځانګړنه لري چې باید حتماً د خلکو له ژوند څخه جلا وساتل شي او هلته حتا د طالبانو د استبدادي نظام د پای ته رسېدو هیله او د افغانستان تالارونو ته د سندرو د بېرته ستنېدو ارمان هم مطرح نه شي؟"

نصرت پارسا، چې د ښاغلي دریا مینه واله ده، د سندرغاړي او امنیتي ساتونکي لخوا محاصره شوې ده.

د عکس سرچینه، Nusratullah Parsa/Facebook

د عکس تشریح، په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې نصرت پارسا د خپلو خپلو له امله په زور له تالاره ایستل شوی دی.

له بلې خوا، یو شمېر هنرمندانو او کلتوري فعالانو د فرهاد دریا ملاتړ کړی دی. هغوی ټینګار کړی چې کنسرت تر هر څه مخکې د موسیقۍ فضا ده؛ داسې ځای چې د هغوی په وینا، اورېدونکی د ټکټ په اخېستلو غواړي له ورځنیو فشارونو او د سیاست له ټپونو لږ واټن واخلي، نه دا چې یو ځل بیا ورسره مخ شي.

افغان سندرغاړي تواب آرش لیکلي: "خلک د کنسرت ټکټ اخلي چې د ستړیا، غم، کډوالۍ او د وخت له ګډوډیو څخه یوه شېبه لرې شي؛ نه د شعار اورېدو لپاره، نه د سیاسي حساب‌کتاب لپاره او نه د جنجال لپاره."

خبریال سنجر سهیل هم د فرهاد دریا پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه لیکلي چې پر داسې هنرمند د "طالب" ټاپه لګول، چې نژدې پنځه لسیزې یې د موسیقۍ له لارې د "خوښۍ د تحریم" پر وړاندې مبارزه کړې، عادلانه نه دي. د هغه په باور، د فرهاد دریا هنري کارنامه پخپله د دغو تورونو روښانه ځواب دی.

ښاغلي دریا د خپلې ژوندۍ انسټګرامي وینا په دوام کې بیا ټینګار وکړ چې هغه له کلونو راهیسې د خپلې موسیقۍ له لارې د "ترور او وېرې" پر وړاندې ولاړ دی او د "یوې ترهګرې ډلې لپاره د لابي‌ګرۍ" تورونه پر ځان او د افغانستان پر نورو هنرمندانو ناسمې ټاپې بولي؛ هغه هنرمندان چې د ده په وینا، د موسیقۍ او خوښۍ ترڅنګ د درېدو بیه یې په بې‌کورۍ، د سازونو په ماتېدو او د تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو په زغملو پرې کړې ده.

"زما خبرو سیاسي ماهیت نه درلود"

یو شمېر کاروونکو ښاغلی پارسا پر دې تورن کړ چې "د موسیقۍ پروګرام یې سیاسي کړ" او د "شهرت د ترلاسه کولو لپاره یې مجازي غوغا جوړه کړه".

خو نصرت پارسا له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې دا نیوکې رد کړې او ویې ویل چې سټېج ته د هغه ورتګ له مخکې د پروګرام له تنظیموونکو سره همغږی شوی و. هغه ټینګار وکړ چې خبرې یې سیاسي ماهیت نه درلود او دا یې "یوه انساني غوښتنه" وبلله.

هغه د رامنځته شوې پېښې په اړه وویل: "کله چې ښاغلي دریا د افغانستان د بدلون او د دې هېواد لپاره د انساني هیلو په اړه خبرې وکړې، خلکو یې هرکلی وکړ. ما هم هماغه غوښتنې مطرح کړې، خو هغه مهال چې مې د امر بالمعروف وزارت نوم واخیست، ښاغلی دریا نارامه شو. کله چې هغه زما لوري ته راغی، نور کسان هم راوپارېدل او هڅه یې وکړه مایکروفون واخلي."

نوموړي همدارنګه وویل چې د کانسرټ د تالار مسؤلینو ژمنه کړې چې دا پېښه به وڅېړي.