افغانستان ته د امریکا مرستې: سیګار کومې پنځه مهمې پېښې افشا کړې؟

د کانګرس د څار او پلټنې کمېټه کې جان سوپکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کانګرس د څار او پلټنې کمېټه کې جان سوپکو پوښتنې ځوابوي.
    • Author, د بي بي سي حقیقت موندنې څانګه

د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکايي بنسټ 'سیګار' د خپل کار له پای ته رسېدو دمخه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي مالیه ورکوونکو د میلیاردونو ډالرو د ضایع کېدو په اړه راپورونه ورکړي دي.

سیګار وايي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت له پرځېدو سره سره، متحده ایالتونه د څو کلونو لپاره د دې هېواد ترټولو لوی مالي ملاتړی پاتې شو او له هغه وخت راهیسې یې له افغانستان سره له ۳.۴۷ میلیارد ډالرو ډیرې بشري او پرمختیایي مرستې کړې دي.

د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې دویمې دورې له پیل وروسته، ډونلډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د دغه هېواد ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې. خو سیګار وايي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې امریکا د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې له افغانستان سره نږدې ۱۲۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ځینې هغه شمېرې په زړه پورې دي چې سیګار په خپل وروستي رپوټ کې خپرې کړې دي.

په هغوی کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، امریکايي ادارو د افغانانو د ایستلو او په متحده ایالتونو کې یې د مېشتولو لپاره ۱۴.۲ میلیارد ډالر لګولي دي.

رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د دوو لسیزو په اوږدو کې د امریکا د مالیه ورکوونکو ۷.۳ میلیارد ډالر په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په ناکامو پروګرامونو کې ضایع شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پیسې چیرته ولګول شوې؟. ۲۰۰۲ - ۲۰۲۵. .

۱. "د طالبانو انجوګانې" د امریکا په مرستو کې لاس وهنه

د سیګار رپوټ کې "د ۲۰۲۳ کال د لوړ خطر نوملړ" په نوم سرلیک کې راغلي چې یوازې د ۲۰۲۳ کال په درېیو میاشتو کې، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په چارو کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې ۴۹۴ پېښې ثبت شوې دي.

د سیګار په هغه رپوټ کې زیاته شوې چې طالبان پر مرستندویه ادارو فشار راوړي چې د خپلو ځايي کارکوونکو اړوند معلومات یې ترلاسه کړي او دا ادارې په دې هکله ځانګړې اندېښنه لري.

د سیګار په رپوټ کې د هغوی په وینا "با خبرو کسانو" له خولې ویل شوي چې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت په منظم ډول "ځینې نادولتي موسسې د نورو په ګټه" بې واکه کړې اوله ځانګړو ډلو یې مرستې ستنې کړې دي.

سیګار د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د غوښتنې په ځواب کې د طالبانو له خوا د متحده ایالتونو مرستو کې د لاسوهنې په اړه د پلټنې څو رپوټونه خپاره کړل.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې له نړیوالو سازمانونو د دې ډاډ ترلاسه کولو ژمنه واخیسته چې د امریکا مرستې به د طالبانو حکومت ته نه رسېږي.

خو سیګار د ۲۰۲۵ کال د جولای په یوه رپوټ کې وویل، "داسې شواهد شته چې طالبان په سیستماتیک ډول د خپلې خوښې نادولتي سازمانونو ته بودیجه لېږدوي."

د سیګار په دغه رپوټ کې د متحده ایالتونو د سولې انسټیټیوټ په حواله راغلي چې " د طالبانو [دولتي چارواکو] خپل کسان هڅولي چې د مدني ټولنې بنسټونه او له دوی سره همغږي یا ان د دوی له مخامخ ملاتړ برخمن خصوصي سازمانونه رامنځته کړي."

د طالبانو حکومت ویاندانو هغه وخت د دې موضوع په اړه د سیګار رپوټونه رد کړل.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل: "حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې اسلامي امارت ته یوه پیسه (غیران) هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانانو میلیاردونه ډالر یې هم غصب او کنګل کړي دي."

خو سیګار وايي، د امریکا مرسته شویو پیسو د افغانستان اقتصاد ته نسبي ټیکاو ورکړی او له دې نظره د طالبانو حکومت ته هم ګټه رسېدلې ده.

۲. اشرف غني د سیګار۵۰ پوښتنو ته ځوابونه ورنه کړل

د جمهوریت له پرځېدو کال مخکې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جمهوریت له پرځېدو کال مخکې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې د وینا پر وخت.

د سیګار یو رپوټ هم د جمهوري ریاست د پرځېدو په ورځ یعنی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د پیسو د وړلو د تور پلټل دي.

سیګار د "له افغانستان د پیسو غلا: د ولسمشر غني او پخوانیو لوړ پوړو افغان چارواکو په اړه د تورونو ارزونه" په نوم خپل رپوټ د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې خپور کړ.

سیګار په دغه رپوټ کې د پخواني افغان ولسمشر له خوا د میلیونونو ډالرو د غلا د هو یا نه د پلټنو په اړه لیکلي چې ښاغلي غني د خپل وکیل له لارې د دې امریکایي ادارې له ۵۶ پوښتنو یوازې ۶ ته ځوابونه ورکړل. د پوښتنو او ځوابونو متن په دې رپوټ کې ځای شوی دی.

سیګار وايي ټولو هغو عیني شاهدانو چې دې ادارې ورسره خبرې کړې دي، دا تایید کړه چې ښاغلي غني ډېر سامان یا وسیلې له ځان سره چورلکې ته نه دي وړې.

د اګست د ۱۵مې د پېښې په اړه رپوټ وايي: "سیګار له داسې شکمنې پېښې هم خبر شو چې پکې شاوخوا ۵ میلیونه ډالر نغدې پیسې په تصادفي ډول ارګ کې پاتې شوې وې. د دې پیسو یوه برخه یا ټولې ممکن د ولسمشر غني یا د متحده عربي اماراتو د حکومت ملکیت وي.

داسې ښکاري چې د چورلکو له الوتنې وروسته او ارګ ته د طالبانو له ننوتلو مخکې د ولسمشرۍ ګارډانو دا پیسې پوره یا یوه برخه یې سره ویشلې وي."

ښاغلي غني څو اوونۍ وروسته دا تور رد کړ. هغه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې د یوې خپلواکې نړیوالې ادارې یا ملګرو ملتونو له خوا د دې موضوع په اړه له هر ډول پلټنو سره همکارۍ ته تیار دی.

۳. د امریکا خزانې وزارت پر رحمانیانو بندیز ولګاوه

اجمل رحمانی او میررحمان رحمانی

د عکس سرچینه، Getty Images -SM

د عکس تشریح، د جمهوریت له پرځېدو مخکې اجمل رحماني د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د هغه پلار میر رحمان رحماني هم د دې جرګې مشر و.

د جمهوریت له پرځېدو مخکې اجمل رحماني د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د هغه پلار میر رحمان رحماني هم د دې جرګې مشر و.

سیګاروايي، د راټولو شویو معلوماتو په پایله کې د امریکا خزانې وزارت د پخواني افغان دولت دغه دوه مهم چارواکي په مختلفو هېوادنو کې د فساد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر په ۱۱مه، د افغان ولسي جرګې پر پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني"بهر کې د پراخ فساد" او په ټوله نړۍ کې د ۴۴ اړوندو شرکتونو د فساد له امله بندیزونه ولګول.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بندیزونو په ځواب کې هغه وخت رحمانیانو په یوه بیان کې وویل: "موږ د فساد تورونه په کلکه ردوو."

سیګار وايي چې د دغو کلونو په اوږدو کې د دوی پلټنې په متحده ایالتونو او افغانستان کې د ۱۷۱ جرمي محکومیتونو، د ۱۴۱ قراردادیانو د ځنډېدو او ۵۸۲ قراردادیانو د منع کېدو سبب شوې دي. همدارنګه د سیګار افسرانو هم ۱۰۷۶ اشخاص او ادارې د تعلیق یا بندیز لپاره معرفي کړې دي.

د سیګار د ټولیزې ارزونې له مخې، متحده ایالتونو له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره نږدې ۱۴۴.۷ میلیارد ډالر ځانګړي کړي او دې ادارې په افغانستان کې له ۲۶ تر ۲۹ میلیارد ډالرو پورې د اسراف او فساد پلټنه کړې ده.

د امریکا کانګرس په افغانستان کې د دغه هېواد د حکومت د پیسو" د اسراف، درغلۍ او ناوړه ګټه اخیستنې" د پیژندلو او مخنیوي لپاره دا اداره جوړه کړه.

سیګار مخکې ویلي وو چې د خپلو پلټنو پر بنسټ اټکل کوي چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۹ پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پیسو"نږدې۳۰ سلنه" برخه "ضایع شوې، درغلي پکې شوې یا ناوړه ګټه ترې اخیستل" شوې ده.

۴. "خیالي سرتېري او پولیس د جمهوریت د پرځېدو لامل و"

سیګار په ۲۰۲۱م کال کې د افغان دولت او امنیتي ځواکونو د چټک پرځېدو په اړه دوه مهم رپوټونه خپاره کړي دي، سره له دې چې امریکا د ۲۰ کلونو په اوږدو کې دغو ځواکونو ته ۹۰ میلیارد ډالر په دې هیله ځانګړي کړي وو، چې د دوی تر وتلو وروسته به د مخالفانو مقابل کې پښې ټینګې کړي.

لومړی رپوټ په ۲۰۲۲ کې خپور شو او سرلیک یې دی "ولې افغان دولت وپرځېد". دویم رپوټ په۲۰۲۳ کې خپور شو او سرلیک یې و "ولې افغان امنیتي ځواکونه وپرځېدل".

سیګار وايي، د "خیالي سرتېرو او پولیسو" له امله د افغان پوځ د وړتیا په اړه د امریکایي چارواکو نظر واقعیت نه درلود.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د افغان حکومت له پرځېدو یوازې شپږ ورځې مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۹مه وویل: "زه شواهد لرم چې [افغان امنیتي ځواکونه] له درې سوه زرو ډېر سرتېري او پولیس لري." تر دې مخکې جو بایډن هم د درې سوه زره افغان سرتېرو او اردو د وړتیاوو په اړه خبرې کړې وې.

سیګار د افغانستان د هغه وخت واقعیتونو ته په کتو دا شمېرې د پوښتنې وړ ګڼي.

د بېلګې په توګه " د حکومت له پرځېدو یوه ورځ مخکې او د اګسټ پر ۱۴مه شاوخوا یو لک ۱۳ زره پولیس د معاشونو په سیسټم کې ثبت شوي وو او ۹۳.۵٪ په کې حاضر رپوټ شوي وو، دې ته په پام چې طالبانو نږدې ټول هېواد نیولی و، نو دا ډېرې خیالي شمېرې وې."

سیګار د خالد پاینده یوه مرکه نکل کوي چې د مالیې د سرپرست وزیر په توګه تر استعفا وروسته یې کړې ده. هغه په دې مرکه کې ویلي: "موږ هیڅکله هم تر درې سوه زرو پولیس او اردو نه درلوده. دا ټول دروغ وو."

دغه مهال ښاغلي پاینده د حکومت د پرځېدو ورځو کې د دې شمېر هیښناکه اندازه اټکلوي: " خورا غوره حالت کې ښایي له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو وو او پاتې نور ټول خیالي وو." نورو سرچینو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

له سیګار سره مرکو کې د افغانستان د چارو اړوند ډیر امریکایی چارواکي پر دې باور دي چې د افغان حکومت له پرځېدو کلونه مخکې هم د متحده ایالتونو هڅې "ناکام" وې.

ویلیم ووډ چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ په افغانستان کې د متحده ایالتونو سفیر و، وایي: "ان په هغو لومړیو ورځو کې ما احساسوله چې موږ ځانونه تېرباسو"

د متحده ایالتونو د لوی درستیزانو د ستراتیژۍ پخوانی سلاکار کارټر مالکیسیان وايي: "زما احساس دا و چې تر ۲۰۱۲ پورې هم تقریبا هیچا باور نه درلود چې وسله وال مخالفت ماتېدلی شي یا به موږ له افغانستان په داسې حالت کې ووځو چې حکومت به بشپړ کنټرول ولري."

۵. سیګار وایي، د افغان پوځ د ۱۰۰ بلک هاک الوتکو د پېرودلو مخه یې ونیوله

د ۲۰۲۱ کال د مې پر شپږمه د کندهار په شاولیکوټ کې د بلک هاک چورلکې الوتنه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ کال د مې پر شپږمه د کندهار په شاولیکوټ کې د بلک هاک چورلکې الوتنه.

سیګار وايي د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې یې رپوټ تر لاسه کړ چې د افغان هوايي ځواک د عصري کولو لپاره د ۱۵۹ UH-60 بلک هاک چورلکو د اخیستلو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت هڅې په ټپه درېدلې دي.

په هغه وخت کې د دې چورلکو د پیرودلو او ساتنې اټکل شوی لګښت او همدارنګه د پیلوټانو او الوت تخنیکي پرسونل روزنه او ساتنې لګښت له ۵.۸ تر ۷ میلیارد ډالرو اټکل شوی و.

سیګار رپوټ ورکړ چې د افغانستان هوايي ځواک به د ټولو ۱۵۹ چورلکو د چلولو توان ونه لري.

په همدې دلیل یې سپارښتنه وکړه چې د دفاع وزارت دې بیا کتنه وکړي چې ایا په رښتیا د ټول شمېر چورلکو پیرودلو ته اړتیا شته که نه.

په دفاعي چارو کې د مشرانو جرګې د بودیجې د تخصیص څانګیزې کمیټې د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د بلک هاک چورلکو لپاره د بودیجې د کمولو سپارښتنه وکړه او له دفاع وزیر یې وغوښتل چې په ۲۰۲۰ مالي کال کې د دې چورلکو اخیستل وځنډوي.

دې ګام د امریکا د دفاع وزارت وهڅاوه چې د بلک هاک شمېر له ۱۵۹ تر۵۳ ته کم کړي.

د سیګار رپوټ وايي د ۲۰۲۱ کال د جولای تر۳۱ بیا ځل واک ته د طالبانو له رسېدو نږدې دوه اوونۍ مخکې، د امریکا د دفاع وزارت رپوټونه ښيي چې د افغانستان هوايي ځواک ۱۶۲ امریکایي الوتکې درلودې، چې ۱۳۱ پکې د کارېدو وې.

سیګار وایي متحده ایالتونو په افغانستان کې د ملکي زیربناوو پر جوړولو ۷.۴ میلیارد ډالر ولګول، خو د سیګار ساحوي ارزونې ښيي چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ۹۰ ملکي زیربناوو له ډلې ۶۱ یې رغول شوې او ساتل شوې او هم د ځینو د کارېدو ډول بدل شوی دی.

که څه هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا له افغانستانه د امریکایي وسلو د ایستلو خبرې کوي، خو د سیګار پخوانی مشر جان سوپکو دا ډول هڅې به بې مانا بولي او زیاتوي چې" لګښت به یې تر ارزښت ډېر وي."