
دغه برید د کندوز ښار په یوه څلور لاري کې شوی دی چې د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.
د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د مدیر په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژلي دي.
دغه برید د کندوز ښار په یوه څلور لاري کې شوی دی چې د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.
د شمال زون د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي بي بي سي ته وویل، چې ډېری وژل شوي او ټپي شوي کسان ولسي وګړي دي.
د کندوز ولایت د عامې روغتیا رییس ويلي ډېری وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو غړي وو.
د افغانستان په شمال کې چارواکو بي بي سي ته ويلي په برید کې شاوخوا ۲۱ کسان ټپیان شوي هم دي.
رپوټونه وايي چې د ټپیانو ډېری شمېر يې ولسي وګړي دي.
د کندوز د پولیسو د یوه ویاند په وینا حمله کوونکی پلی و او د مازیګر په ۵ بجو او ۳۰ دقیقو يې د ترافیکو او پولیسو په یوه ګڼه ګوڼه کې ځان والوزاوه.
د دغه چارواکي په وینا د ترهګرۍ سره د مبارزې مشر عبدالله زمری او د ترافیکو مشر حاجي اسلم هم په وژل شویو کسانو کې دي.
د پولیسو یوه بل چارواکي بیا وويل برید هغه وخت وشو چې پولیسو د کندوز ښار له مرکز نه لیدنه کوله.
تر دې دمه هېڅ يوې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په تېر کې د دولت وسله والو ډلو د دا ډول پېښو پړه منلې.
په کندوز کې مېشت د بي بي سي خبریال چې خپله هم د پېښې سیمې ته ورغلی و، وويل په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او لارې تړل شوې دي.
د بي بي سي د خبریال په وینا ټپیان د کندوز مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او ويل کېږي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له نا ارامو ولایتونو دی.
په همدې سیمه کې د سپټمبر په میاشت کې هم یو ورته برید شوی و چې ډېری ولسي وګړي يې ووژل.
په ۲۰۱۱ کال کې د پولیسو مشر عبدالرحمن سیدخیلي او د دې ولایت والي محمد عمر په جلا جلا پېښو کې ووژل شول.
د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت د کندوز ولایت له ستراتېژیک پلوه ډېر اهمیت لري او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې ډلې یوه پیاوړې اډه وه.














