سره صلیب کمېټې افغانستان کې فعالیت موقتاً ځنډولی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت ډول ځنډوي.
د سره صلیب کمېټه دغه اعلان له هغه وروسته کوي، چې د افغانستان په ختیځ کې وسله والو د دغه سازمان پر دفتر برید وکړ. هغه برید کې د دفتر یو ساتونکی ووژل شو او یو بهرنی کارکونکی یې ټپي شو.
بل لور ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند حسیب رحیمي بي بي سي ته وویل، چې د سازمان ارتوپیډي څانګه به یې سره له سبا (جون لومړۍ) فعالیت بیا پیل کړي.
جلال اباد ښار کې د دغه سازمان پر دفتر له وسله وال برید وروسته کمېټې اعلان وکړ، چې ټول افغانستان کې د خپلو کارکونکو خوځښت په ټپه دروي.
افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند حسیب رحیمي بي بي سي ته وویل:
"جلال اباد کې زموږ پر دفتر له برید وروسته پرېکړه داسې وشوه، چې باید دغه دفتر وتړل شي او ټول افغانستان کې په موقت ډول د سازمان فعالیتونه ودرول شي."
د نوموړي په خبره دغه پرېکړه د سازمان د فعالانو خوندیتوب ته په پام سره شوې.
نوموړي زیاته کړه، دم ګړۍ معلومه نه ده، چې بیا به څه مهال د یاد سازمان فعالیتونه پیل شي.
د سره صلیب پر دفتر برید
د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد کې د چهارشنبې په ورځ "مې ۲۹ "د سره صلیب پر دفتر وسله والو کسانو برید وکړ.
ځايي چارواکو ویلي و، چې ځانوژونکي برید ګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد د سره صلیب دفتر مخې ته وچوول او وروسته دوه وسله وال کسان د دفتر ودانۍ ته ننوتل.
د ښاغلي رحیمي په وینا دغه برید کې د د فتر یو ساتونکی ووژل شو او یو بهرنی او دوه کورني کارکونکي یې برسیرن ټپیان شول.
د نوموړي په خبره افغانستان کې پر سره صلیب دغه برید تر اوسه بې ساري دی.
د سره صلیب کمېټه جګړه کې ښکېلو ډلو سره بشر دوستانه مرستې کوي او فکر کېږي، چې داسې بریدونه پرې نه کېږي.
افغانستان کې د سره صلیب فعالیت
د سره صلیب کمېټې پر دفتر له بریده څو ورځې مخکې کابل کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان پر دفتر برید شوی و.
د سره صلیب نړیواله کمېټه ۱۵۰ کاله مخکې تاسیس شوه او په افغانستان کې یې د فعالیتونو موده دېرشو کلونو ته رسېږي.
د دغه سازمان ویاند وايي، دوی د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې فعالیت کوي.
افغانستان کې د دغه سازمان ۱۸۰۰ بهرني او کورني کارکونکي په فعالیت بوخت دي.
له معلولینو سره پر پښو درېدو کې مرسته، د جګړې قربانیانو سره روغتیايي مرستې، د غذايي او غیر غذايي موادو وېش، په کور دننه له بې ځایه شویو سره مرستې افغانستان کې د دغه سازمان له فعالیتونو څخه دي.








