د تېرې کنډو کې ترافیکي پېښې څلور مساپر وژلي

د عکس سرچینه،
د ګردیز او کابل لویې لارې په اوږدو تېرې کنډو سیمه کې یو فلاینګ کوچ ډوله موټر له غره سره لګېدلې، چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ګردیز ملکي روغتون مشر حیا ګل پکتین وايي، په وژل شويو کسانو کې دوې مېرمنې او دوه ماشومان دي.
د نوموړي په وینا، د ټپیانو روغتیايي حالت خواشینوونکی دی.
دغه ګاډی، چې نهه کسان پکې ناست وو، له کابله پکتیا ته پر لاره و، چې له پېښې سره مخامخ شو.
په یاده غرنۍ سیمه کې ډېری وخت د چلوونکو بې اختیاطي له کبله ورته پېښې رامنځ ته کېږي.
تر کوچني اختر مخکې، د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ نغلو سیمه کې د دوو مساپر وړونکو موټرو په ټکر کې اووه کسان وژل شوي.
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۰۱۱ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله د ترافيکي پېښو له کبله ۱۳۰۰ کسان وژل شوي.
د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.
په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د <link type="page"><caption> ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110516_hh-traffice-incidents.shtml" platform="highweb"/></link> ډېره شوې ده








