تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش؛ مظاهره کوونکي د لومړۍ وزیرې حسینه واجد رسمي استوګنځي ته ننوتل
بنګله دېش؛ مظاهره کوونکي د لومړۍ وزیرې حسینه واجد رسمي استوګنځي ته ننوتل
بنګله دېش کې زرګونو مظاهره کوونکو د حکومت ضد لاریونونو په لړ کې د لومړۍ وزیرې پر رسمي استوګنځي برید کړی دی.
لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا کړې او له هېواده وتلې ده.
د نوموړې یوه سلاکار وویل، ۷۶ کلنه سیاستواله مخکې له دې چې پر استوګنځي یې برید وشي له هېواده وتلې وه او یوه خوندي ځای ته تللې ده.
دا استعفا یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د احتجاجي مظاهرو په یوه نوې لړۍ کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.