یوې مور لسو دقیقو کې شپږ ماشومان وزیږول

د عکس سرچینه، Getty Images
د مور لپاره د شپږ غبرګونو ماشومانو زیږول په خپل ذات کې یوه په زړه پورې پېښه ده،.
یوې مور شپږ ماشومان زیږولي - یوازې په ۱۰ دقیقو کې - او لومړی یې دومره کوچنی و چې ډاکټر د خپل لاس به ورغوي کې نیولی و.
د زیږون دا پېښه د برازیل په کولیتینا روغتون کې په ۲۷مه اونۍ کې له عملیاتو وروسته رامنځ ته شوه. ټول نوي زیږېدلي صحتمن وو او زیږون یوازې څو دقیقې وخت نیولی.
مور او د هغې مېړه د لوی کورنۍ نه پوهېدل چې لسو دقیقو کې به یوه لویه کورنۍ ولري او یوازې پنځه کلن ماشوم نه پوهېده چې هغه به په یو وخت کې شپږ وروڼه ولري. کورنۍ د میندوارۍ په لومړیو کې د نويو مېلمنو په اړه پوهېدله، همدا وو چې د ښه راغلاست لپاره یې ښه چمتووالی نیولی و.
ددغو ماشومانو د زیږون پرمهال د روغتون ۳۲ متخصص ډاکټران، نرسان او تخنیکران بوخت وو.
د عملیاتو له پیل څخه یوازې لس دقیقې وروسته، ډاکټرانو د زیږون بریالیتوب اعلان کړ.
یوازېنۍ ستونزه له لومړي ماشوم سره وه، چې تنفسي ستونزې یې درلودې، خو د نورو ټولو ماشومانو وضعیت د ډاډ وړ و.
پر شپږو واړو زیږېدلو ماشومانو ژر نومونه کېښودل شول: تیو، میتیو، لوکا، هینري، ایلیس او مایټي.
شاید لومړۍ پوښتنه چې ذهن ته راځي دا وي چې دا ماشومان به څومره پمپرونو ته اړتیا ولري؟
په ۱۹۸۳ کال، په انګلستان کې شپږ خویندې وزیږېدې او داسې انګېرل کېده چې دوی په نړۍ کې یوازینۍ ښځینه غبرګونې وي. شپږ نوي زیږېدلي ماشومان په کال کې ۱۱۰۰۰ پمپرونه مصرفوي.
د کوچنیو ماشومانو د لېږدولو کراچۍ هم داسې درواخله- هغه چې شپږ څوکۍ ولري، خو بیه به یې ډېره ګرانه وي.












