یونان کې د ۱۵ مړو شویو افغانانو پېښه: ژوندي پاتې کډوال د پولیسو وینا ردوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې اوونۍ د ډوبې شوې کښتۍ ژوندو پاتو کسانو چې تېره اونۍ یونان ته نږدې ۱۵ افغان کډوال په کې مړه شول، ویلي چې د دوی وړه کښتۍ نه خپله لاره بدله کړې وه او نه یې هم د ساحلي ساتونکو له بېړۍ سره ټکر کړی و.
دا خبرې د چارواکو له هغې رسمي ادعا سره په ټکر کې دي چې ویلي یې وو کډوالو له دوی سره ټکر کړی.
د فبروري پر ۳مه، د "خیوس" ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شول. د ساحلي ساتونکو په وینا، د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۲۴ نور کسان ژغورل شوي وو چې ځینې یې سخت ټپيان دي.
تېره اوونۍ ساحلي ساتونکو په یوه وینا کې ویلي وو، د کډوالو کښتۍ په شپه کې خپل څراغونه مړه کړي وو او د درېدو په اړه یې د ګزمې بېړۍ خبرداریو ته پاملرنه نه کوله. د دوی په خبره، کله چې دوی ورنږدې شول، کښتۍ ناڅاپه خپله لاره بدله کړه، له امنیتي بېړۍ سره ټکر شوه او چپه شوه.
خو د دریو تنو ژغورل شویو کسانو څرګندونې چې رویټرز خبري اژانس لیدلي، ښیي چې ساحلي ساتونکو هیڅ ډول وار دمخه خبرداری نه و ورکړی او کښتۍ هم لاره نه وه بدله کړې. دوی ویلي چې یوازې هغه وخت یې د ساحلي ساتونکو بېړۍ ولیده چې له ټکر لږ وړاندې یې خپل څراغونه روښانه کړل.
یوه ژغورل شوي کس وویل: "که هغوی زموږ څار کړی وای، موږ به درېدلي وو. موږ په یوه بادي کښتۍ کې وو چې ماشومان راسره وو. موږ یوازې مخامخ روان وو، نه ښۍ لور ته وګرځېدو او نه چپ لور ته."
ساحلي ساتونکو په دې تړاو د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د ناقانونه کړنو تورونه رد کړي دي.
تېره اونۍ د یونان د کډوالۍ چارو وزیر "تانوس پلیوریس" د ژغورنې په عملیاتو کې د ساحلي ساتونکو ستاینه وکړه او د مړینې پړه یې پر قاچاقبرانو واچوله.
د یونان یوې محکمې د یوه مراکشي وګړي د نیولو امر کړی چې په دغه پېښه کې پر لاس لرلو تورن دی.
رویټرز په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه شي کولی.
د پلټنې نږدې سرچینو ویلي چې د پېښې پر مهال د ساحلي ساتونکو د بېړۍ کمره فعاله نه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځينو هغه انګېرنود تائید لپاره چې ګواکې د کډوالو ډکې کښتۍ په قصدي ډول د پوځي ځانګړې کښتۍ سره ټکر کړی، د خپلواکو او دریمګړو بنسټونو د شواهدو نشتوالی له امله سم لاسي څه ثبوت نشته. د دغه احتمالي ټکر هره ویډیو کیدلی شي خورا ارزښتناکه او برخلیک ټاکونکې وي. خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا ساحلي ساتونکو له کډوالو سره خپل چلند او تعامل ثبت کړی که نه.
د ۲۰۲۳ کال د "ادریانا" ناورین په قضیه کې، هغه ګزمه کوونکې کښتۍ چې په پیښه کې ښکیل وه، د اروپایي ټولنې په مالي مرسته په پرمختللو کامرو سمبال وه. خو هغه کامرې غیرفعالې شوې وې. د موبایلونو ویډیوګانې چې ښايي د ساحلي ساتونکو یا پخپله کډوالو لخوا د دغې وروستۍ مرګونې پیښې پر مهال اخیستل شوې وي هم کیدلی شي مهمه ونډه ولري. خو خبریالان وايي لا هم، څوک نه پوهیږي چې د هغو کسانو د موبایلونو سره څه شوي چې د دغه شپې په پیښه کې ښکېل وو.
څه چې روښانه ده د ۲۰۲۳ کال په قضیه کې د کډوالو ۲۰ موبایلونه د ۲۵ ورځو لپاره تري تم شوي وو. د چارواکو په وینا، دا موبایلونه وروسته له کالاماتا سیمې چې ۶۰ سمندري میله لرې، د کیتیرا په ټاپو کې د ساحلي ساتونکو په یوه کښتۍ کې په یو بکس کې وموندل شول. تېر کې یوناني چارواکو ډیر کله د هغو کسانو مخابراتي وسایل نیولي چې په نا قانونه ډول له پولې اوښتي. د دغه څه موخه دا ښودل شوې چې وڅېړي څوک قاچاقبر دی او څوک یوازې یو کډوال چې پیسې یې ورکړې دي.
یونان د منځني ختیځ او نورو سیمو د خلکو لپاره چې غواړي اروپایي هېوادونو ته ورسیږي، یوه مهمه لاره پاتې شوې د. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۱,۶۹۶ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسیدلي دي. دا د ۲۰۲۴ کال د ۵۴,۴۱۷ کسانو پرتله کموالی ښیي. تېر کال ۱۰۷ کسان د یونان خاورې او ټاپوګانو ته د رسیدو په هڅه کې مړه یا لادرکه شوي دي. له ۲۰۱۹ کال راهیسې، د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس محافظه کار حکومت د نا قانونه کډوالۍ پر وړاندې ډېر سخت دریځ غوره کړی دی. دا تګلاره د ډېرو رایه ورکونکو ترمنځ مشهوره ده او د ۲۰۲۳ کال په عمومي ټاکنو کې یوه مهمه موضوع وه، چې د میتسوتاکیس ګوند په کې بریا ته ورسېده. خو د بشري حقونو ډلو په پرلپسې توګه یوناني ساحلي ساتونکي په سمندر کې د خطرناکو او ناقانونه تګلارو په پلې کېدا تورن کړي دي. د یونان حکومت او ساحلي ساتونکي دا تورونه ردوي او وايي چې د دوی افسران د قانون په اډانه کې کار کوي او په تېره لسیزه کې یې په سمندر کې د سلګونو کډوالو ژوند ژغورلی دي.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې، کله چې یونان اروپا ته د کډوالۍ کړکېچ په لومړۍ کرښه کې و، د دغه هېواد د پولو د څارنې پر څرنګوالي نیوکې زیاتې شوې دي.
په دې کې د "پش بېک" (شاته تمبولو) تورونه هم شامل دي، چې ویل کېږي ساحلي ساتونکي هڅه کوي د کډوالو کښتۍ له خپلو سواحلو لرې کړي.
تېر کال د اروپايي ټولنې د پولو ادارې ویلي وو چې د یونان لخوا د بشري حقونو د سرغړونو ۱۲ احتمالي قضیې څیړي، د هغو ادعاوو په ګډون چې وايي پناه غوښتونکي د یونان له پولو بېرته شړل شوي دي.
یونان د ډېرو افغان کډوالو لپاره اروپا ته د ننوتلو یو له اصلي لارو هم پاتې شوې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یو راپور له مخې، شاوخوا ۴۵.۳٪ هغه کډوال چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په جون میاشت کې د سمندر له لارې یونان ته ننوتي، له افغانستانه وو.
خو په وروستیو کلونو کې د هغوی راتګ له خنډونو سره مخ شوی دی. یونان څلور کاله وړاندې اعلان وکړ چې ترکیه د افغانستان، سوریې، پاکستان، بنګله دېش او سومالیا د کډوالو کوربتوب لپاره د یو "امن دریم هیواد" په توګه پېژني. دې اعلان سره د ګڼو کډوالو لپاره له ترکیې یونان ته اوښتل سخت شوي او داسې اداعاوې هم کېږي چې د یوناني اړخ په چلند کې هم بدلون راغلی.




















