ملا برادر: افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده -"خپل پور چا ته نه پرېږدو"

د ویډیو تشریح، ملا برادر: افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده -"خپل پور چا ته نه پرېږدي"
ملا برادر: افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده -"خپل پور چا ته نه پرېږدو"

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره اړینه ده چې هېوادونه "د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري."

هغه وویل: افغانستان نه غواړي چا ته زیان واړوي، خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا "خپل پور چا ته نه پرېږدي."

ښاغلي برادر دا څرګندونې نن یکشنبه د طالبانو حکومت د ملي‌دفاع وزارت له ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۷ دورې د فراغت غونډه کې کړې.

نوموړي زیاته کړه، تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده، او دا چې د ده په وینا "ماشومان به یې هېڅکله هضم نه شي کړای".

هغه که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانخیست خو اشاره یې ظاهرآ‌ پاکستان ته وه، چې له تېرې څه مودې راهیسې یې د طالبانو له حکومت سره ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده.

ملا عبدالغني‌ برادر له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات چې د ده په وینا"د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي."

هغه په دې غونډه کې دا هم وویل چې د دوی حکومت به نږدې وخت کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یوه تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي او دا چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښونه شوې چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د ویش بهیر ګړندی کړي.