کابل کې يوازنی ښځينه زندان، بنديانې شکايت لري

د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د ښځو یوازنی زندان د دغه ښار په شمالي برخه کې دی.
په دغه زندان کې له کورني تاوتریخوالي نیولې تر لوټمارۍ، غلا، اخلاقي جرمونو او وژنو پورې جرمونو په تړاو لسګونه ښځې بندیانې دي.
دا یو کوچنی او ځانګړی زندان دی، خو ډېرې ستونزې او مسلې پکې موجودې دي.
ګلستان شینواري په خپل رپوټ کې د دغه زندان عمومي وضعیت ته کتنه کړې ده.
په افغانستان کې اوسمهال د بندیانو ټولټال شمېر د ۲۹۰۰۰ په شاوخوا کې دی.
په دوی کې د ښځینه بندیانو شمېر د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې دی، چې له دې ډلې ۲۲۵ تنه د کابل په ښځینه زندان کې ساتل کېږي.
په دوی کې ۱۰ تنه بهرنۍ مېرمنې هم شته، چې څلور یې پاکستانۍ او څلور تنه ایرانۍ دي، چې د نشه يي توکیو د قاچاقو په تړاو نیول شوې. د لویې څارنوالۍ د بندیانو د چارو مشر عزیز احمد سرباز وايي، چې دغه شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د کابل ښځینه زندان د ښار په شمالي برخه کې بادام باغ ته مخامخ موقعیت لري.
دا زندان شپږ کاله وړاندې د څرخي پله په نامه د افغانستان تر ټولو ستر زندان نه بېل شو.
لامل یې دا و، چې په څرخي پله زندان کې د نارینه منصوبینو له خوا له ښځینه بندیانو د ناوړه جنسي ګټې اخېستنې په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.
په اوسني زندان کې بندیانې له نارینه چارواکو له لاسرسي لرې د بند شپې ورځې تېروي.
خو د کابل د ښځینه زندان د امنیت ساتلو چارې اوس هم د نارینه افسرانو او ساتونکو په لاس کې دي.
نارینه ساتونکي د زندان په بهرنۍ برخه کې دي او د زندان د اصلي برخې او د دوی تر منځ اوسپنیزې کټارې او اغزن سیمونه لګېدلي دي. خو د زندان دېوالونه دومره جګ نه دي، چې د بندیانو ودانۍ ترې پټه شي.
د زندان په وره کې د نارینه ساتونکو د تلاشۍ ځای دی او پر ګېرچاپېره دېوالونو هم نارینه پیره داران تر سترګو کېږي.
له دې ځایه د بندیانو تر ودانۍ کابو لس دقیقې پلې لار ده.
ښځینه زندان درې پوړه لري. په پاسني پوړ کې هغه بندیانې ساتل کېږي، چې د جرمونو کچه یې لوړه ده او خطرناکې بلل کېږي، په دویم پوړ کې د منځنیو جرمونو بندیانې دي او په لومړي هغه کې هغه مېرمنې د بند شپې سبا کوي، چې د ټیټې کچې جرمونو په تر سره کولو تورنې دي.
څارونکي بنسټونه وايي، چې د هېواد د نورو زندانونو په څېر دا ښځینه زندان هم د بې عدالتۍ، له بندیانو سره د دوه ګوني چلند او د هغوی د دوسیو په اړه له بې غورۍ پاک نه دی.
د افغان مدافع وکیلانو د شبکې مشر اجمل هوډمن وايي، د قانون له مخې باید د یوې قضیې په اړه د دریواړو محکمو د حکم مجموعي وخت تر لسو میاشتو تېری و نه کړي، خو په وینا یې په افغانستان کې دا قانون تر ډېره نه پلی کېږي.
د کابل په ښځینه زندان کې ډېرې بندیانې مېرمنې شکایت کوي، چې دوسیو ته یې په وخت پام نه کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د کندوز ولایت اوسېدونکې دغه مېرمن وايي، پر لومړۍ محکمې یې یو نیم کال تېرېږي، خو تر اوسه یې دویمه محکمه نه ده شوې.
په دغه زندان کې له یو شمېر میندو سره خپل کوچنیان هم اوسي.
د دغو ماشومانو شمېر ۵۶ تنو ته رسيږي، چې د بشري حقونو د مدافع ډلو په وینا د ژوند شرایط یې ناوړه دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون د رسنیو د برخې مسوله حوا عالم نورستانۍ وايي دوی له دولته غوښتنه کوي، چې د دغو ماشومانو ژوند او روزنې ته جدي پام وکړي.
چارواکي وايي، چې په عمومي ډول د ټولو زندانونو او په ځانګړي ډول د ښځینه بندیانو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې هلې ځلې کوي او په وینا یې له تېرو څو کلونو راهیسې په کې سمون راوستل شوی دی.
څو ورځې وړاندې د ولسمشر له خوا د بښنې د یوه فرمان له مخې له دغه ښځینه زندانه دوه مېرمنې خوشې شوې او د ۱۷ تنو نورو په بند کې کموالی راغی.








