په خیبر پښتونخوا کې د ایم پاکس لومړنی ناروغ او د کورونا وبا ترخې خاطرې

- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي-اسلام اباد
د خیبر پښتونخوا، مردان په منګادرګۍ سیمه کې د ایم پاکس لومړني ناروغ له تائید کېدو سره د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي او د کورونا مخنیوي قرنطین ترخې خاطرې یې تازه شوې دي.
ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، د کووېډ-۱۹مخینوي لپاره یې اوږدمهاله قرنطین خاطرې تازه شوې دي.
د یادونې ده، چې پاکستان کې تر اوسه د ایم پاکس لږ تر لږه درې ناروغان تائید شوي دي. ویل کېږي، دغه کس چې په ایم پاکس اخته شوی، په دا وروستیو کې له سعودي عرب نه پاکستان ته ستون شوی دی.
هغه کس هم له بهره پاکستان ته راغلی و، چې په دې هېواد کې د کووېډ-۱۹ لومړنی ناروغ بلل کېږي.
تازه، د دې ناروغ وضعیت ارزونې لپاره ډاکتران منګادرګۍ کلي ته ورغلي دي. د ناروغ کورنۍ وايي، روغتیا یې ښه ده او ډاکترانو ناروغ ته ویلي، چې څه ډول کالي باید واغوندي او د کورنۍ له نورو غړو سره بدني اړیکه و نه لري.
بل لور پر ایم پاکس د یاد کس د اخته کېدو له تائید وروسته د کلي خلکو کې اضطراب خپور شوی او ځايي اوسېدونکي د ناروغ کور یا ان شاوخوا ته هم له ورتګه ډډه کوي. یوه ځايي اوسېدونکی شېرزاد وايي، هغه ډګر ته د لوبو لپاره نه ځي، چې د ناروغ کس کور ته نژدې موقعیت لري.
''د ناروغ کس د کور تر شا یو لوبغالی دی، چې موږ به پکې کرېکټ کاوه. له کله چې دلته د ایم پاکس ناروغ رارسېدلی دی، زه د کرېکټ یا ورزش لپاره هم دې لوبغالي ته نه ځم، ځکه د کورونا وختونه مې یاد دي، چې لومړنۍ پېښې یې ټول کلی لړزولی و. تر اوږدې مودې په کور کې ایسار پاتې وم. له همدې کبله هغې خوا ته نه ځم، چې د ایم پاکس ناروغ کور پکې موقعیت لري.''

د عکس سرچینه، khyber Pakhtunkhwa Health Dep.
د دې سیمې د روغتیايي مرکز له لوري د معایناتو ټولولو هم له خلکو سره اندېښنې پیدا کړې دي. د کلي یو سپین ږیری امین واحد وايي:
''د ماشومانو معایناتو لپاره د ډاکترانو ناڅاپي راتګ خلک سخت وارخطا کړي دي.''
د ځايي روغتیايي مرکز مسوولینو پر ایم پاکس اخته ناروغ او د ده د کورنۍ غړي قرنطین کړي دي.
ډاکتر سباون خان چې د ناروغ کس د درملنې لپاره د مردان سیمې له مرکزي روغتونه دې کلي ته راغلی وايي، ځايي خلک باید ډېره اندېښنه و نه کړي، خو دی خلکو ته سپارښتنه کوي، چې ټول روغتیايي احتیاطي تدابیر باید په بشپړ ډول مراعت کړي.
ډاکتر سباون وايي:
''اندېښنه پر خپل ځای، خو مهمه دا ده چې خلک باید اختیاطي تدبیرونه مراعت کړي. له هغه کس سره اړیکه و نه نیسي چې په ایم پاکس اخته دی. له هغه سره په لاس روغبړ و نه کړي.''
دی زیاتوي، ''هغه څوک چې له د ایم پاکس له ناروغ سره مرسته کوي، باید دستکش یې پرلاسونو وي، ماسک یې تړلی وي، د ناروغ له بدن سره و نه لګېږي، یا لاس ور نه کړي، نور داسې کومه د اندېښنې خبره نه شته.''

د عکس سرچینه، khyber Pakhtunkhwa Health Dep.
په مردان کې چې د خیبر پښتونخوا له ګڼ مېشتو سیمو یوه ده، د مرکزي روغتون مسوولینو د ایم پاکس ناروغانو درملنې لپاره ځانګړی مرکز چمتو کړی، خو تر اوسه پورې کوم ناروغ دې مرکز ته نه دی ورغلی.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، هغه کسان چې د ایم پاکس علامات لري باید سملاسي اړین معاینات وکړي.
په مردان کې پر ایم پاکس د اخته سړي زوی وقاص احمد وايي، د پلار له بدنه یې د ایم پاکس ظاهري علامات لېرې کېږي او روغتیايي وضعیت یې هم مخ په ښه کېدو دی.
نوموړی وايي، په روغتون کې یې د پلار ناروغي تصادفاً معلومه شوه:
''پلار مې په سعودي عرب کې ټکر کړی و. روغتون ته چې د ژوبلو پښو درملنې لپاره ورغلی و، ډاکتر ته یې ویلي و، چې پر پوټکي یې دانې ختلې دي. کوچنۍ دانې له ورایه پرې معلومېدې. ډاکترانو یې معاینات وکړل او معلومه شوه، چې په ایم پاکس اخته شوی دی.''
دی وايي، ځینو کلیوالو یې ورسره مرسته کوله، خو ځینو نورو بیا ګنګوسي خپرول، چې د ویرې او ترهې لامل کېدل.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه په دې هکله یو بېړنیز روغتیايي وضعیت اعلان کړی، خو د کووېډ-۱۹ پرتله د دې ناروغۍ وبايي کېدو احتمال خورا لږ ښوول کېږي.











