افغان پولیسو 'تورنه قاتله' ایران ته سپارلې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په لوېدیځ هرات ولایت کې یې یوه ایرانۍ مېرمن نیولې، چې له خپل هېواده د قتل تر قضیې وروسته تښتېدلې ده.
د کورنیو چارو وزارت پر <link type="page"><caption> وېبپاڼې </caption><url href="http://moi.gov.af/fa/news/35810" platform="highweb"/></link>یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ایران انټرپول پولیس د ثریا قیامي په نامه تورنه ایرانۍ په لټه کې وو، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته یې د دغې مېرمنې په اړه مالومات هم ورکړي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د انټرپول پولیسو د څانګې مشر مل پاسوال سید افندي ویلي، تورنه مېرمن تر یولړ کشفي او اپراتیفي ګامونو اخیستو وروسته په هرات ولایت کې نیول شوې ده.
دغه تورنه ایرانۍ د انټرپول د عملیاتي کارکوونکو له خوا نیول شوې ده.
افغان پولیس وايي، تورنه مېرمن یې د ایران سرحدي ځواکونو او چارواکو ته سپارلې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دا چې ایران او افغانستان د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د سازمان غړي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې تړون لاسلیک شوی، که چېرې د یوه هېواد یو مجرم بل هېواد ته تښتي، باید دوی ته وسپاري.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه افغانستان ته هغه نهه افغانان د ایران له خوا سپارل شوي، چې د قتل په جرم ایران ته تښتېدلي وو او هلته د ایران انټرپول پولیسو نیولي دي.
د امریکايي، ایراني قاتله
د ۲۰۱۲ کال دسمبر پر ۲۵، د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویلي وو د پولیسو هغې افسرې چې یو بهرنی سلاکار یې په <link type="page"><caption> ډزو وژلی</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/12/121224_hh-insider-attack-kabul.shtml" platform="highweb"/></link> و، د <link type="page"><caption> ایران اوسېدونکې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/12/121225_hh-kabul-attack-update.shtml" platform="highweb"/></link> ده، چې په وینا پنځه کاله وړاندې یې د افغانستان د تابعیت له تذکرې په ګټې اخیستنې د ملي پولیسو لیکو ته ننوتې وه.
او په ۲۰۱۱ کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې ادعا کړې وه، چې د لومړي ځل لپاره يې يو <link type="page"><caption> ايرانى وگړى</caption><url href="http://195.188.87.10/pashto/afghanistan/2011/06/110615_hh-irani-suicide-attacker-arrest.shtml" platform="highweb"/></link> په کندهار کې د ځانمرگي بريد په تور نيولى دى.








