د هلمند سنګين کې د وسلوالو پر ضد عمليات

د عکس سرچینه،
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شاولي په نوم د طالبانو یو مخکښ قومندان او د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له ۱۸ نورو وسلوالو سره یو ځای وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د ځايي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
چارواکي وایي د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې يې د تیرو څو ورځو راهیسې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
مامون درانی په راستولي راپور کې وايي، سنګین د هلمند د څلورو شمالی ولسوالیو څخه یوه ده چې وسلوالو طالبانو میاشت وړاندې د یوه پراخ برید په ترڅ کې ګڼې سیمې له حکومتي ځواکونو ونیولې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي تیره ورځ افغان ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې بې ساری پرمختګ کړی دی.
"د دغو عملیاتو په ترڅ کي د سنګین لپاره د وسلوالو طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال، د شاولي په نوم یو مشهور قومندان او ۱۸ نور وسلوال وژل شوي او د هغوی هغه کښتۍ چې د سیند له لاری یې اکمالات کول افغان ځواکونو له منځه وړې ده".
که څه هم د چارواکو په خبره په سیمه کې د ماینونو شتون د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه ننګونه ده او عملیات یې ټکني کړي، خو ښاغلی ځواک وایي تیره ورځ افغان ځواکونو د سنګین په ساروان کلا، پوزې، بارکزو او د بوستانزو له سیمو وسلوال شړلي دي.
د ښاغلي ځواک په خبره افغان امنیتي ځواکونه اوس په سیمه کې د هغو ماینونو په شنډولو بوخت دي چې د وسلوالو له خوا ايښودل شوي دي.
نوموړي تمه وښوده چې د دغې چارې د ترسره کېدو سره سم به ولسي خلکو ته لاره هواره کړي چې بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
وسلوال طالبان بیا ادعا کوي چې د افغان ځواکونو بریدونه یی په شا تمبولي او زیاتوي چې د ځوابي بریدونو په ترڅ کې یې تر ۱۰ زیات پولیس وژلي دي.








