
سیمه ییز قومي مشران وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د دې ولسوالۍ له ۸۰ زیات اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ شوي دي.
په ایران کې د پنځو اعدام شویو افغانانو مړي د شنبې په ورځ (فبرورۍ/۲۳) د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.
دغه پنځه ځوانان چې په کورونو کې یې د غم ټغر غوړل شوی و په ایران کې د نشه یي توکو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي وو.
د اعدام شویو کسانو جسدونه د شنبې په شپه د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په جلدراق کلي کې د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.
جمعه خان یو له هغو کسانو دی چې مړی یې څو ساعته وړاندې خاوروته وسپارل شو.
هغه یوازې د یوې لور پلار و. د هغه پلار محمد زمان چې ډېر ناهیلی ښکارېده وویل زوی يې له ده په پټه دا ډول کارونه کول، او که خبر وای نو هېڅکله به یې هغه نه و پرې ایښی.
"تېرو شپږو میاشتو کې د دې ولسوالۍ له ۸۰ زیات اوسېدونکي اعدام شوي دي. "
د دې کورنۍ په ګاونډ کې یوه بله کورنۍ ده چې هغه هم د خپل زوی د مرګ له امله د غم په ټغر ناست دي.
د دې کسانو په ډله کې چې نن شنبه (فبرورۍ/۲۳) خاورو ته وسپارل شول یو هم د ایرانۍ سمیرا خاوند و.
سمیرا وايي مېړه یې له دوو نورو کسانو سره د نشه یي توکو په قاچاق پیل وکړ، ونیول شو او درې کاله یې په زندان کې تېر کړل.
د سمیرا له سترګو اوښکې روانې وې، و يې ويل، ډېره هڅه یې وکړه چې خپل مېړه له زندانه خوشې کړي خو هڅو یې ځای و نه نیو.
"هغه تهران دی. که غواړې مدافع وکیل ونیسې نو باید ډېرې پیسې ولرې. باید میلیونونه پیسې ورکړې. ما دومره پیسې نه درلودې چې مدافع وکیل ته یې ورکړم. د هغه د قضیې په جریان کې یې زه ډېره محکمې ته نه پرېښودم او کله به چې تلم هم، ډېر معلومات یې نه راکول."
دا لومړی ځل نه دی چې د کلفګان ولسوالۍ ځوانان د نشه یي توکو د قاچاق په جرم په ایران کې اعدامېږي.
سیمه ییز قومي مشران وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د دې ولسوالۍ له ۸۰ زیات اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ شوي دي.
د دوی په وینا له دې ډلې د ۵۰ تنو مړي را وړل شوي خو د ۳۰ تنو جسدونه لا هم د ایران په سړو خونو کې ساتل کېږي.
ایران کې اعدامېدونکو "وکیلانو ته لاس رسی" نه درلود
د افغانستان حکومت وايي له ایراني چارواکو یې غوښتي چې په ایران کې د مرګ په سزا د محکوم شویو افغان بندیانو سزا په اوږد مهاله بند واړوي. د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې برخه کې د هغه څه د ترلاسه کېدو خبره کوي چې دوی یې پاموړ بریاوې بولي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د دوی په وینا له ۷۰۰ ډېر نور د کلفګان ځوانان په ایران کې زندانیان دي چې شاوخوا ۳۵۰ یې په اعدام محکوم شوي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی میرعلم چې دوه ورونه یې په ایران کې زندانیان دي وايي څو ځله ملي شورا او حکومتي ادارو ته ورغلی خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
"پوره دوه کاله ولاړم. په یو کال کې لس ځلې ولاړم. پنځه ځلې هم ولاړم. نه پارلمان پاتې شو او نه هم سنا. هېڅ ځای را څخه نه دی پاتې. د بهرنیو چارو وزارت هم رانه نه دی پاتې. هغوی راته وعده راکړه چې سبا ته یې لېږدوو. سبا ته خبرې کوو او پلاوی استوو، نه یې پلاوی واستوه او نه یې خبرې وکړې."
ځایي اوسېدونکي وايي دغو ځوانانو د بې وزلۍ له امله دغو ځوانانو د نشه یي توکو قاچاق ته لاس اچولی وو. د سیمې اوسېدونکی عارف ایرکین په همدې باور دی.
"د دې ستر لامل یوازې بې وزلي ده. ټول خلک بې روزګاره دي، ځوانان له بې رزوګارۍ ستړي کېږي او ایران ته ځي."
د دې سیمې اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د نشه یي توکو د قاچاق څخه د دغو ځوانانو د را ګرځولو لپاره په هېواد کې دننه سترې پرمختیايي پروژې پيل کړي.














