څومره د پلاستیک کارول افغانستان کې لوی ګواښ ګرځېدلی دی؟

شمېرې ښيي چې یوازې په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې کارېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شمېرې ښيي چې یوازې په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاسټیکي کڅوړې کارېږي
    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

بي بي سي موندلې چې په افغانستان کې د پلاسټيکي کڅوړو کارول ډېر منفي اغېزې لري او دا په ډېرېدو دي. شمېرې ښيي چې یوازې په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې کارېږي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وايي، د پلاسټیکو واردات په کمېدو دي، خو په هېواد کې د پلاسټیکو د تولید فابریکې مخ په ډېرېدو دي او اوس یې شمېر دېرشو ته رسېږي. د دغې ټولنې په خبره د دغو فابریکو تولیدات په افغانستان کې په پراخه کچه کارېږي.

د چاپیریال برخې کارپوهان وایي، پلاسټیکونه چاپېریال زیانمنوي او ډاکټران وايي د نه تجزیه کېدونکي او مضر ماهیت له امله د لسګونو خطرناکو ناروغیو لامل کېږي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې مشهور او ډېر کارېدونکی تولید یې پلاستيکي کڅوړې دي چې په عام ژوند کې ډېر کارېږي. پر دې سربېره پلاسټیک د شنو خونو په جوړولو کې هم ډېر کارېږي.

د افغانستان د صنعت کارانو ملي ټولنه وايي، په وروستیو څو کلونو کې په هېواد کې د پلاسټیک د تولید په برخه کې له دوه تر درې سوو مېلیونو ډالرو پانګونه شوې او د تولید په لسګونو فابریکو کې یې په زرګونه کسان کار کوي.

د دغې ټولنې مشر عبدالحبار صافي بي بي سي ته وویل، په دې برخه کې پانګونه له دوو سوو مېلیونو اوړي.

پلاسټیک پر چاپیریال کومې منفي اغېزې لري؟

د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د چاپیریالي ککړتیا تر ټولو ډېره برخه پلاسټيکي کڅوړو جوړه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د چاپیریالي ککړتیا تر ټولو ډېره برخه پلاسټيکي کڅوړو جوړه کړې ده

د راپورونو له مخې په افغانستان کې تولید شوي یا له بهره وارد شوي پلاسټیکونه له کارېدو وروسته په منظم ډول له مدیریت کېدو پرته هر ځای غورځول کېږي، د چاپېریال د ککړېدو لامل ګرځي، اوبو او ان نورو ژویوته هم زیان رسوي.

د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د چاپیریالي ککړتیا تر ټولو ډېره برخه پلاسټيکي کڅوړو جوړه کړې ده.

د دغې ادارې ویاند محب الله بهار وايي، پلاسټيکي کڅوړې په افغانستان کې په اسانه او ارزانه پیدا کېږي او خلک یې په ورځني ژوند کې کاروي چې جدي چاپېریالي ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زیاتوي چې انسانانو او حیواناتو ته پر جدي روغتیايي اغېزونو سربېره پلاسټيکي ککړتیا د ښاري ستونزو لکه ویالو او د اوبو د لارو د بندیدو لامل هم کېږي.

د افغانستان د یو شمېر ښارونو ځینې اوسېدونکي وايي، دغه پلاسټیکونه حتی د ویالو او د ښاري اوبو او ضایعاتو روان بهیر اغېزمنوي.

کارپوهان وایي، پلاسټیک هېڅکله د نورو توکو په څېر په خاوره کې له منځه نه ځي او سلګونه کلونه وروسته بیا په پلاسټیکي وړو زرو باندې بدلېږي او له چاپیریاله هېڅ نه ورکېږي.

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې په جلال‌ اباد کې د وروستیو سېلابونو زیانونه هم له همدې امله پراخ وو.

د راپورونو له مخې د پلاسټيک ډېر کارېدل او پرې د چاپیریال ککړېدل د ګرځندوی یا تیورېزم له ودې سره هم ډېره شوې.

د هغو سیمو اوسېدونکي چې سیلانیان ورځي هم وايي، سیلانیان له مېلو او چکر وروسته چې کوم پلاسټیکونه پرېږدي د دوی د څارویو او کرنیزو ځمکو د خرابېدو لامل شوي.

دا پلاسټیکي ککړتیا طبيعي منظرې، کرنیزې ځمکې او د اوبو سرچینو په ګډون پراخ چاپېریال ککړوي.

بله ستونزه دا هم ده چې بې وزله خلک يې سېځي.

ورسره ځینې کورنۍ نور خلک ګرموي او وایي، پلاسټیک کاروي، هر ځای یې اچوي او د خپل کور د مخې، کوڅې او ښار نظافت ته پام نه کوي.

روغتیا ته څومره تاوان رسوي؟

ډاکټران وايي، د پلاستیکو کارولو د بېلابېلو سرطاني ناروغیو په ګډون زموږ روغتیا ته جدي ستونزې پیدا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټران وايي، د پلاسټیکو کارول د بېلابېلو سرطاني ناروغیو په ګډون زموږ روغتیا ته جدي ستونزې پیدا کوي

ډاکټران وايي، پلاستیک د کاربُن، سلفر او کلورینو په څېر له کيمیاوي موادو جوړ شوی او کارول یې د بېلابېلو سرطاني او هورموني ناروغیو، په ماشومانو او لویانو کې د جسمي ودې ګډوډېدو او ذهني کمزورتیا لامل کېږي.

د کابل ښار د انتاني ناروغیو د درملنې په روغتون کې متخصص ډاکټر فرید الله عمري بي بي سي ته وویل، د نا معیاري پلاسټیکي توکو کارول په لویانو کې د سرطاني ناروغیو او په ماشومانو کې د جسمي ودې د ورو کېدو او ذهني ستونزو لامل کېدای شي.

هغه زیاتوي "کولی شي د بدن د مختلفو غړو سرطانونه رامنځته کړي او د زړه د ستونزو لامل هم کېدی شي او تر ټولو مهم دا چې په میندوارو میندو کې د جنین سقط لامل کېږي".

پلاستيکي ککړتیا، نړیواله ننګونه

په پلاستیک د چاپېریال ککړتیا نړیواله ستونزه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پلاستیک د چاپېریال ککړتیا نړیواله ستونزه ده

په پلاسټیک د چاپېریال ککړتیا نړیواله ستونزه ده. د ملګرو ملتونو د چاپېریال‌ساتنې پروګرام (UNEP) وايي، د نړۍ وګړي په کال کې له ۴۰۰ میلیون ټنو ډېر پلاسټیک کاروي چې د پام وړ برخه یې په چاپېریال کې خښیږي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې هر کال له ۱۹ تر ۲۳ مېلیونه ټنه پلاستيکي کثافات یوازې د اېکو سیستم ککړولو ته ورننوځي او جهیلونه، سیندونه او سمندرونه ککړوي.

په داسې حال کې چې سون ته د پلاسټيکي توکو کارول فضا ته د زهري ګازونو د ازادېدو لامل کېږي او د انسان تنفسي او د زړه سیسټم لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.

په طبيعت کې پاتې کېدل یې هم له دې امله چې کيمیاوي جوړښت یې د تجزیې وړ نه دی او له منځه نه ځي او تر سلګونو کلونو په طبيعت کې پاتې کېږي او ضرر رسولی شي.

خو یو شمېر هېوادونو کې له پخوا راهیسې د پلاسټيک د محدودولو پلانونه جوړ شوي او په ځینو ښارونو کې خو د دې توکي چاپېریالي او روغتيايي ستونزو ته په کتو د پلاسټيکي کڅوړو پر کارېدنې یو مخ بندیز لګول شوی دی.

د مخنیوي لارې چارې یې

د چاپیریال برخې ځینې کارپوهان وایي، د بېرته راټولولو د منظم سیسټم نشتوالی، د پلاسټیک کارولو له امله د ناوړه پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالی او د پلاسټیک د محدودولو د قوانینو پیکه تطبیق په افغانستان کې پلاسټيکي ککړتیا ډېره کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چاپیریال برخې ځینې کارپوهان وایي، د بېرته راټولولو د منظم سیسټم نشتوالی، د پلاسټیک کارولو له امله د ناوړه پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالی او د پلاسټیک د محدودولو د قوانینو پیکه تطبیق په افغانستان کې پلاسټيکي ککړتیا ډېره کړې

د چاپیریال برخې ځینې کارپوهان وایي، د بېرته راټولولو د منظم سیسټم نشتوالی، د پلاسټیک کارولو له امله د ناوړه پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالی او د پلاسټیک د محدودولو د قوانینو پیکه تطبیق په افغانستان کې پلاسټيکي ککړتیا ډېره کړې.

ډاکتران بیا د پلاستیکي کڅوړو پر ځای د کاغذي او تکه‌ یي کڅوړو په څېر د مناسبو بدیلونو د کارولو سپارښتنه کوي.

ډاکټر فرید عمري وايي، د پلاسټیکي لوښو پر ځای دې شیشه‌ یي لوښي وکارول شي او لږ تر لږه هڅه وشي څو سره کړي خواړه په پلاستیکي لوښو کې ونه ساتل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پلاسټيکي کڅوړو د کارېدو کمولو ته په یوه ملي پلان کار کوي. دوی وايي چې خلکو ته د پلاسټیک د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د ورکړې تر څنګ له بهره يې په وارداتو شپاړلس سلنه مالیه هم لګولې.

د افغانستان صنعت‌ کارانو ټولنه وايي، په هېواد کې دننه د تولید له ډېرېدو سره د پلاسټیکونو راټولولو او بیا کارېدلو بهیر هم ښه شوی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د پلاسټیک د کارونې کمولو ته په تېرو دوو لسیزو کې بېلې طرحې جوړې شوې خو په مؤثر ډول عملي شوې نه دي، خو اوس دا اداره وايي، پر داسې طرحه کار کوي چې هم د پلاسټيکي کڅوړو سم راټولول او هم یې له منځه وړل پکې شامل دي.

د دغې ادارې ویاند محب الله بهار بي بي سي ته وویل، پلان لري چې د اطلاعاتو او فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونو سره په ګډه د پلاسټيکي کڅوړو او چاپېریال ساتنې په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي.

ښاغلی بهار زیاتوي چې ټولو سوداګرو ته يې لارښوونه کړې چې د پلاسټیک واردات دې کم کړي او هغوی یې چې په کور دننه تولیدوي هم پر ځای یې د بدیلو کڅوړو تولید او کارېدل دود کړي.

د افغانستان د صنعت‌ کارانو د ملي ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، اوس د طالبانو حکومت په واردېدونکي پلاسټیک مالیه ۱۶ سلنو ته لوړه کړې او له دوی سره يې ژمنه کړې چې که په افغانستان کې دننه فابریکې اړتیا پوره کړي نو دغه مالیه به ۳۲ سلنې ته لوړه کړي.

ښاغلی صافی زیاتوي چې له بهره د پلاستیک د وارداتو پر ځای په کور دننه د تولید یوه ګټه دا ده چې اوس هڅه کېږي له چاپېریاله پلاسټیک بېرته راټول شي او تور پلاسټیک ترې جوړ شي چې هغه هم په کور، کار او روغتونونو کې پراخ استعمال لري.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د پلاسټیکي کڅوړو د ټولولو او بیا کارولو اړوند دغې ادارې او کابل ښارولۍ بېلو خصوصي شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي.

په تېرو څو کلونو کې داسې لارښوونې هم کېږي چې د پلاسټيک کارولو پر ځای د ټوکر کڅوړې وکارېږي.

د کابل ښاروالۍ هم یو شمېر د ټوکر کڅوړې وېشلې وې چې هم یې عمر ډېر دی او هم د چاپیریال له ککړولو پرته له منځه ځي.

د کابل ښاروالي وايي، اوس هم هره میاشت د عامه پوهاوي دا کمپاینونه په کابل ښار کې روان دي. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، په ښوونځیو کې هم په دې اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي.

ښاغلي بارکزي بي بي سي ته وویل، چې دمګړۍ د پلاسټيکي کڅوړو پر کارولو د بندیز پلان نه لري خو سپارښتنه کوي او عامه پوهاوی زیاتوي.

خو د عامه پوهاوي له دغه راز هڅو سره سره، د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو کوڅې، ویالې او مارکېټونه له پلاسټیکونو ډک دي چې د پلاسټیک د ډېرې کارېدنې نښه ده.