
په غور کې د دغه کمیسیون سیمه ییز دفتر وايي، ډېر کله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین نه نیول کېږي او نه هم محاکمه کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د دغه هېواد په لوېدیځ ولایت غور کې د ښځو پر وړاندې ۷۵ سلنه د تاوتریخوالي د ډېرېدو خبر ورکوي.
په غور کې د دغه کمیسیون سیمه ییز دفتر وايي، ډېر کله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین نه نیول کېږي او نه هم محاکمه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یوه مېرمن د همدې ولایت په یوې ولسوالۍ کې د خپل خاوند له خوا ووژل شوه.
د افغانستان د لوېدیځ ولایت غور په تیوره ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن وژلې ده.
د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي بي بي سي ته وویل، پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي او تر اوسه د پېښې لامل نه دی جوت شوی.
بل خوا په غور کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې په لوړېدو اندېښنه ښيي او وايي په روان لمریز کال کې په غور کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۷۵ سلنه ډېر شوی دی.
د دغه دفتر مسوول جواد رضايي بي بي سي ته وویل، په روان کال کې د کورني تاوتریخوالي له امله شپږو مېرمنو ځان وژنې کړي او لس نورې بیا وژل شوي دي.
د ښاغلي رضايي په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری لاملین نه دي نیول شوي.
ښاغلی رضايي دغه راز وايي، د غور ولایت په ډېری سیمو کې ناقانونه وسله وال او د دولت مخالف وسله وال واک لري او له همدې امله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا نه ورکول کېږي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د غور په چهارصدې ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ له کوره د تښتېدو په تور د ناقانونه وسله والو له خوا په صحرايي محکمه کې محاکمه شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو.
















