پاکستان کې د یوه نرښځي وژنه: "د واده مراسمو کې پرې وسله وال ډزې وکړې"

د عکس سرچینه، TIKTOK
تېره جمعه د جون ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې یو نرښځی په ډزو وژل شوی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې نرښځی ناڅي، وسله وال کس میدان ته راځي او په تومانچه پرې ډز کوي، بله مرمۍ تېروي او بل ډز پرې کوي.
ځايي پولیس وايي، په ډزو کې زیبي ملک نومی نرښځی وژل شوی او له هغه سره محفل کې موجوده یو مېرمن ټپي شوې ده.
ځايي پولیسو ویلي، د زیبي ملک وژونکی یې نیولی او له هغه سره یې د قانوني چلند ډاډ ور کړی دی.
کیسه څه وه؟
د ایبټ اباد پولیسو د ټپي شوې ښځینه نڅاګرې په غوښتنه د پېښې قضیه ثبت کړې ده.
ټپي شوې ښځه، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې ده، وايي:"زه، زیبي ملک یاد پروګرام ته بللې وم ... تورن کس میدان ته را کښته شو او له زیبي ملک څخه یې د هغه موبایل غوښته. تورن کس غوښتل دی یا زیبي ملک پخپله له هغه موبایل څخه د تورن اړوند ویډیوګانې ړنګې کړي. زیبي ورته وویل له پروګرامه وروسته به خبرې وکړو."
د پولیسو له خوا د ثبت شوې قضیې له مخې، تورن کس تومانچه را ووېسته او ډزې یې وکړې. زیبي ملک په نس ولګېده او ټپي شوه او دا مېرمن هم ټپي شوه.
له بلې خوا، د نرښځیانو مشره او ټولنیزه فعاله ماریا خان وايي، موږ له پولیسو غوښتي چې دا قضیه د نرښځیانو په مدعیتوب ثت کړي. ماریا خان ادعا کړې چې تورن کس پر زیبي ملک د اړیکو جوړولو لپاره فشار راوړی و او کله چې هغه انکار وکړ، نو تورن کس وواژه: " په ثبت شوې قضیه کې د دښمنۍ دلیل په سمه توګه نه دی ویل شوی."
د پولیسو دریځ
د ایبټ اباد د پولیسو ویاند اعظم میر افضل په وینا، د ایبټ اباد د میرپور پولیسو تورن کس د جرم په ځای کې له وسلې سره نیولی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
ښاغلی افضل وايي، د ټپي شوې ښځینه نڅاګرې په غوښتنه د قتل قضیه ثبتول قانوني اړتیا وه، ځکه چې هغه پخپله په پېښه کې ټپي شوې وه: "د وژل شوي نرښځي د ملګرو بیانونه ترلاسه شوي او دوی هم په دې قضیه کې مدعیان او شاهدان شوي دي. که د وژل شوي نرښځي خپلوان وغواړي، دوی هم کولی شي غوښتنه وکړي او مدعیان شي: "پولیس ټول شواهد راټولوي چې تورن ته د محکمې له خوا سزا ورکړل شي او که کوم نرښځی نور شواهد وړاندې کول غواړي، نو پولیس یې نه یوازې مرسته کوي، بلکې ساتنه به یې هم وکړي."
ټولنیزه فعاله ماریا خان وايي، وژل شوی نرښځی د سرګودې اوسېدونکی و چې له ډېرې مودې په ایبټ اباد کې اوسېده او د خوښۍ په پروګرام کې به نڅېده: "هغه د خپلې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکی و. پلار یې ډېر وخت وړاندې مړ شوی و."
د زیبي ملک یوه همکار بي بي سي ته وویل، تورن له ډېرې مودې راهیسې زیبي ملک پسې و. هغه غوښتل چې زیبي ورسره اړیکې جوړې کړي، خو زیبي څو ځله تورن ته انکار کړی و: "زیبي غوښتل د سندرو او نڅا له لارې خپل لګښتونه پوره کړي، نور څه نه."

د عکس سرچینه، Getty Images
پښتونخوا کې تېرو لسو کلونو کې ۱۵۴ نرښځیان وژل شوي
فرزانه ریاض، چې د خیبر پښتونخوا د 'ټرانس ایکشن' کمېټې غړې ده، وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې په ټوله صوبه کې ۱۵۴ نرښځیان وژل شوي دي: "په دې پېښو کې ځینې تورن کسان نیول شوي، خو ځینې نه دي نیول شوي. د میني په نامه یو نرښځی اوه – اته کاله وړاندې ووژل شو، خو تورن کسان یې خوشي شوي او ازاد ګرځي."
هغه وايي، ډېر ځله کله چې نرښځيان وژل کېږي، د هغوی خپلوان د جسد اخیستلو لپاره نه راځي. خو کله چې قضیه ثبت شي، نو بیا تورن کسان او د نرښځي خپلوان پخپلو کې روغې – جوړې ته ورسېږي: "له همدې امله موږ غواړو چې د نرښځیانو د قتل په قضیه کې مدعیان نور نرښځیان وي."










