عراق کې چارواکي وايي، یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له کبله ۶۰ کسان وژل شوي

مسوولین وايي، د پېښې په هکله یې پلټنې پيل کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مسوولین وايي، د پېښې په هکله یې پلټنې پيل کړې دي.
    • Author, امې والکر
    • دنده, بي بي سي

د عراق په الکوت ښار کې چارواکي وايي، په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي دي. په دغه سوداګریز مرکز کې د چارشنبې پر شپه اور ولګېد، چې ویل کېږي، پینځه ورځې مخکې پرانیستل شوی او پر پنجشنبه ایله دا اور کابو شوی دی.

د خواله رسنیو په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د ژغورنې مرستندویه کارکوونکي د سوداګریز مرکز له بامه خلک راباسي، خو د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې اوس هم ګڼ شمېر کسان بې درکه دي.

د سیمې والي محمد المیاهي په دې هکله وویل: ''پر موږ یو ناورین او مصیبت راغلی'' او زیاته یې کړه، چې د سوداګریز مرکز څښتن پر ضد به قانوني چاره ترسره شي.

والي په سیمه کې د درې ورځني رسمي ویر اعلان هم وکړ.

د ای این اې خبري شبکې په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د ښار په منځنۍ برخه کې د کورنېش هایپر سوداګریز له څو پوړونو د اور لمبې پورته کېږي او د اوروژنې کسان یې د لمبو مړه کولو هڅې کوي.

پر خواله رسنیو ځینو نورو خپرو شویو ویډيويي کلیپونو کې بیا د سوداګریز پر بام لږ شمېر کسان په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د سوداګریز ډېری بهرنۍ او دننه برخې سوځېدلې دي.

والي المیاهي ځايي رسنیو ته ویلي، مرستندویانو د سوداګریز له ودانۍ یو شمېر خلک ژغورلي دي.

له ځايي وخت سره ګهیځ وختي نژدې څلور بجې هم امبولانسونه داسې حال کې لیدل کېدل، چې د پېښې قربانیان یې له پلازمېنې بغداد ۱۶۰ کیلومتره لېرې د دې ښار روغتونونو ته لېږدول.

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د پېښې قربانیانو شمېر په هکله ویلي: ''د اورلګېدنې دې غمجنې پېښې زموږ د ۶۱ هېوادولو ژوند واخیست، چې د ډېری هغوی په تشنابونو کې ساه بنده شوې وه او ۱۴ مړي داسې دي، چې په بشپړه توګه سوځېدلي او تر اوسه نه دي پېژندل شوي.''

یوه ځايي ډاکتر ناصر القریشي اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د کورنۍ پینځه غړي یې په دې پېښه کې وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه:

"موږ سوداګریز ته د دې لپاره لاړو، چې په کور کې د برېښنا له پرچاوۍ ځان وژغورو، هلته ماښامنۍ وخورو، خو هلته په دویم پوړ کې یو ائرکنډېشن وچاودېد، د اور لمبې خپرې شوې او موږ و نه توانېدو له هغه ځایه وتښتو. "

والي المیاهي وايي، د پېښې لاملونو معلومولو په هکله پلټنه پیل شوې، چې په وینا یې تمه کېږي، دوو ورځو کې به یې پیالې معلومې شي.

د اې ایف پي رپوټ کې ویل شوي، دا سوداګریز مرکز ایله پینځه ورځې مخکې پرانیستل شوی و.

ویل کېږي، په عراق کې د لسیزو اداري فساد او ناسم مدیریت له کبله د ودانیزو چارو معیار او خوندیتوب ته خورا لږ پاملرنه کېږي.

په ۲۰۲۳ کال کې د عراق په شمال کې د مسیحیانو په یوه واده مېلمستیا کې د اورلګېدنې پېښه کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.