
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادراه وايي په دغه هېواد کې د چاپېریال ساتنې پر ۵۸ معیارونو کار کوي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د چاپېریال ساتنې چارو په لړ کې د اوو معیارونو د بشپړېدو خبر ورکوي.
د هوا د ککړتیا کنټرول، د غږیزې ککړتیا، صنعتي چارې، د اوبو سرچینې او چاپېریال ساتنې چارو مدیریت په دغو معیارونو کې شامل دي.
د چاپېریال د سټنډرډ موخه، د هغو طرحو پلي کول دي، چې په رڼا کې به یې د دولت بنسټیزې چارې ترسره کېږي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره د یکشنبې په ورځ د هغه ورکشاپ کوربنه وه چې شعار يي د چاپېریال ساتنه وو.
د دغې ادارې چارواکي وايي اوه معیارونه یا د ملي سټنډرډونو چارې یې بشپړې کړې دي چې په پلي کېدو سره به یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې هڅې لا ګړندۍ شي.
د افغانستان د سټنډرډ د ملي ادارې مشر پوپلزی پوپل د دغو معیارونو د اهمیت په اړه وايي:
"د چارواکو په وینا په افغانستان کې دغه طرحې او د هغو پلي کول نوي دي او د هغو د عملي کولو لپاره د حکومت، خلکو او شخصي سکتور ونډه حیاتي بلل کېږي."
په دغو اوو سټنډرډونو کې د هوا کیفیت. د اوبو سرچینې، د څښاک اوبه، د صنعتي او لېږدونکو وسیلو د فعالیتونو د ککړتیا، غږیزې ککړتیاوې او د چاپېریال د مدیریت چارو سمونونه شامل دي.
د ښاغلي پوپل په وینا ځینې نور لاملونه هم په غیر مستقیمه توګه د هوا په ککړتیا کې رول لري، چې په نویو معیارونو کې دغو ټکو ته هم پام شوی دی:
"د ښاري پراختیا په کوډ کې د چاپېریال ساتنې موضوع په جدي توګه په پام کې نیول شوې ده. د ښاري پراختیا په کوډ کې د شنو سیمو ساحې تثبیت شوي دي، چې کله یو ښارګوټی جوړیږي نو معلومه ده چې څه اندازه شنه سیمه ولري. څومره کرنیزې ځمکې وي او د اوسېدو مسلې په څه ډول وي ټول دغه جزییات په معیارونو کې شامل دي."
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادراه وايي په دغه هېواد کې د چاپېریال ساتنې پر ۵۸ معیارونو کار کوي.
د دغې ادارې د چارواکو په وینا په افغانستان کې دغه طرحې او د هغو پلي کول نوي دي او د هغو د عملي کولو لپاره د حکومت، خلکو او شخصي سکتور ونډه حیاتي بلل کېږي.













