د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره: ۱۵ زره مرغان مو طبیعت ته خوشي کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ښکار، قاچاق او ناقانونه پلور ضد اقداماتو له لارې یې ۱۵ زره او ۷۵۵ حیوانات او مرغان له نیول کېدو وروسته بېرته طبیعت ته خوشي کړي او عاملان یې د قانون منګولو ته سپارلي.
د طالبانو حکومت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د یاد شمېر مرغانو او حیواناتو خوشي کولو خبره د دغې ادارې د لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو په کلنۍ ناسته کې وکړه چې کابل کې جوړه شوې وه.
په افغانستان کې د تېر جهموري حکومت پرمهال د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د مرغانو ښکار او قاچاق غیرقانوني اعلان شوی و، خو بیا وروسته تر اوسه په دې هېواد کې د حیواناتو او مرغانو ښکار او قاچاق لا هم دوام لري، چې له امله یې ځینې کمیابه مرغان او حیوانات د ورک کېدو په حال کې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې همدارنګه ویلي، پروسږ کال یې د ارزونو او اجازه لیکونو له درکه ۱۷،۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د عکس سرچینه، GMICafghanistan
د دغې ادارې د پالیسۍ او مسلکې مرستیال زینالعابدین عابد د خپلې ادارې د یو کلنۍ لاسته راوړنو په غونډه کي وویل، له لوېدیځو هېوادونو سره د طالبانو حکومت تعامل نه درلودو له اقلیمي بدلون سره د دوی مبارزه سخته کړې، چې په وینا یې، له همدې امله یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ډېري پروژې او امکانات له لاسه وتللي دي.
ښاغلي عابد زیاتوي، که څه هم د طالبانو حکومت له نورې نړۍ سره اړیکې یا تعامل نه لري، خو بیا یې هم د چاپېریال ساتنې په برخه کې ۳۲ پروژې پیل کړې، چې له ډلې یې پنځه یا شپږ پروژې بشپړې شوې دي.

د عکس سرچینه، GMICafghanistan
د طالبانو په حکومت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو پر بنسټ، سربېره پر دې چې له نړۍ سره رسمي تعامل نه لري، خو بیا هم د چاپېریال ساتنې په برخه کې یې یو شمېر مهمې پروژې له نړیوالو منابعو ترلاسه کړې دي.
یاده اداره د بېلګې په توګه له اقلیم سره د سازګاره اوبو پروژه یادوي، چې له امله به یې له (جي يي اف) صندوقه ۲۰ میلیونه ډالرو تر لاسه کړي.
د دغې ادارې چارواکي زیاتوي، هڅه کوي، راتلونکي کال کې د ملکرو ملتونو جوړېدونکي اقلیمي بدلون (کاپ ۳۰) کنفرانس ته لاره پیدا کړي.
د روان کال اپرېل کې هم د طالبانو د چاپېریال ساتنې اارې په کاپ ۳۰ کنفرانس کې دوی ته د ګډون کولو غوښتنه کړې وه.











