افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، ولې اسلامي هېوادونو کې لوی اختر پر جلا جلا ورځو لمانځل کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حسیب عمار
- دنده, بي بي سي
نن (شنبه/د غبرګولي ۱۷مه، د جون اومه) په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو سپېڅلی ښار مکه مکرمه هم هلته ده او هر کال سلګونه زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره ورځي، جمعه د جون شپږمه د لوی اختر ورځ اعلان کړه. پر پنجشنبه حاجیان عرفات غونډۍ ته ختلي وو. په مصر، عراق، اندونیزیا او د نړۍ ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې هم دا ورځ لوی اختر دی.
په اسیا کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، مالیزیا او په افریقا کې موریتانیا او څو نورو هېوادونو کې د شنبې پر ورځ لوی اختر اعلان شوی دی.
د کوچني اختر سره یو څرګند توپېر د لوی اختر دا دی چې د حج او عرفې ورځې ورسره تړلې دي. ډېر همدا پوښتي، کله چې حاجیان د عرفات غونډۍ ته وختل نو د عرفې ورځ معلومه شوه بیا ولې ځينې هېوادونه پر بله ورځ اختر لمانځي؟
د دغه څه د ځواب لپاره درې فقهي او سیاسي لاملونه یادولی شو چې دا جلاوالی یې رامنځ ته کړی دی.
په یوه سیمه کې د میاشت لیدل د نورو لپاره دلیل کېدلی شي؟
د اسلامي نړۍ د ډېرو پوهان ګډ نظر دا دی چې په یوه هېواد کې د میاشت لیدل د نورو هېوادونو د وګړو لپاره لازمي نه ده چې هغوی دې یې هم ومني، ځکه په هره جغرافیه کې د میاشتې زاویه او لید توپير لري. معنا دا چې ښايي په ځينو هېوادونو کې به میاشت د لیدو وړ وي او ځينو هغو کې به د وریځو، د ناسازه هوا او یا ښايي د میاشتې د زوایې له پلوه به یې لیدل ناشوني وي.
ښايي سپوږمۍ د ځمکې د ختیځې نیمه کرې سیمو کې ولیدل شي خو همدغه مهال به په لوېدیځه نیمه کره کې یې لیدل ممکن نه وي.
همدا دلیل دی چې وايي په هره جغرافیه کې د وخت او ځای له توپېر سره دې، هر څوک خپله پرېکړه وکړي. د دې نظر د ملاتړ لپاره یو شمېر پوهان یو پیغمبري روایت د دلیل په توګه راوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اهل سنت او جماعت د څلورو واړو حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي مذهبونویو لوی شمېر فقهاء پر دې اند دي چې که د مسلمانانو په یوه سیمه کې میاشت ولیدل شوه نو د ټولو لپاره یې پلې کول شرعي حکم دی. د میاشتې لید باید د شریعت له معیارونو او اصولو سره سم وي. ټول نژدې هېوادونه باید په یو ډول شرایطو هم مهاله اختر وکړي.
فقهاء دا هم وايي چې د ځمکې پر سر ګوښې سیمې او هېوادونه د دې حکم پر منلو مجبورې نه دي او کولی شي د خپل لید او شرایطو پر بنسټ پرېکړه وکړي.
په ډېرو هېوادونو کې د دغو مذهبونو پېروان بیا سره له دې چې له جغرافیوي پلوه نژدې هم دي دا نظر نه پلی کوي، لومړی میاشت ګوري او بیا پرېکړه کوي. د بېلګې په ډول اندونیزیا د جمعې پر ورځ اختر وکړ په داسې حال کې چې ګاونډ کې یې مالیزیا د شنبې پر ورځ اختر اعلان کړی دی، دواړه د شافعي مذهب پېروان دي.
د میاشت لیدل باید څه ډول ثابت شي؟
د میاشت لیدو لپاره سعودي، مصر او ځينې نور هېوادونه پرمختللې وسیلې د بېلګې په ډول ټیلیسکوپ کاروي او د سپوږمیز کلیز نېټه پرې ټاکي خو ځینې نور بیا ټینګار کوي چې میاشت باید په خپلو سترګو ولیدل شي. دواړه لوري د خپلو نظریو لپاره د پیغمبر حدیثونه د دلیل په توګه راوړي.
د لومړۍ ډلې په وینا، د سپوږمۍ د موقعیت موندلو او لیدلو لپاره د کامرې یا ټیلیسکوپ او نورو پرمختللو وسایلو په کارولو کې کومه ستونزه نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شیعه مذهبو مشرانو له ډلې د ایت الله سید علي سیستاني د نظر له مخې "سپوږمۍ باید په داسې ډول ولیدل شي چې که کامره یا ټیلسکوپ لرې شي نو سپوږمۍ بیا هم د لیدو وړ او روښانه وي."
د اسلامي نړۍ د پوهانو دریمه ډله بیا وايي چې که چیرې د سپوږمۍ لیدل د ټیلسکوپ او نورو وسیلو له لارې ستونزمن وي، نو د سپوږمیزې میاشتې پیل د ستورپوهنې او فلکي محاسبو پر بنسټ ټاکل کیدلی شي. ترکیه او مالیزیا د میاشتې پیل همدا ډول کوي.
سیاسي اختلاف او سیالۍ
ځینې مسلمان عالمان د سپوږمېزو میاشتو د لومړۍ نېټې د ټاکلو په اړه د فقهي نظریاتو دا تنوع د مذهبي اجتهاد رنګیني او د مسلمانانو ترمنځ د فکر بډاینۍ نښه ګڼي او وايي د نظر جلا والی دې د تفرقې او ځان ځانۍ لپاره ونه کارول شي.
له بلې خوا، داسې کسان هم شته چې دا توپیرونه د هېوادونو ترمنځ د سیاسي رقابتونو او د دوی د خپلواکو مذهبي ګروهو د ښودلو لپاره د هڅو پایله ګڼي، دوی کې ډېرو هغو هېوادونو ته ګوته نیول کېږي چې په جغرافیوي توګه له یوه بله ډېر لرې نه دي او ګډ یا نژدې افق لري.
که څه هم سږ کال سعودي عربستان او د ایران اسلامي جمهوریت، چې دواړه هېوادونه په منځني ختیځ کې د نفوذ او خپل اغېز لپاره سیالي کوي، د جمعې پر ورځ (د جون پر ۶مه،) اختر ولمانځه، خو دوی تل داسې نه و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په قضیه کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو دمخه، هېواد تل له سعودي عربستان سره د روژې، شوال (کوچنی اختر) او ذوالحجې (لوی اختر) پر نېټو همغاړي وو. اوس هغسې نه کېږي، داسې ښکاري چې طالبان غواړي خپله مذهبي خپلواکي ثابته کړي.
له دا وړ اندونو ها خوا ، دا ډول توپیرونو ډېر کله د مسلمانانو ترمنځ ګډوډي رامنځته کړې ده. مومنان، په ځانګړې توګه کله چې کوچنی اختر په بېلابېلو ورځو کې راځي، دې ته فکر وړي وي چې ګوندې روژې یې بشپړې نیولې او که کومه یوه ترې پاتې ده.








