د تایلنډ ۱۰۳ کلن لوبغاړي ۵ کلونو کې ۵۹ مډالونه ګټلي

د ویډیو تشریح، د تایلنډ ۱۰۳ کلن لوبغاړي ۵ کلونو کې ۵۹ مډالونه ګټلي
د تایلنډ ۱۰۳ کلن لوبغاړي ۵ کلونو کې ۵۹ مډالونه ګټلي

سوانګ جانپرام ۱۰۳ کلن دی. هغه یوازې هغه مهال لوبې پیل کړې چې ۹۷ کلن و او یو نژدې ملګری یې ناروغ او بستر شو. اوس هغه یو اتل دی او په منظم ډول په نړیوالو سیالیو کې مډالونه ګټي. هغه په وروستیو کې د اسیا د ماسټرز اتلولیو کې څلور د سرو زرو مډالونه وګټل.