تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ما تل له خپلې څېرې کرکه کوله خو څنګه مې یې منل زده کړل'
- Author, اميلي هولت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
له موږ ډېرو چې کله په هنداره کې ځان ته ګوري، کومه نیمګړتیا موندلی شي، خو له خپلې څېرې د "شارلوټ" سخته کرکه د تنکۍ ځوانۍ په لومړیو کلونو کې د هغې پر ژوند خپره شوه.
شارلوټ وايي: "زه به سهار په ۵:۳۰ بجو پاڅېدم چې سینګار وکړم، سره له دې چې د ښوونځي بس به تر ۸:۳۰ بجو نه راتلو." هغه زیاتوي: "ما به په جبري توګه سینګار (مېک اپ) کاوه، بیا به مې پاکاوه، بیا به مې له سره کاوه، او بیا به مې بیا پاکاوه؛ هڅه مې کوله چې ډېر سم او بې خو وي."
شارلوټ وايي، هغې خپل ځان ګوښی کړ، تر دې چې پوهنتون ته به یوازې د ازموینو ورکولو لپاره تله. هغې د فراغت په مراسمو کې ګډون ونه کړ ځکه نه یې غوښتل عکسونه یې واخیستل شي. په پای کې، په هغې کې د "بدن د بدبڼۍ ګډوډي" (Body Dysmorphic Disorder - BDD) تشخیص شوه.
د انګلیا روسکین پوهنتون د ټولنیزې ارواپوهنې استاد، "ویرین سوامي" وايي چې د "بدن بدبڼې" اصطلاح په ټولنیزو یا خواله رسنیو کې له خپل بدن د ناخوښۍ څرګندولو لپاره ډېره کارول کېږي. خو دا ګډوډي هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د انسان د ظاهر په اړه اندېښنه پر ورځني ژوند اغېز پیل کړي.
سوامي د بي بي سي "کمپلیکس" پوډکاسټ ته وویل: "دا ستاسو د ظاهر د یوې ځانګړې برخې په اړه یو ډول وسواس او ندېښنه ده چې نورو ته عادي ښکاري، خو د هغه کس لپاره چې په دې ناروغۍ اخته وي، ښايي دا بیخي ناعادي وبرېښي."
د دې ګډوډۍ په نښو کې احساساتي فشار، پر خپلې بڼې او ظاهر ډېر وخت بې ځایه فکر کول، او د افکارو د کابو کولو بې وسي شامله ده. تکراري چلند لکه په بیا بیا هندارې ته کتل یا د بدن هغې برخې ته لاس وړل چې نیمګړې ورته ښکاري، هم په کې راځي. سوامي وايي: "د هغوی ټوله نړۍ د دوی د خپل بدن د همدې برخې شاوخوا راګرځي او نور هیڅ ورته نه ښکاري."
شارلوټ په خپل نږدې رواني روغتیايي مرکز کې درملنه پیل کړه. هغه وايي: "ما په روغتون کې وظیفوي درملنه (Occupational Therapy) وکړه، لکه هنر، خټین لوښي جوړول او د سندرو لیکل؛ په دې توګه بېرته موسیقۍ ته راوګرځېدم. دې کار مې له هغه څه سره مرسته وکړه چې غوښتل مې هر څه مې سینګار بشپړ وي، دا احساس مې له تيارې رڼا ته راوویست او د شرم احساس مې له منځه لاړ."
"ما غوښتل د خپلې بدبڼې له امله بخښنه وغواړم"
"ټیلي" هم د تنکۍ ځوانۍ په پیل کې پر همدې وړ ناروغۍ اخته شوې وه. هغه وايي: "ما غوښتل له هغو خلکو بخښنه وغواړم چې زما له څنګه تېرېدل، ځکه زما څېره ډېره بده وه. ما هیڅکله په عام ځای کې هندارې ته نه شول کتلی." هغې به له تنګو جامو ډډه کوله او محفلونو ته د جامو اغوستل ورته "خورا دردناک" وو.
په پیل کې هغې فکر کاوه چې دا پر ځان د باور کمي او خپګان (Depression) له امله ده. د هغې نښې هغه وخت زیاتې شوې کله چې پوهنتون ته د فیشن ډیزاین زده کړې لپاره لاړه. هغې کلونه کلونه له بېلابېلو ډاکټرانو سره ولیدل، خو هغوی د بدن د څېرې متخصصین نه وو. نو هغې له یو داسې ډاکټر سره کار پیل کړ چې یې BDD څانګه کې تشخیص کاوه.
اوس ټیلي کولی شي خپل افکار کنټرول کړي. هغه وايي: "که زه هندارې ته ګورم او هغه څه چې وینم خوښ مې نشي، کولی شم سم لاسي هغه فکر ودرووم. اوس مې فکر بیخي بدل شوی دی؛ ما په خپل ژوند کې بېرته خوښي موندلې او له ماشومتوب راهیسې مې د لومړي ځل لپاره له ځان سره مینه احساس کړه."
شارلوټ غواړي خلک پوه شي چې "هیله شته او هغوی رغېدلی شي." هغه زیاتوي: "زه اوس د رضایت، خوښۍ او ارامۍ احساس کوم؛ زه ریښتیا هم له خپل اوسني ژوند سره مینه لرم، هیڅکله مې فکر نه کاوه چې دلته به را ورسېږم."