کینیا کې د اقلیم بدلون د اغېزو په اړه ناسته؛ "هېوادونه باید په ګډه ګامونه واخلي"

Kenya

د عکس سرچینه، Getty Images

د اقلیم د بدلون اغیزې تر بل هر کله اوس ډېرې جوتې دي.

د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې سخت سیلابونه، وچکالي، توپانونه، او نورې پېښې نه یوازې د سر او مال تاوانونه اړوي بلکې په دې اړه یې هم اندېښنې پیدا کړي چې ښايي نړۍ د خوړو له کمښت سره مخامخ شي.

د دې لپاره چې اقلیم د بدلون کړکېچ ته حل لارې وموندل شي نن د کینیا په پلازمېنه نیروبي کې درې ورځنۍ غونډه پیلیږي.

د کینیا ولسمشر د ټولو هېوادونو او اړوندو ادارو مشرانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

دغه غونډه به تر راتلونکې چارشنبې دوام وکړي.

که څه هم په دې غونډه کې به تر ډېره د افریقايي هېوادونو مشران ګډون وکړي، خو د کینیا ولسمشر ویلیم سمویې روتو د نورو هېوادونو او اړوندو ادارو مشرانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړې.

هغه ویلي د اقلیم بدلون شمال او سویل نه پیژني، په کار دي چې پر ضد یې بشریت په ګډه مبارزه وکړي.

هغه ویلي "دا چې د اقلیم بدلون د نړۍ د شمال او سویلی ترمنځ توپیر نه کوي، د بډایه او بې وزلو هېوادونو ترمنځ توپېر نه کوي او موږ ټول په یو شان ګواښي، په کار ده چې موږ یې هم پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو. دا غونډه به یو فرصت وي چې د اقلیم د بدلون لپاره په ګډه حل لارې ومومو."

د ښاغلي روتو په وینا که د اقلیم د بدلون پر ضد په ګډه مبارزه وشي نو د اقلیمي ناورین او د میلیونو وګړو د بې وزلۍ مخه نیول کېدای شي.

Kenya

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي په نړۍ کې د ځوانانو هوډ د دې لامل شوی چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې مبارزه وشي.

نوموړي د هېوادونو پر مشرانو او ځوانانو غږ کړی چې د ښې او روښانه راتلونکې لپاره د اقلیم د بدلون پرضد مبارزه کې یو موټي شي او خپل غږ پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي "د اقلیم د بدلون پرضد د مبارزې ډېره برخه په نړۍ کې د ځوانانو د هوډ او جذبې له امله ده. تاسو د اقلیم د بدلون پر ضد د مبارزې سرلاري یاست، په نیروبي کې د اقلیم د بدلون په اړه د غونډې له ګډونوالو زما غوښتنه دا ده چې اقدام وکړي او د بدلون لپاره خپل غږ په ګډه پورته کړي."

نوموړي زیاته کړې "په دې مبارزه کې ملګري ملتونه درسره دي، راځئ د یوې ښې او روښانه راتلونکې لپاره په ګډه مبارزه وکړو."

هممهاله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'ایف ای او' خبرداری ورکړی چې که د اقلیم د بدلون پر ضد په ګډه مبارزه ونشي نو نه یوازې دا چې مخه به یې ونه نیول شي بلکې لا ډېر خلک به په نړۍ کې له ولږې سره مخامخ شي.

د یادونې ده چې د اقلیمي بدلون له امله وار دمخه په ځینو هېوادونو کې کرنیز محصولایت اغیزمن شوي دي.

Kenya

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې ډلې په هند کې کرنیزو محصولات لږ شوي چې ورسره په دغه هېواد کې یوازې په اګست میاشت کې د ځینو خوراکي توکو بیې یولس سلنه لوړې شوې دي.

اوس اندېښنه دا ده چې که په هندوستان کې کرنیز محصولات کم شي او پر صادراتو لا ډېر محدویتونه او بندیزونه ولګول شي ښايي په نورو هېوادونو کې هم د خوراکي توکو بیې پام وړ لوړې شي.

۴۲ افریقايي او اسیايي هېوادونو ته له هنده سبزیجات او نور کرنیز محصولات ورځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، افغانستان هم د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري، چې خلک یې د وچکالۍ، توپانونو او ځمکې ښوېیدني په ګډون د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.

رسمي شمېري ښیي، چې مونسون یا د جنوبي اسیا موسمي ورښتونو له کبله راوتلو سیلابونو تېر یو کال په افغانستان کې لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او باغونه یې ویجاړ کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي د اقلیمي بدلون له اغیزو د خوندیتوب په موخه یې د هېواد په بېلابیلو سیمو کې ۱۲۰ وقایوي پروژې د نړیوالو په مرسته پلې کړې دي.

خو کارپوهان وایي اقلیمي بدلون لا ګړندی کیږي او د مقابلې لپاره یې باید له ګواښ سره په مخامخ سیمو کې پر پراخو وقایوي لارو چارو لاس پورې شي.