
جنرال الن بي بي سي ته ویلي چې: "له اورپکو سره مبارزه وخت ته اړتیا لري. د وخت په تېرېدو به جوته شي جې موږ څومره بریالي شوي یو."
په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن ویلي، افغانستان کې بریالیتوب ته نژدې شوي دي.
ښاغلي الن ویلي، ناټو ځواکونو د ترهګرۍ او اورپکۍ ضد عملیاتو کې اوږد مزل وهلی دی.
جنرال الن بي بي سي ته ویلي چې: "له اورپکو سره مبارزه وخت ته اړتیا لري. د وخت په تېرېدو به جوته شي چې موږ څومره بریالي شوي یو."
ښاغلي الن دا هم ویلي چې "فکر کوم موږ هغو شرایطو ته د رسېدو لپاره اوږده لار وهلې ده، چې د اورپکۍ ضد عملیاتو کې بریالي شو."
د جنرال الن د قوماندې په ۱۹ میاشتنۍ دوره کې افغان ځواکونو ته د نړیوالو ځواکونو له لوري د هېواد د ډېری برخو امنیتي چارې وسپارل شوې.
ښاغلی الن په افغانستان کې د ایساف ځواکونو وروستۍ عمومي قومندان دی.
خو لاتر اوسه سپینې ماڼۍ په زغرده دا اعلان نه دی کړی، چې افغانستان کې به څومره امریکايي پوځيان پاتې کېږي.
پر همدې مهال، جنرال الن ویلي، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل په مهال وېش کې نه شته، او سپینې ماڼۍ هم له دغه نه دي غوښتي، چې هلته څومره عسکر پاتې شي.












