
همیانۍ اوس هره ورځ زر ګڼې چاپېږي او د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې وېشل کېږي.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اقتصادي موضوعاتو ځانګړې ورځپاڼه له چاپه راووتله.
دغه ورځپاڼه همیانۍ نومېږي او لومړنۍ ګڼه یې د شنبې په ورځ (فبرورۍ/دویمه) بازار ته را ووتله.
د هیمانۍ مسؤول مدیر شفیع اعظم وايي د دې ورځپاڼې ادراه هڅه کوي په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه منعکس کړي او په دې برخه کې د شته ستونزو د هوارولو د حل لارو په برخه کې وړاندیزونه وکړي.
په افغانستان کې لومړنۍ اقتصادي ورځپاڼې هیمانۍ د لومړۍ ګڼې په سر لیکنه کې د افغانستان د روانۍ شخړې اقتصادي اړخ ته پام شوی دی.
په دغه سر لیکنه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د روانې شخړې یو لامل کمزوری اقتصاد دی.
د ورځپاڼې په باور کمزوری اقتصاد د ګڼو کسانو له لاسونو قلم غورځولی او وسله یې لاس ته رسېدلې ده.
د همیانۍ مسؤول مدیر شفیع اعظم وايي په تېره څه باندې یوه لسیزه کې رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی خو دا پرمختګ یوازې سیاسي فعالیتونو ته پاملرنه کوي او اقتصادي موضوعاتو ته یې لکه څنګه چې ښايي پام نه دی کړی.
نو له همدې امله د ښاغلي اعظم په وینا دوی دې د زیات پام اړولو په موخه د اقتصادي موضوعاتو ځانګړې ورځپانه رامنځ ته کړه.
همیانۍ اوس هره ورځ زر ګڼې چاپېږي او د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې وېشل کېږي.
د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې د نژدې ۴۰ تلوېزیوني کانالونه، د شاوخوا سلو راډیو ګانو او د څه باندې ۵۰۰ چاپي خپرونو رامنځ ته کېدل د رسنیو په برخه کې ستر پرمختګ ګڼل کېږي.
خو د دغو رسنیو یوه زیاته برخه له مالي پلوه په خپلو پښو نه دي ولاړې او پایښت یې د نورو تر مرستو پورې تړلی دی.














