د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو کابل کې له طالب مشرانو سره پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي

.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت ارګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پنجشنبې پر ورځ کابل ته سفر وکړ. د افغانستان د دغو ګاونډیو هېوادونو پلاویو د طالبانو حکومت له مشرانو سره لیدنې کتنې درلودې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، اسحاق ډار او بختیار سعیدوف له امیرخان متقي سره په ناسته کې د کابل، اسلام اباد او تاشکند ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په تړاو بحثونه کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي ویلي،" زموږ په بهرني سیاست کې د توازن اصل ترڅنګ، اقتصاد محوري یو مهم اصل دی."

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند سره هم کتنې درلودې خو دا نه دي ویل شوي چې په کومو ځانګړو موضوعاتو خبرې شوي.

د دغه سفر یوه موخه کابل کې د هغې هوکړې لاسلیکول په ګوته شوي چې د افغانستان پر لار د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د عملي کار ارزونې او شونتیاو لپاره یوه اډانه بلل کېږي.

.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلی، "د افغانستان اسلامي امارت، ازبکستان جمهوریت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ا.ا.ا د فواید عامې، د ازبکستان د ټرانسپورت او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر په تړاو پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، هغه به کابل ته یو ورځنی مهم سفر ولري او هلته به د اورګاډي پټلۍ د ارزونې هوکړې، په مراسمو کې ګډون وکړي" د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي پټلۍ پروژه به ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان سره ونښلوي او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره به د پاکستان سمندري بندرونو ته لاس رسی اسانه کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی "تمه کیږي چې دا پروژه به د سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانتیاو له لارې سیمه ییز ثبات او پرمختګ ته وده ورکړي.

افغان ټرانس پروژه څه ده؟

د ' افغان ټرانس' پروژې د مسیر هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي ادارو د لوړ پوړو چارواکو له لوري لاسلیک شوې وه.

د طالبانو حکومت ویلي وو، پلان دا دی چې د اورګاډو دغه پټلۍ د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلڅو له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته واوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره وصل شي.

.

د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې یوه اعلامیه کې ویلي وو " ناسته کې د دغې پروژې د مخ ته وړلو لپاره یو کلن پلان لاسیلک شوی."

ویل شوي، چې دا پروژه به تر ۲۰۲۷ کال بشپړه او تر۲۰۳۰ کاله به پرې په کلني ډول ۱۵ میلیونه ټنه توکي ولېږل شي.

کارپوهان وايي، پاکستان له اوږدې مودې په دې لټه کې دی چې د اورګاډو پټلیو او له نورو ځمکنیو لارو د مرکزي اسیا هېوادونو سره ونښلول شي.

که دا پروژه په بریالۍ توګه پلې شي، ښايي پاکستان دغه هیلې ته ورسیږي، خو په تېره څه موده کې د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ سیاسي ناندریو او پر ډیورنډ کرښه د نا امنیو پېښو داسې اندېښنې راولاړې کړې وې چې ښايي، پر اقتصادي همغږیو سیوری وغوړوي.