"د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي مېکروبونه به تر ۲۰۵۰ کاله د سرطان پرتله ډېر کسان مړه کړي"

د بریتانیا په وېلز کې یوه ښځه چې نږدې هره دویمه میاشت د انتي بیوتیک کارولو ته اړتیا لري، وايي، په بدن کې یې د انتي بیوتیکو پر وړاندې د مېکروبونو ډېرېدونکی مقاومت "د خپګان" او "نهیلۍ" لامل شوی.
سیان جونز ځکه په زغرده د خپلې تجربې په اړه غږېدلې چې نور خلک فکر ونه کړي چې یوازې دوی له دا ډول ستونزې سره مخ دي او به دې اړه له غږېدو ډډه وکړي.
جونز وايي، ډېر خلک دې ستونزې ته د یوې 'تابو' به سترګه ګوري او په اړه یې نه غږېږي.
کارپوهان وړاندوینه کوي، چې که په دې برخه کې جدي اقدامات و نه شي، تر ۲۰۵۰ کاله به د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي مېکروبونه د سرطان پرتله ډېر کسان مړه کوي.
۷۱ کلنه سیام له ۱۸ کلنۍ د ادرار له لارې مېکروبي انتانات (UTIs) لري.
هغه وايي: "زه دې مېکروبونو ناروغه کړې یم، ډېر درد لري او نارامه کوي مې. دا دردونه د دې لامل کېږي چې خوی مې بدل شي."
سیام وايي، دې حالت یې پر ورځني ژوند ژور منفي اغېز کړی، کله دې ته اړه کېږي چې خپلې ځینې پروګرامونه لغوه کړي او په کور پاتې شي.
"کله چې مې دنده کوله د ناروغۍ رخصتي مې لرله، ځکه چې کار به مې نه شو کولی. له دې حالت سره ځان نهیلی احساسوم او هېڅ هم نه شم کولی."
هغه وايي هڅه کوي چې خپله روغتیا ښه کړي او د ویټامینونو او د سرې بېرې جوس په خوړلو سره خپل روغتیايي وضعیت ښه وساتي، خو بیا هم وخت نا وخت درملو ته اړتیا پیدا کوي.

سیام وايي ډېری وخت ډاکټرانو ته ورځي او نوره نسخه ترې اخلي چې انتي بیوتیک اغېزناک نه دي.
"دا ډېر ستومانوونکي دي، باید ډاکټر ته ورشئ، هغوی نور انتي بیوتیک درکوي دا واقعا مونږ ښځو لپاره چې پر دې ستونزې اخته دي د زندان په څېر دی."
هغې په طبي څېړنو کې برخه اخیستې، ځکه چې غواړي خپلې تجربې شریکې کړي او نور له دې کړاوه وساتي.
د نوموړې په خبره: "ښه ده د هغو موضوعاتو په اړه چې تابو او ننګ ګڼل کېږي خبرې وشي."
د بریتانیا وېلز حکومت تېره اوونۍ د یو ملي اقدام په لړ کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۹ کالونو لپاره د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي مېکروبونو لپاره خپل پلان خپور کړ.
دا هڅه په دې موخه ده چې تر ۲۰۴۰ کاله پورې د دې مېکروبونو مقاومت راکم کړي.
دا اداره وايي، هغه راتلونکی چې انتي بیوتېک او مایکروبیول پکې اغېزمن نه وي، په دې مانا ده چې عادي جراحي عملیات به خورا خطرناک او کیموتراپي به ګواښوونکي وي."
ډاکټران وايي، که په دې برخه کې پر وخت اقدام و نه شي له کورونا وبا ډېر خطرناک کیدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کورونا وبا ټوله نړۍ کې اووه میلیونه کسان مړه کړل، زمونږ وړاندوینه دا ده چې، په کال کې به لس میلیونه کسان د انتي د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکو مېکروبونو له امله مړه شي.

د عکس سرچینه، AILEEN BRYSON
ایلین برایسون فارمسېسته او د (انتي بیوتیک ریسرچ یو کی) خیریه بنسټ غړې ده وايي، د طبي څېړنو دې خیریه بنسټ لس کاله وړاندې فعالیت پیل کړی، خو د ناروغانو ملاتړ او دوی سره مرسته څلورو کالو کې ډېره شوې، ځکه چې ګڼ شمېر خلک د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکو مېکروبونو سره مخ دي.
هغه وايي: "مقاومت لرونکي مېکروبونه د خلکو پر ژوند اغېز لرلی شي، خلک د خپل ژوند د لنډېدو په اړه غږېږي او دا چې دې ناروغۍ یې پر ټولې کورنۍ څومره اغېر کړی."
نوموړې وايي، څو چې خلکو سره مرسته کېږي او ملاتړ یې کېږي ډېر نهیلي وي.
"مونږ ته داسې خلک هم راغلي چې وايي دا ډول ژوند په ژوند کولو نه ارزي. مونږ ډېر کله دا ډول خبرې اورو، دوی بشپړ نهیلي شوي وي."
آغلې برایسون وايي، که څوک داسې کس ولري چې د خپل وضعیت په اړه وروسره خبرې وکړي او هغوی یې درک کړي دا "ډېره مهمه" ده.
"مونږ جادویي درملنه نه لرو، خو کولی شو د دې موضوعاتو په اړه ورسره خبرې وکړو، دا موضوعات درک کړو او هغوی سره مرسته وکړ."

وېلز کې د روغتیا او پاملرنې څېړنو پروفیسره ډاکټره انګراد ډېوېس ویلي، د درملو پر وړاندې مقاوم مېکروبونه د عامې روغتیا یوه لویه ستونزه ده.
هغه وايي: "د روغتیا ټول پوهان په دې باور دي چې د ای اېم آر مکروبونه چې د مړینې خطر پکې ډېر دی د سرطان پرتله ډېر خلک مړه کړي او دا واقعا یوه لویه مسله ده."
ای اېم آر د مکروبونو هغه مرحله ده چې درمل پرې اغېز نه کوي او د مړیني خطر پکې خورا ډېر وي.
نوموړې په هغه ډله کې کار کوي چې مالومه کړي څنګه د باکتریاوو د مخنیوي لپاره د انتي بیوتیکو کارول راکم کړي.
هغه وايي د ستوني ډېر دردونه هم د ویروسي مکروبونو له امله دي نه د باکتریاوو، خو تشخیص یې ستونزمن دی.











